نړيوال بانک او آی‌ايم‌ايف د اقليمي بدلون له امله اغېزمن شويو هېوادونو لپاره څه پلان لري؟

افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې، د اقليمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی دی.

د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق مشران هیله‌من دي، چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ له ادارې سره په نړۍ کې له هغو هېوادونو سره د مالي مرستو د دوام په چارو کې ګډ کار وکړي چې د اقلیم بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.

د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق IMFمشرانو د سه‌‌‌شنبې په ورځ وویل چې، دوی به د متحدایالاتو د منتخب ولسمشر جمهوريپال ډونالډټرمپ له راتلونکي ادارې سره کار وکړي، ترڅو له هغو هېوادونو سره مالي مرستو ته دوام ورکړي، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د IMF مشرې کریسټالینا جورجیوا Kristalina Georgieva د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګروملتونو د COP29 د اقلیم په سرمشریزه کې یوې غونډې ته وویل، نړیوالو پور ورکونکو له ټرمپ سره د هغه د تېرې دورې په جریان کې کار کړی او تمه لري چې دا کار بیا وکړي.

هغې وویل، دوی ته دا واک د امریکا وګړو ورکړی دی.

مېرمن جورجیا وویل، دا ډاډه ده چې د متحدایالاتو خصوصي سکتور به په زرغون نومو ټکنالوژیو کې پانګوونې ته دوام ورکړي.

دا کنفرانس چې په اذربايجان کې پيل شوی، دوه اوونۍ به دوام وکړي.

د هغې په خبره سوداګري دا اړتیا په ګوته کوي چې دغه سکتور باید په‌‌‌‌دې برخه کې مخکښ وي چې د دې په باور دا کار به ترسره شي.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ ټاکل کېدو د اقلیم د بدلون اړوند مسایلو په اړه د د اقلیمي بدلون د اغېزمنو هېوادونو د تمویل په اړه زیاتې پوښتنې راپورته کړي دي.

"موږ له هغه سره خبرې کوو، دا زموږ دنده ده."
د نړيوال بانک رييس

او هغه هم له‌‌دې پلوه چې تمه کېږي ټرمپ متحدایالات چې د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک چې تر ټولو لوی تمویلونکي دی، د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو هڅو وباسي.

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون د سږنۍ سرمشریزې موخه دا ده چې سلګونه ميلیارد ډالره راټول کړي، ترڅو په نړۍ کې د انرژۍ پاکو سرچینو ته د لېږد چارې تمویل وکړي او د متحدایالاتو په ګډون د نړۍ د لویو هېوادونو له‌خوا د کاربن د خپرېدو له امله رامنځته شوي اقلیمي زیانونه محدود کړي.

د نړیوال بانک رییس اجی بنګا Ajay Banga وویل، ټرمپ په تاریخي توپیر بریالی شو، چې دا چاره د درناوي غوښتنه کوي او دا اړتیا زیاتوي چې دا بانک باید د اقلیمي بدلون د مالي چارو په تمویل کې لا اغېزمن رول ولوبوي.

هغه وويل: "موږ له هغه سره خبرې کوو، دا زموږ دنده ده."

هغه يادونه وکړه چې د دې بانک د ريیس په توګه د خپلې دندې په ١٧ مياشتو موده کې یې لیدلي چې د بانک د نورو څلورو سترو تمويلوونکو، جرمني، فرانسې، جاپان او بریتانیا په حکومتونو کې هم بدلونونه راغلي دي.

د نړیوال بانک رییس اجی بنګا

ټرمپ، چې له څو اړخيزو مېکانېزمونو یا چوکاټونو څخه ډډه کوي، د خپلې "امريکا لومړی" اجنډا د يوې برخې په توګه په چينايي توکو او نورو وارداتو د ګمرکي تعرفو د زياتوالي ژمنه کړې ده.

خو هغه د محافظه کاره جمهوري غوښتونکو د ۲۰۲۵ پروژې له اجنډا، څخه ځان لیرې ساتلی.

دغه پروژه له IMF او نړیوال بانک څخه د متحدایالاتو د وتلو غوښتنه کوي او له واشنګټن غواړي له خپلو ګټو سره سم دوه اړخیزې پراختیا او د مالي مرستو اجنډاوې تعقیب کړي.

د اقلیم د بدلون په‌دې نړیواله سرمشریزه کې چې د اذربایجان پلازمېنه باکو یې د نومبر له ۱۱ تر ۲۲ پورې کوربه دی، د افغانستان په شمول د نړۍ د لسګونو هېوادونو استازیو ګډون کړی دی.

دغه سرمشریزه داسې مهال جوړیږي چې روان زېږديز کال د افغانستان په ګډون د نړۍ یوشمېر هېوادونه د اقلیم د بدلون له امله د سختو سېلابونو، ځمکې ښوېدنو، اورونو او نورو ناوړه پېښو شاهدان و.