د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

تخار کې هم د ژوندیو موجوداتو پر فلم او تصویر اخیستلو بندیز ولګېد؛ ځینو بنسټونو پرې اندېښنه وښوده


ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه
ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا "سي‌پي‌‌جی" په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر رسنیو د ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر خپرولو پر بندیز اندېښنه ښودلې ده.

"سي‌پي‌‌جی" د افغانستان په تخار ولایت کې د طالبانو د حکومت له لوري پر رسنیو د ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر اخیستو بندیز د اندېښنې وړ بللي دي.

دغې کمېټې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۸مه په تخار ولایت کې د طالبانو د حکومت له لوري پر رسنیو د ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر اخیستو په اړه خپور کړي بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د چټک شاتګ ننداره دې پای ته ورسوي.

ارشیف: په افغانستان کې یوه خبریاله د خپرونې د وړاندې کولو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یوه خبریاله د خپرونې د وړاندې کولو پر مهال

په بیان کې د "سي‌پي‌‌جی" د پروګرامونو مدیر کارلوس ماتینز دلاسرنا په حواله راغلي، په تخار کې په تلوېزیونونو، فلم او عکس اخیستو پر وړاندې د طالبانو وروستي بندیزونه باید هر هغه څوک اندېښمن کړي چې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ازادیو ته اهمیت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویلي چې دوی به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر خپرول بند کړي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته تایید کړې وه چې دوی په تخار، میدان وردګو او کندهار ولایتونو کې رسنیو ته سپارښتنه کړې چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف په نوم نوي قانون کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر او فلم خپرول، ساتل او اخیستل "غیراسلامي" بللي دي.

د یادونې ده چې تر تخار، میدان وردګو او کندهار وروسته په ننګرهار، لعمان، خوست، هلمند، پکتیا، بادغیس او غور ولایتونو کې هم خبریالانو او رسنیو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې طالبانو پرې د فلم او تصویر اخیستو بندیزونه لګولي دي.

خو ځینې خبریالان او د رسنیو مسوولانو ورځ بلې ته د محدودیتونو د زیاتېدو شکایت کوي او وایي چې دوی به په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت د دوی په ټکو دغو "افراطي" پرېکړو ته تسلیم نه شي.

یو خبریال وايي: دا داسې پرېکړه نه ده چې تلپاتې او ټولنې ته د منلو وي، ځکه تصویري رسنۍ اوس د خلکو د ژوند یوه برخه ده او خلک دا خلا نه شي زغملی، اخر کې به طالبان خپله مجبوره شي چې له خپلې دې پرېکړې په شا شي.

د افغانستان په مرکزي حوزه کې یو فوټو ژورنالیست او خبریال د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې د نوم نه خپرولو او د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "ښایي طالبان د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دا پرېکړه عملي کړي، خو دا داسې پرېکړه نه ده چې تلپاتې او ټولنې ته د منلو وي، ځکه تصویري رسنۍ اوس د خلکو د ژوند یوه برخه ده او خلک دا خلا نه شي زغملی، اخر کې به طالبان خپله مجبوره شي چې له خپلې دې پرېکړې په شا شي."

په کابل کې د یوې رسنۍ مسوول هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل د ده او رسنۍ نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط وویل چې له دغو محدودیتونو ستړي شوي او له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه دغه ډول محدودیتونه لا زیاتېږي، بلکل دغه حالت د زغملو له دایرې وتلی دی. له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې د خبریالانو غږ دې واوري او پر طالبانو دې فشار راوړي چې خبریالان په سمه توګه خپل کار وکړای شي."

په کابل کې د دوو رسنیو مسوولانو د موضوع د حساسیت له امله د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د تېرې اوونۍ د سې‌شنبه په ورځ کندهار ته تللي وو او هلته یې د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره د تصویري رسنیو د بندیز د "اوازو" په اړه غږېدلي چې د دوی په خبره مجاهد دا موضوع رد کړې ده.

تازه مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو پرون یې ازادي راډیو ته د رسنیو له مسوولانو سره د لیدنې موضوع رد کړې وه.

خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړي چارواکي ازادي راډیو ته وویل، د رسنیو دغه مشران "انار مېله" کې د ګډون په هدف هلته ورغلي او بیا یې ذبیح‌‌الله مجاهد سره د رسنیو د ستونزو پر سر خبرې کړې دي.

دغه سرچینه وایي، کندهار کې د طالبانو د حکومت د چارواکو له‌خوا ورته ویل شوي چې، نه یوازې د تصویري رسنیو د تړولو خبره سمه نه‌ده بلکې ډاډ ورکړل شوی چې، په ځینو ولایتونو کې تصویري رسنیو ته رامنځته شوې ستونزې حل کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو شاوخوا څلور ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو چارواکي ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی تر اوسه د رسنیو له‌خوا د بشپړ تصویر او فلم بندولو پلان نه لري او یوازې هڅه کوي د حیواناتو، مجسمو تصویرونه او د انسان نقاشیو مخنیوی وشي.

ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

خو د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته، پر ازادو رسنیو بېلابېل محدودیتونه لګولي او آن د یو شمېر رسنیو د کارکوونکو او مسوولانو په خبره دوی یې سانسور ته اړ ایستي دي.

دوی په دې موده کې د دغو محدودیتونو په بهیر کې په رسنیو کې د موسیقۍ او تلوېزیوني سریالونو او په ژوندۍ بڼه د سیاسي بحثونو خپرولو بندیز لګولی، د ښځینه کارکوونکو لپاره یې د ماسک اغوستل جبري کړي، په ولایتونو کې یې په راډيی خپرونو کې د نجونو او ښځینه وو اړیکې اخیستل هم بند کړي او آن ځینې رسنۍ یې په بشپړه توګه بندې کړې هم دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG