د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د جانسن انډ جانسن کمپنۍ واکسین ته اروپا کې د خرڅلاو اجازه ورکړل شوه


د امریکايي جانسن انډ جانسن کمپنۍ کرونا ویروس ضد واکسین
د امریکايي جانسن انډ جانسن کمپنۍ کرونا ویروس ضد واکسین

اروپايي کمېسیون د امریکايي شرکت جانسن انډ جانسن کمپنۍ واکسین ته د اروپايي ټولنې په بازارونو کې د خرڅلاو اجازه ورکړه.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین د اروپايي ټولنې د درملو د کیفیت د ارزونې د کمېسیون له‌خوا د دې واکسین له تأییدېدو وروسته پر ټویټر په یوه پیغام کې وویل چې لا خوندي او لا اغېزمن واکسینونه بازار ته راځي.

د جانسن او جانسن واکسین یوازې یو دوز تطبیقېږي.

مېرمن فن دیر لاین زیاته کړه چې د ورکړل شويو فرمایشونو په اساس به په اروپايي ټولنه کې له ۲۰۰ ملیون زیاتو خلکو ته د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین ورکړل شي. اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د واکسیناسیون بهیر چټک کړي.

له دې مخکې د فایزر، بیو اېن تیک، استرازینیکا او مودرنا واکسینونو ته هم په اروپايي ټولنه کې د تطبیق اجازه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG