يوشمېر خبريالان: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو معافيت لاهم دوام لري

د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول، چې ۹ تنه یې ژورنالېستان وو او په‌کې د ازادي راډیو درې خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو>

یوشمېر افغان خبریالان او د وژلو شویو خبریالانو کورنۍ وایي، په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د جرمونو معافیت لاهم دوام لري.

د اریانا نیوز خبریال او د سیاسي خپرونو پخوانی مسوول عبدالوارث حسرت وايي، د دندې له امله یې د طالبانو حکومت له‌خوا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه د څلور ورځو لپاره بندي او سخت شکنجه شوی دی.

"ما څو ورځې مخکې په خپله شخصي فېس‌بوک پاڼه خپل یو عکس خپور کړی و، باور وکړئ چې څو ځلې وګواښل شوم، په‌دې لړ کې یوه ورځ بیا امربالمعروف وغوښتم،
هرات مېشتې خبرياله

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: "ویې نیولم، لاسونه او سترګې یې راوتړلې، یوه توره کڅوړه یې راباندې کش کړه، موټر ته یې واچولم، کوم یو ساعت همدا کابل کې ګرځېدل، بیا یې ۹۰ریاست ته یوړم، هلته یې تحقیق وکړ وروسته یې قصبې (زندان) ته یوړم او بیا یې د بګرام زندان ته انتقال کړم."

په هرات ولایت کې یوه مېشته خبریاله چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي بیا ازادي راډیو ته وویل، همدا څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت د ځایي چارواکو له‌خوا سخته ګواښل شوې چې دا یې د خبریالانو په وړاندې د جرم یوه بڼه بولي.

دغې خبریالې د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "ما څو ورځې مخکې په خپله شخصي فېس‌بوک پاڼه خپل یو عکس خپور کړی و، باور وکړئ چې څو ځلې وګواښل شوم، په‌دې لړ کې یوه ورځ بیا امربالمعروف وغوښتم، سره له‌دې چې له ګواښونو وروسته ما خپل عکس لرې کړی و، خو دوی سکرین‌شاټ کړی و او هغه نېټه یې په نښه کړې وه."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم خبریالان خوندي نه وو.
د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، چې په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ ژورنالېستان وژل شوي دي.

د دغې کمېټې په تازه راپور کې چې اکتوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه خپور شو، افغانستان تر جنوبي سوډان ورسته له مجازاتو د ژورنالېستانو د قاتلانو د خوندیتوب په شاخص کې شپږم راغلی دی.

يوشمېر خبريالان

ویل شوي چې د دغه شمېر وژل شویو خبریالانو له ډلې د ۱۳ تنو د وژلو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې منلی دی.

د راپور له‌مخې زیاتې وژنې په ۲۰۱۸م کال کې شوې دي، په ځانګړي ډول د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول، چې ۹ تنه یې ژورنالېستان وو او په‌کې د ازادي راډیو درې خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو.

د یادو بریدونو مسوولیت هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی و.

د وسله‌والو ډلو په حملو کې یو قرباني خبریال چې دا هم وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د کابل په لوېدیځ کې د داعش وسله‌والې ډلې په یوه انتحاري حمله کې خپله او یو همکار یې سخت ټپیان شوي، انتقاد کوي چې چا يې پوښتنه نه‌ده کړې.

ده هم د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هغه مهال ما یو ټلوېزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه، د کابل په لوېدیځ کې په یو برید کې زه او زما کمره‌مېن همکار ټپیان شوو، که څه هم هغه مهال د خبریالانو ګڼو د ملاتړ بنسټونو فعالیتونه کول، هيچا زموږ پوښتنه ونه‌کړه، حتا زموږ په اړه یوه خبرپاڼه هم چا خپره نه‌کړه، دا حال همداسې دوام لري، خبریالان هغه مهال او اوس هم بندي، ټپیان، شکنجه او وهل ډبول کېږي."

په دې اړه نور: د ژونديو موجوداتو پر انځورونو بنديزونه؛ طالب مشران يې په دوو برخو وېشلي

دا خبریال دا ادعا هم کوي چې، د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ځمکې د غصب یوې قضیې په اړه د راپور لپاره د پارلمان یو وکیل چې په خبره یې یاده قضیه کې یې لاس درلود، وهل ډبول شوی او د راپور د خپرېدو مخه یې ورنیولې ده.

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي ورور مجتبی محمدی وایي، د ورور له وژلو کېدو یې څلور کاله تېر شول، خو لا یې هم کورنۍ ته عدالت نه‌دی تامین شوی.

مجتبی چې له خپل ورور الیاس داعي سره په همدې پېښه کې سخت ټپي شوی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "هغه مهال (حکومت) یو کس نیولی او ویل یې چې د داعي قاتل دی، دوی صرف مطبوعات او موږ چوپ کولو، خو زموږ سوال دا دی که رښتیا هغه کس و، نو ولې دا قضیه همداسې پاتې شوه او هغه سړی څه شو؟ موږ ته تر نن پورې د داعي د قاتلینو په اړه هيچا دقیق معلومات نه‌دي راکړي."

الیاس داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

هغه پېښه چې چا یې مسوولیت پرغاړه وانه‌خیست.

خو د افغانستان د خبریالانو سازمان مسوول حامد عبیدي وایي، افغانستان د تېر په پرتله اوس د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو "خطرناک" هېواد دی چې، هيڅوک د طالبانو د حکومت له‌خوا پر خبریالانو د ده په ټکو د ظلمونو او جرمونه پوښتنه او مخنیوی نه‌شي کولای.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "له جمهوریت وروسته کله چې طالبان واکمن شول، له بده‌مرغه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې، ان تر دې چې طالبان پرته له کوم دلیل او حقوقي چوکاټه خبریالان نیسي، شکنجه کوي يې، ځوروي يې او له بده‌مرغه تر اوسه یې په یوه قضیه کې هم عدالت تامین شوی نه‌دی."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو ادعاو او انتقادونو په اړه تازه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د کار دوام ته ژمن دي.

مزار شريف کې پر خبريالانو د بريد يوه صحنه

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته له درې کلونو په زیاته موده کې ډېری خبریالان نیولي او بندیان کړي یې دي، چې ځيني یې بېرته خوشې شوي او ځيني یې لا هم دوی سره په زندان کې دي.

ویل کېږي چې په غزني کې د خوشحال راډیو مسوول حکمت ارین او د افغان غږ خبریال مهدي انصاري اوس هم طالبانو سره بندیان دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ادعا کړې وه، چې ډېری خبریالان د دوی د کار له امله نه، بلکې د شخصي مواردو له امله نیول شوي، هغه څه چې خبریالان او د رسنیو مسوولین یې ردوي.

که څه هم په‌دې اړه دقیق ارقام نه‌شته چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته څومره کسان نیولي او بندیان کړي، خو د ملګروملتونو په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۲مه خپور شوی راغلي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې دې سازمان ۸۰۰ غیرقانوني وژنې او خپل‌سري نیونې، ۱۴۴ د شکنجې او بد چلند موارد، ۲۱۸ غیر قانوني وژنې او د پخواني دولت د ۱۴ کارکوونکو او امنیتي پرسونل د ورکېدو موارد ثبت کړي دي.

په دې اړه نور: د طالبانو د واکمنۍ درېيم کال؛ پر مدني فعالانو او خبریالانو د طالبانو په زندانونو کې څه تېر شوي؟

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۳ کال کې د دوو فرانسوي ژورنالېستانو د وژل کېدو په غبرګون کې د خپلې عمومي اسامبلې په پرېکړه‌لیک کې د نوامبر دوهمه د خبریالانو پر وړاندې جرمونو ته د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

دغه سازمان په خپل یاد پرېکړه‌لیک کې له غړو هېوادونو غوښتي چې د دغه معافیت پر وړاندې مبارزه وکړي او د دې پرېکړه‌لیک غړي هېوادونه باید د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، حساب ورکونې، د جرمونو عاملین د عدالت منګولو ته د سپارلو او د قربانیانو د درملنې د ډاډمن او امن ځای ته د انتقال لپاره هڅې وکړي.