د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د روغتیا د نړیوال سازمان د دغه اعلان 'کرونا وبا ده'یو کال پوره شو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا د نړیوال سازمان د هغه اعلان ټیک یو کال پوره شو چې د کرونا ویروس چټکې خپرېدا ته یې د وبا نوم ورکړ.

دغه سازمان د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۱۱مه داسې مهال کرونا وبا اعلان کړه چې په چین کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پېښې نژدې درې میاشتې پوره شوې وې.

تېر کال له دغه اعلان سره سم د نړۍ په کچه اقتصادي فعالیتونه و درول شول او د میلیاردونو کسانو عادي ژوند یې ګډوډ کړ.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تراوسه په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۱۱۸ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې دوه اعشاریه شپږ میلیونه کسان مړه شوي دي.

داسې اټکل کیږي چې د کرونا د پېښو او له کبله یې د مړینو نارسمي شمېرې به له دې هم ډېرې لوړې وي.

XS
SM
MD
LG