د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

په کابل کې د ثبت شویو کتابونو له اورېدو سره د ځوانان لېوالتیا ډېره شوې


په دې وروستیو کې د افغان ځوانانو لېوالتیا د هغو کتابونو د اورېدو لپاره چې په سي ډي ګانو کې په غږیز ډول موجود دي، ډېره شوې ده.

د دغو ځوانانو له ډلې یو هم رضا ساحل دی چې وايي، که ورزش کوي یا موټر چلوي، اکثره په غږ کې ثبت شوې کیسې یا شعرونه د انټرنټ یا سي ډي په ذرېعه اوري.

ده وویل: لومړۍ بېلګه چې ما واورېده، په دې فکر کې شوم چې موږ اضافي وخت لرو، مثلاً کله چې کور ته ځو، ورزش کوو او یا مسافرت کوو، باید صوتي کتابونو ته غوږ شو او ځانونه بوخت کړو، له هغې راهیسې چې زه صوتي کتابونه اورم، اطلاعات مې ډېر شوي او د کیسې د لیکنې بڼه او ارایه مې ښه زده کړې ده.

ساحل وايي، له درې کلونو راهیسې همداسې کوي او د کورنۍ غړي هم هڅوي چې په اوزګار وخت کې دغه کتابونه واوري.

پر ساحل سر بېره د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي هم په دې ډول د ښوونیزو مطالبو اورېدو ته لېوال شوي دي.

حیمدالله چې د کابل ښار د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکی دی، وايي چې له یوه کاله راهیسې په ورځ کې یو ساعت د سي ډي له لارې ښوونیز کتابونه اوري.

ده زیاته کړه: کله چې اوزګار یم، د سي ډي له لارې غږیز کتابونه اورم، د ښوونیزو مطالبو اورېدل زموږ د پوهې کچه لوړوي.

حمیدالله له خپلو همزولو هم غواړي چې خپل وخت ضایع نه کړي او د کتابونو له ثبت شوې غږیزې بڼې موثره استفاده وکړي.

دغه ځوانان وايي، د دغو کتابونو اکثره چې په سې ډي ګانو کې دي، د کمپیوټري پروګرامونو له پلورنځیو یې ترلاسه کوي او یا یې د انټرنټ له لارې اوري.

د نارنج سافټ ویر د پلورنځي مسؤل رحمن ازادي راډیو ته وویل، د کتابونو اکثره غږیزې سې ډي ګانې له ایرانه راځي.

ده وویل: دلته بېلابېلې سي ډي ګانې دي، لکه کیسه، شعر، انجنیري، ګرافیکي، درسي او د ماشومانو د زده کړې، اته کاله کېږي چې دغه پلورنځی لرم، په وروستیو دوو کلونو کې د صوتي کتابونو لپاره د مراجعینو شمېر ډېر شوی دی.

رحمان وايي، د ده اکثره مینه وال د ښوونځیو زده کوونکي او ځوانان دي.

د ګهواره ی کتاب د بنسټ رئيس ذبیح مهدي وايي، دوی د کتابونو غږیزه بڼه جوړه کړې او د ویبپاڼې له لارې یې خپروي.

وموغوښتل چې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم ولرو، خو هڅو مو نتیجه ورنه کړه.

XS
SM
MD
LG