د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

په امریکا کې کرونا ویروس؛ کانګرس د اقتصادي بستې د تصویب هڅه کوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د دې مصوبې توشېح ته تیاری ښودلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د دې مصوبې توشېح ته تیاری ښودلی دی.

د امریکا کانګرس هڅه کوي چې له اقتصادي کړکېچ څخه د متحده ایالاتو د ژغورنې په خاطر د څه باندې یو ټریلیون ډالرو په ارزښت اقتصادي بسته تصویب کړي.

په سنا کې د جمهوري‌پال اکثریت مشر ميچ مکانیل هیله څرګنده کړې چې کانګرس به د دې طرحې په اړه یوې موفقې ته ورسېږي.

هغه په کانګرس کې له دوه ورځنیو بحثونو وروسته نن یکشنبه د مارچ ۲۲مه سهار مهال په دې اړه څرګندونې وکړې.

میچ مکانیل
میچ مکانیل

سناتور میچ مکانیل وویل چې د څه باندې یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طرح له اقتصادي بحران څخه د امریکا د ژغورنې په مقصد جوړه شوې ده. مکانیل هیله څرګنده کړه چې کانګرس به دا طرح تصویب کړي.

جګپوړي ډیموکرات سناتور چک شومر هم په دې له سي اېن اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دی ډېر خوشبین دی چې په دې اړه به یوه موافقه ترلاسه شي.

هغه خلکو ته په خطاب کې وویل، که تاسو له دې کبله چې د واضحو دلایلو له وجې مو کاروبار په ټپه درېدلی نه‌شئ کولای کار وکړئ، نو خپل پوره معاش به له فدرال حکومت څخه ترلاسه کړئ.

چاک شومر سناتور ارشد دموکرات
چاک شومر سناتور ارشد دموکرات

د کرونا ویروس چټک سرایت په متحده ایالاتو او نوره نړۍ کې پر اقتصادي فعالیتونو ډېر ناوړه اغیز کړی دی او له دې کبله خلک او بزنسونه سخت زیانمن شوي دي.

په پام کې ده چې په کانګرس کې نن په دې اړه بحثونه بیا پیل شي. د راپورونو له مخې په کانګرس کې د جمهوري‌پال او ډیموکرات ګوندونو څلور څلور جګپوړي غړي به د امریکا د خزانې له وزیر ستیفن منوچن سره وګوري څو د دې بستې د تصویب په اړه یوې وروستۍ موافقې ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د دې مصوبې توشېح ته تیاری ښودلی دی.

د هغو ارقامو له مخې چې نن د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون له‌خوا خپاره شول، په متحده ایالاتو کې ۲۶ زره او ۷۰۰ کسان په 'کووایډ-۱۹' ویروس اخته شوي او تر دې دمه شااوخوا ۳۴۰ کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

امریکايي چارواکو د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي په مقصد وقایوي اقدامات چټک کړي دي. د امریکا درې ایالتونه، کالیفورنیا، نیویارک او ایلینویز تقریباً په بشپر قرنطین کې دي او د امریکا په کچه ټول ښوونځي، پوهنتونونه، ورزشي لوبې، د تفرېح ځایونه او ډېر بزنسونه بند شوي دي. کالیفورنیا چې ۴۰ میلیونه نفوس لري، تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

امریکا - د کالتران ښار په تابلو کې راغلي: "خپل لاسونه پرېمینځئ څو روغ پاتې شئ."
امریکا - د کالتران ښار په تابلو کې راغلي: "خپل لاسونه پرېمینځئ څو روغ پاتې شئ."

تر پرونه پورې هلته شااوخوا ۱۴۰۰ کسان په 'کووایډ-۱۹' اخته شوي او ۲۵ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې د دې ایالت لسګونه میلیونه وګړي په کورونو کې قرنطین شوي دي.

د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم د مارچ په ۱۹مه له خلکو وغوښتل چې له کورونو ونه‌وځي. په دې پسې په نیویارک او ایلینویز کې هم ورته اقدامات وشول، خو خلک د اړتیا وړ شیانو د اخیستو لپاره کولای شي ووځي.

XS
SM
MD
LG