د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

افغان بزګرو مېرمنو ته د کرنې پور د پیاوړتیا دوهم پړاو پیل شو


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي همکارۍ د کرنې د پورونو د پياوړتیا پروګرام دوهم پروګرام پيل شو.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، په تېرو دوو کلونو کې د کرنیز پراختیايي صندوق له لارې د کرنې پور د پياوړتیا لومړي پروګرام له لارې د بزګرو مېرمنو په کاروبار، کښت، تولید او د پروسس په برخه کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

اسدالله ضمیر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغه پروګرام د دوهم پړاو په پرانیست غونډه کې وویل چې بزګرې مېرمنې کولای شي د خپلو کارونو د لا ښه‌والي، تولید او پروسس لپاره پورونه واخلي، څو کارو بار یې ورسره وغوړېږي.

اسدالله ضمیر.
اسدالله ضمیر.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید هغو خویندو ته چې د کرنې په برخه کې په کارونو مصروفې دي او مالي ستونزې لري، پورونه ورکړو او همدا شان عامه پوهاوی هم ورکړو چې بزګرې ښځې نه‌یوازې په تولید بلکې په پروسس، بسته‌بندي او بازار موندنې په برخه کې هم کار وکړي."

د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره چې د دغه پروګرام تمویل کوونکې ده وايي په لومړي پړاو پور ورکونه کې له ۳۶ زره ډېرو کلیوالو بزګرو مېرمنو له دې پروګرامه ګټه اخیستې چې محصولات‌یې په سلو کې ۲۵ سلنه ورسره لوړ شوي دي.

د دغه پروګرام لپاره د «USAID» مسؤلې ګرېټ هاوس د پروګرام د دوهم پړاو په پرانیست غونډه کې وویل چې له دا ډول پروګرامونو څخه د دوی اساسي هدف د بزګرو مېرمنو په ژوند او د دوی په کار کې د ښه‌والي راتګ دی.

نوموړې زیاته کړه::

"د پورونو د ورکړې اساسي هدف دا دی چې د کروندګرو مېرمنو په ژوند او د دوی په تولید کې ښه‌والی راشي او همدا شان ټولنه پرمختګ وکړي."

چارواکي وايي چې د پورونو اندازه له لس زره ډالرو نیولې تر شااو خوا یو لک امریکايي ډالرو پورې رسېږي.

یو شمېر پور اخیستونکې مېرمنې وايي چې دا ډول پروګرامونه د مېرمنو د کورنۍ د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي او کارو بار یې ورسره غوړېږي.

د دوی له ډلې کبرا دستګیرزاده ازادي راډیو ته وویل چې غواړي د دې پروګرام له لارې پورونه واخلي او خپل کاراوبار ته پراختیا ورکړي.

نوموړې زیاته کړه:

"غواړم پور واخلم، هغو ښځو چې قرضونه‌یې اخیستي د دوی سوداګرۍ او کار او بار پراختیا موندلې، پیسې چې وي کارونه هم ورسره غوړېږي."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په خپله څلور کلنه ستراتیژۍ کې د بزګرو مېرمنو د ژوند او د دوی د کاراوبار ښه‌والي ته‌یې ځانګړی ځای ورکړی او په دې برخه کې یې بېلابېل پروګرامونه چمتو کړي دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG