د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

کرونا ویروس تر اوسه ټوله نړۍ کې ۱۱۷۰۰ کسان وژلي


ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس تر ۲۷۸ زرو زیات کسان اخته شوي دي. 
ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس تر ۲۷۸ زرو زیات کسان اخته شوي دي. 

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۷۰۰ تنو ته ورسېد.

همدارنګه تر ۲۷۸ زرو زیات په دې ویروس اخته شوي دي. له دوی شااوخوا ۹۲ زره کسان تر اوسه رغېدلي دي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د 'کووایډ-19' کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۱۱۷۰۰ تنو اوښتی، په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه وګړو د شنبې ورځ چې په ډېرو هېوادونو کې د اوونۍ پای ده، په کورونو کې تېره کړه.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ځوانان دې دا فکر نه‌کوي چې ګوندې د دې ویروس له کبله زیانمنونکي نه‌دي.

له چین وروسته اوس اروپا د دې ویروس د خپرېدو په تاوده ډګر بدله شوې ده.

هغه شمېرې چې د شنبې په ورځ د جان هاپکنز پوهنتون خپرې کړې ښيي چې ایټالیا تر اوسه د ۴۰۳۲ تنو په مړینه تر ټولو هېوادونو زیات تلفات ګاللي.

ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله ۴۰۳۲ کسان مړه شوي او ۴۷ زره نور پرې اخته شوي دي.
ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله ۴۰۳۲ کسان مړه شوي او ۴۷ زره نور پرې اخته شوي دي.

همدارنګه په دې هېواد کې شااوخوا ۴۷ زره نور په کرونا ویروس اخته دي.

چین چېرې چې دا ویروس پیدا او نورې نړۍ ته خپور شو تر اوسه ۳۲۵۹ مړینې ثبت کړي او د تلفاتو له پلوه له ایټالیا وروسته دی.

خو چین د شنبې په ورځ د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره راپور ورکړ چې په دې هېواد کې د کرونا کومه مثبته داخلي پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د ایران څخه خپرې شوې شمېرې ښيي چې دا هېواد د کرونا ویروس له کبله د مړینو په حساب د نړۍ هېوادونو کې درېیم ځای لري.

تهران د شنبې په ورځ پر دې ویروس د ۱۲۳ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

په دې توګه په دې هېواد کې د کرونا له کبله د مړو شمېر ۱۵۵۶ ته ورسېده.

د ایران د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې پر 'کووایډ-19' کرونا ویروس د اخته کېدو ۹۶۶ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي.

ایران کې کرونا ویروس تر اوسه ۱۵۵۶ کسان وژلي
ایران کې کرونا ویروس تر اوسه ۱۵۵۶ کسان وژلي

ډېر ایرانیان باور لري چې رښتینې شمېرې ښايي د رسمي شمېرو لوړې وي.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې اسپانیا هم د هغو هېوادونو په ډله کې ده چېرې چې د کرونا ویروس پېښې او له کبله‌یې مړینې زیاتې دي.

تر اوسه پورې ۲۱۷۵۰ تنه په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته بلل شي او د دې هېواد د روغتیايي چارواکو په وینا د مړو شمېر ۱۳۶۲ تنو ته رسېدلی دی.

په فرانسه کې بیا په کرونا ویروس ۱۲۳۶۰ کسان اخته شوي او تر اوسه‌یې له کبله شااوخوا ۴۵۰ کسان مړه شوي دي.

په جرمني کې بیا ۱۹۸۵۰ کسان په کرونا ویروس اخته دي او دغلته د دې ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۸ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې هم تر اوسه کرونا ویروس ۲۶۰ کسان وژلي او تر ۱۹۶۰۰ نورې پرې اخته بلل شوې دي.

د جان هاپکنز پوهنتون وايي، په بریتانیا کې د شنبې په ورځ په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۴۰۰۰ واوښت او ۱۷۸ کسان هم تر اوسه په دې هېواد د 'کووایډ-19' کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG