د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

څېړنه: بریتانیا کې د کرونا متحرک ویروس تر پخوانیو ۶۴ سلنه وژونکی دی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د وروستیو څېړنو له مخې چې پایلې یې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه) خپرې شوې، په بریتانیا کې د کرونا متحرک ویروس د کرونا تر مخکنیو ډولونو په سلو کې ۶۴ وژونکی دی.

د کرونا دا ډول اوس د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپورشوی او له دې ویروس سره مبارزه یې سخته کړې ده.

د بریتانیا حکومت هم په جنورۍ کې د یوې جلا طبي څېړنې پر اساس ویلي و چې د پخوانیو ډولونو پرتله پردغه متحرک ډول کرونا ویروس، د مړینې خطر لږترلږه په سلو کې ۴۰ ډېر دی.

د بریتانیا د اکستر پوهنتون له لوري د وروستۍ څېړنې پایلې د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په طبي ژورنال یا بي اېم جي کې خپرې شوې.

څېړونکو له اکتوبر څخه تر جنورۍ پورې په کرونا د کابو ۵۵ زره اخته کسانو حالت څارلی دی.

ویل شوي چې دې کسانو چې ۲۸ ورځې څارل شوي، په بېلابېلو عمرونو او توکمونو او قومونو پورې تړاو درلود.

XS
SM
MD
LG