د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

انټرنټ د کتاب چاپولو او پلورلو بازار ډېر اغېزمن کړى


په ښارونو کې نن سبا د کتابونو تر دوکانونو د وسلو دوکانونه زيات ليدل کېږي او په کتاب‎پلورنځيو کې ډېر لږ داسې ليدل کېږي چې ځوانان دې په‎کې په کتابونو پسې ګرځي او د مطالعې لپاره دې د خپل ذوق کتابونه اخلي، د دې يو سبب د انټرنټ په وسيله چټک پرمختګ او په ټولنيزو رسنيو کې د ځوانانو بوختېدل دي چې د ليکوالو په وينا د کتاب لوستلو فرهنګ ته‌يې هم ډېره صدمه ورسوله.

د کوټې په کاسي سړک کې د افغانانو شااوخوا ۳۰ کتاب‎پلورنځي دي، خو دوى هم نن سبا د کتاب پلورلو له ساړه بازاره سر ټکوي، د صحاف کتاب‎پلورنځي چلوونکى نسيم افغان وايي، پخوا یې کندهار ته هم هره مياشت زيات شمېر کتابونه لېږل او په کوټه کې هم ډېر خلک کتاب اخيستلو ته ورتلل، خو اوس کله-کله په اوونۍ کې يو کتاب هم نه‌پلوري.

نوموړی وايي:

"کتابونو مو اوس لکه نندارې ته چې پراته دي، د پخوا غوندې نه اخيستونکي، لوستونکي او نه‌يې خوښوونکي شته، سبب‌يې دا جديد دور او نوې ټکنالوژي ده کېداى شي د انټرنټ له وجې يې څه فرق کړى وي، خو له هغه پرته هم د کتاب لوستلو شوق مخ پر ختمېدو دى، پخوا چې به يو کتاب زر (١٠٠٠) يا ۱۲۰۰ ټوکه چاپ شو په کال کې به خرڅ شو، خو له بده مرغه اوس درې کاله مخکې مو چې کوم کتاب زر ټوکه چاپ کړي درې سوه نه‌دى خرڅ شوي."

د کوټې پر جناح سړک په ريګل پلازه کې څو کاله مخکې شاعر او ژباړونکي نعيم ازاد د کتابونو دوکان پرانيست، خو دوه کاله وروسته‌يې بېرته د کتاب د ساړه بازار له امله ختم کړ، مګر اوس هغه دوکان ته مخامخ ځوان شاعر بازخان الميار بيا تازه د کتابونو دوکان پرانيستى دى، له ښاغلي المياره مې وپوښتل چې په انټرنټ کې د وړيا کتاب موندلو د چاپي کتاب پر خرڅلاو څه اثر شته که نه؟

نوموړي وویل:

"اثر يې ضرور پر شته، ځکه چې دلته خلک مالي ستونزې لري نو بيا د انټرنټ کتابونه لولي، ډېر خلک په کور کې د کتابونو ښولو ځاى نه‎لري، ډېر خلک ځکه هم د نټ کتابونه لولي چې که پر هوټل يا بل ځاى ناست وي موبايل راوکاږي او خپله مطالعه په‎کې کوي، په دې وجه به‌يې د کتاب پر خرڅلاو ۳۰-۴۰ فيصده اثر وي، خو نور چې د کتاب د خرڅلاو خبره ده دوکان چلېږي، خو چې کتاب بايد په کومه پيمانه خرڅ شي هغسې خو نه‌دى او نه زموږ په خلکو کې د کتاب دومره مينه شته چې سړى له دې دوکانه د زياتې ګټې توقع ولري. دلته موږ ډېر ښه کتابونه راوړو خو په ډېر وخت نه‌خرڅېږي، د هغه سبب دا نه‌دى چې خلک ښه کتابونه نه‌خوښوي، بلکې خلک د کتابونو دوکانونو ته کم ځي."

د بازخان الميار په دوکان کې يو ځوان اصف پتيال چې په کتابونو پسې راغلى وايي سره له دې چې انټرنټ کاروي او په فېس‌بوک کې هم فعاليت کوي، خو د ده پر کتاب لوستلو يې هېڅ اغېز نه‎دى کړى او اوس هم په ډېره مينه له خپل توان سره سم کتابونه اخلي او لولي يې.

نوموړی وايي:

"زما له فلسفې سره ډېر شوق دى او د فلسفې کتابونه لوستل غواړم، له دې دوکانه مې هم يو-دوه کتابونه اخيستي دي، په کور کې هم د فلسفې په اړه کتابونه راسره شته لولم‌يې او خورا ډېر خوند يې راکړى دى چې يو ځل کتاب راواخلې بيا مې زړه نه‌غواړي چې کې يې ږدم. زه په انټرنټ کې ډېر کم کتابونه لولم، زه چاپ کتابونه لولم، ځکه زه د انټرنټ زياته اسانتيا نه‎لرم چې پسې وګرځم او موبايل اکثر چارج هم نه‎لري، خو کتاب سړى هر وخت او هر ځاى لوستلى شي."

د کتابونو د ساړه بازار يو علت دا هم ګڼل کېږي چې وايي، اکثر کتابونه ګران وي او د کتاب مينه‎وال چې د اکثرو اقتصادي حالت کمزورى وي دغه کتابونه نه‎شي اخيستلى، دې ته په پام د پاکستان په اکثرو ښارونو کې له ډېره وخت دا دود اوسېدلى چې کتابونو د لويو سړکونو پر پياده لاره هم خرڅلاو ته پراته وي او په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم وي چې خلکو لوستي وي او بيا يې بېرته پر دغو پياده کتاب‎پلورونکو باندې خرڅ کړي وي، ځکه نو تر دوکانونو ډېر ارزانه وي.

د کوټې پر جناح سړک د ساينس کالج مخ ته پر پياده لاره باندې ناست عبدالله هم يو له همدغو پياده کتاب پلورونکو څخه دى، له ده مې وپوښتل چې ولې پر پياده لاره کتابونه خرڅوي.

نوموړی وايي:

"د غريبۍ له کبله پر دړه کتابونه خرڅوم، څه تاوان هم نه‎لري کتابونه خرڅول خو ښه کار دى، خلک راځي او په شوق کتابونه اخلي، په دوکان کې چې کوم کتاب په ۵۰۰ وي، موږ په نيمه بيه ورکوو، خو موبايل او انټرنټ خلک له کتابه يو څه لیرې کړي دي، د کتاب لوستلو شوق په‌کې کمېږي."

شاعر او کتاب‎پلورونکى بازخان الميار وايي، د کتاب چې کوم پاخه مينه‎وال دي هغوى له توان سره سم اوس هم کتابونه اخلي، خصوصاً هغه څوک چې څېړنه او نقد کوي، هغوى ضرور چاپي کتاب اخلي چې د خپلې خوښې يا اعتراض ځاى په‎کې په نخښه کړي او په راتلونکي وخت کې په‎ خپله څېړنه يا تبصره کې کار ځینې واخلي.

ښاغلی الميار زیاتوي:

"تر کومه چې ماته اندازه راکوي او زه‌يې وينم يا چې ما په انټرنټ کې کوم کتابونه لوستي دي هغه که ما په چاپي بڼه موندلي دي نو اخيستي مې دي، ځکه د انټرنټ کتاب له تا سره تل موجود هم نه‎وي او داسې کار هم نه‌شې ځینې اخيستلى چې کاغذ په‎کې کېږدې او يا کرښې ورته وباسې د مقصد ځايونه په‎کې په نخښه کړې، خو څوک چې د کتابتون شوق لري هغوى اوس هم کتاب اخلي او په هغه اندازه‌يې اخلي څومره چې ۱۰-۱۲ کاله مخکې اخيستل."

د کتاب پلورنې ساړه بازار د کتاب خپروونکي هم زړه ماتي کړي او تر ډېره‌يې دې کار ته شا کړې ده، ځکه چې وايي، کتابونه اوس هسې په ګودامونو کې د وَينو خوراک شي او خرڅېږي نه، نو هسې يې پر چاپولو پيسې ولې مصرف کړي.

د صحاف نشراتي مؤسسې د مشر حمدالله صحاف ورور ناشر سميع‌الله صحاف وايي، د خلکو د کتابونو تاخچې ورځ په ورځ له کتابونو تشېږي او دا ډېره لويه غميزه ده.

دی زیاتوي:

"انټرنټ پر کتاب ډېر اثر کړى، مخکې خلکو له کتابه سره ډېره مينه لرله، مخکې د کتابونو خصوصاً د پښتو کتابونو بازار ډېر ښه وو، افغانستان ته به مو لېږل، دلته خلکو اخيستل، خو اوس د انټرنټ عامېدلو زما په نظر پر کتاب اخيستلو ۵۰ فيصده اثر کړى دى، خو د کتاب لوستل خپل يو خوند لري او په کور کې چې کتاب پروت وي هر څوک ماشوم، ښځه او نارينه‌يې مطالعې ته وراخلي دا ډېر ښه خوند کوي."

په افغانستان او پښتونخوا کې د کتابونو د چاپ حقوق تر پښو لاندې کول هم د کتاب پلورنې بازار ته لوى خنډ جوړ کړى، ځکه چې اکثر پښتانه ځوانان د خپرندويانو له اجازې پرته په پرله‌پسې توګه بېلابېل ادبي او علمي کتابونه د فېس‌بوک انلاين کتابتونونو ته پورته کوي او خلک‌يې په وړيا توګه خپلو کمپيوټرونو ته ښکته کوي او مطالعه کوي يې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:13 0:00

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG