د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

ځینې خبریالان: طالبانو په لغمان او ننګرهار کې د تصویر او فلم په اخیستلو بندیز لګولی


ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور

د افغانستان په ختیځ لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یو شمېر خبریالان وايي، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د سرپرست وزیر په غونډه کې خبریالانو ته د تصویر او فلم اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو د حکومت له‌خوا د فلم او تصویر اخیستو د محدودیتونو په دوام، تازه د طالبانو حکومت په ختیځ لغمان او ننګرهار کې هم د انځور او فلم په اخیستلو بندیز لګولی دی.

پرون دوشنبه په لغمان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د سرپرست وزیر خالد حنفي له غونډې وړاندې د ولایت د ویاند له لوري خبریالانو ته په استولي شوي غږیز پیغام کې ویل شوي چې غونډې ته د خبر جوړولو لپاره یوازې ځان سره غږ ثبتونکې الې راوړلی شئ.

د ولایت د ویاند عبدالمالک نیازي دا غږیز کلیپ له ازادي راډيو سره شریک شوی چې په کې ویل شوي: "د امر بالمعروف وزیر صیب راغلی دی، اته بجې له ولسونو او مسوولینو سره ناسته لري، البته خبریالان ملګري دي کمرې ځان سره نه راوړي، یوازې د اډیو د ثبت اجازه لري."

په لغمان کې یو شمېر خبریالانو ازادي راډيو ته وویل چې له دې ناستې یې یوازې غږیز راپورونه برابر کړي دي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف سرپرست وزیر خالد حنفي له دې وړاندې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په ننګرهار کې و.

په ننګرهار کې یو خبریال د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته هم د ولایتي ادارې له لوري په غونډه کې د تصویر او فلم اجازه ورنه‌کړل شوه.

د ننګرهار یو خبریال وايي: موږ د ویډيو او تصویر اخیستلو اجازه رانه‌کړل شوه، دلته تلوېزیوني خبریالان وو، د هغوی راپورونه نیمګړي شول، د چاپي رسنیو لپاره چې انځور اخیستل ورته اړین دی، د هغوی راپورونه نیمګړي شول.

هغه وویل: "هېڅ یو خبریال حق نه لري چې ځان سره کمره غونډې ته راوړي، ویل یې چې د ژوندیو موجوداتو انځور اخیستل او ویډیو کول ګناه لري، موږ د ویډيو او تصویر اخیستلو اجازه رانه‌کړل شوه، دلته تلوېزیوني خبریالان وو، د هغوی راپورونه نیمګړي شول، د چاپي رسنیو لپاره چې انځور اخیستل ورته اړین دی، د هغوی راپورونه نیمګړي شول، دا ډېره سخته ده، ځکه کمره له خبریال سره اړینه ده دا د خبریالۍ سره تړلي وسایل دي."

د ننګرهار خبریالان وايي، پر تصویر او فلم اخیستلو بندیز د دوی ژورنالستیک کارونه زیانمنوي او دا په دې مانا ده چې دوی باید د خبریالۍ دندې پرېږدي.

داسې مهال چې د طالبانو حکومت وړاندې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د رسنیو حقونو ته ژمن دي، خو خبریالان په ټینګار سره وايي، تصویر او ویډيو د ژورنالیزم مهمه برخه جوړوي او دا چې پرې بندیز مستندو او کره اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودلو هڅه ده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت او یو شمېر نورو ادارو له دې وړاندې د خوست، کندهار، تخار او پکتیا په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د رسنیو له لوري په دولتي ناستو او غونډو کې د تصویر او فلم پر اخیستلو او خپرولو بندیزونه لګولي دي.

د طآلبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عن‌‌المنکر په نوم خپل نوی قانون اعلان کړ او د دې قانون د ۱۷مې ماده کې په درېیم بند کې د ذیروح (ساه لرونکو) موجوداتو د تصویرونو پر اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزارت
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزارت

نږدې یوه اوونۍ مخکې بیا د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر له "اې‌ایف‌پي" سره په خبرو کې ویلي وو چې په افغانستان کې به د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو او فلم جوړولو بندیز په تدریجي ډول پلی شي، هغه خبره چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونو یې هم راوپارول.

د ځینو سرچینو له قوله داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د طالبانو حکومت غواړي د دوی تر واک لاندې ملي تلوېزیون په شریعت غږ راډيو بدل کړي چې یوازې به غږیزې خپرونې ولري، خو په دې اړه د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG