په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، تر اوسه یې د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی د ادعا لهمخې د دوی د ايډیالوژۍ، عقیدې، د اسلام او افغانیت ضد و.
دغه وزارت ویلي چې، عملاً د دې کتابونو د راټولولو په هدف یې ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي دي.
تازه د دې وزارت پر ايکسپاڼه د اطلاعاتو او فرهنګ د نشرانو د سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل یو ویډیو پیغام خپور شوی چې هغه پهکې وايي: "د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دا قاطع تصمیم دی چې ان شاءالله د پردیو افکارو، د اسلام او افغانیت ضد افکارو یا زموږ او ستاسواساسات او ملي وحدت دی، ورورګلوي ده، د نظام پایښت دی، د دې په مقابل کې چې هر څه دي موږ یې مخه نیسو، پهدې برخه کې تر دا اوسه موږ شاوخوا ۴۰۰ کتابونه ثبت کړي چې هغه زموږ او ستاسې د عقیدې (ضد) او هر برخه کې خامخا ستونزه لري."
"د فکري او علمي منابعو بندول به ځوان نسل له نړیوالوعلمي او فرهنګي تجربو څخه بېبرخې کړي، چې په اوږدمهال کې به یې د افغان ټولنې اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ زیانمن کړي."د کابل يو اوسېدونکی
د یاد وزارت دغه چارواکی وایي، دوی به راتلونکي کې د دغو کتابونو لېست له رسنیو او خپرونکو سره شریک کړي او دغه راز په خبره یې دا بهیر به ژر ولایتونو ته هم وغځوي.
ښاغلی حقمل وایي، دوی به راټولېدونکو کتابونو پر ځای نوي چاپ شوي کتابونه خپرونکو ته ووېشي.
خو د ځینو خپرندویه ټولنو مسوولین چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ او خپرولو تجربې لري وایي، تر اوسه یې داسې څه نهدي خپاره کړي چې د اسلامي او ملي ارښتونو خلاف وي.
په کابل کې د یوې خپرندویه ټولنې یو مسوول د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل، د ځینو کتابونو په چاپ او خپرېدو بندیز به د کتابونو د مطالعې برخه چې وار لهمخه زیانمنه شوې، نوره هم زیانمنه کړي.
هغه وايي: "په ټوله کې دا اقدام به هغو کسانو ته چې د کتابونو د همدغه محتواو له مطالعې سره عادت دي یا په لیرې پرتو سیمو کې زموږ د محروم قشر چې له همدې کتابونو يې ښه استفاده کولای شوه، زیان رسېدلی او نور به هم ورسېږي."
دی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت به تر ډېره د تېر جمهوري حکومت پر مهال پر لیکل شويو دیني، سیاسي، تاریخي او د افغان شخصیتونو او دغه راز د ګاونډیو هېوادونو د سیاستونو په اړه پر لیکل شویو اثارو بندیزونه ولګوي.
"د کتابونو ټولول او بندول به د حللاره نهوي، په ټولنو کې ښه او بد کتابونه ويد خوست يو اوسېدونکی
په همدې حال کې یوشمېر لوستي ځوانان او د پوهنتون محصلان وايي، دا ډول بندیزونه افغان ټولنه د نړۍ له بدلونونو، پرمختګونو لیرې ساتي.
د کابل او خوست دوه اوسېدونکو چې د کتابونو له مطالعې سره مینه لري، د نومونو د نه خپرېدو او غږونو بدلېدو په شرط ازادي راډيو سره پهدې اړه خپل نظرونه شريک کړي.
د کابل اوسېدونکي وويل: "د فکري او علمي منابعو بندول به ځوان نسل له نړیوالوعلمي او فرهنګي تجربو څخه بېبرخې کړي، چې په اوږدمهال کې به یې د افغان ټولنې اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ زیانمن کړي."
دغهراز د خوست اوسېدونکی وايي: "د کتابونو ټولول او بندول به د حللاره نهوي، په ټولنو کې ښه او بد کتابونه وي، هر څوک یې له خپل انده لیکي، ښه خبره دا ده چې باید په فکري لحاظ کار وشي، که دا ډول کتابونه هم وي نو دوی ( طالبان) دې تر هغه لا ښه او لوړ کتابونه چاپ او ټولنې ته وړاندې کړي."
په دې اړه نور: ننګرهار کې د کتاب پلورنې سوړ بازار؛ خديجه: د نجونو پر زدهکړو بنديز له لوست سره علاقه کمه کړېدا پهداسې حال کې ده چې تېر لمریز کال کې یوشمېر کتابپلورونکو او خپرونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې، د طالبانو حکومت ترې بېلابېل ډوله نږدې پنځوس زره ټوکه کتابونه ټول کړي او په بدل کې یې هیڅ نهدي ورکړي.
هغه مهال ازادي راډيو د ۷۸عنوانه پښتو او درې کتابونو یو لېست هم ترلاسه کړی و، چې د کتابپلورنځیو د ادعا لهمخې د طالبانو حکومت ورته سپارلی او ورته د دغه کتابونو د نه پلور امر پهکې شوی و.
په دغه لېست کې تر ډېره د سیاسي او تاریخي کتابونو نومونه شامل وو او داسې کتابونه هم پهکې وو چې د پخوانیو افغان شخصتیونو او دغه راز د پاکستان د کورني سیاست په اړه لیکل شوي وو.