د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د امریکا کانګرس کرونا ویروس په اړه د مالي مرستې لایحه تصویب کړه


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د امریکا کانګرس پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د کرونا ویروس له اقتصادي عواقبو سره د مقابلې لپاره د یو تریلیون او ۹ سوه میلیونه ډالرو مالي مرسته لایحه تصویب کړه او د ولسمشر له لوري د توشیح لپاره یې سپینې ماڼۍ ته واستوله.

د دې لایحې تصویب به چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لپاره یو ستر بری ګڼل کېږي، د دې سبب شي میلیونونه امریکايي کورنۍ د هر غړي پر سر ۱۴۰۰ ډالر ترلاسه کړي او دغه راز د کرونا ضد واکسین پرې وپیرل شي.

د راپورونو له مخې په استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند هېڅ استازي د دې لایحې مخالفت ونه کړ.

تر دې وړاندې سنا جرګې هم دا لایحه تصویب کړې وه.

XS
SM
MD
LG