د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

خوستي ځوانان د فکر جوړونې لپاره پر خلکو کتابونه ویشي


خوست کې د کتابونو د راټولولو لړۍ روانه ده.
خوست کې د کتابونو د راټولولو لړۍ روانه ده.

په خوست کې د فکر جوړونې په نوم یو شمېر ځوانان له خلکو اظافي کتابونه راټولوي او د دې لپاره چې په ولس کې کتاب لوستنه دود شي، په خلکو يې په وړیا توګه ویشي.

خوستي روڼ اندي دا نوښت ستايي او وايي، په افغاني ټولنه کې د شته ستونزو د هوارولو یو ښه او اغېزمنه لاره همدا ده چې خلک کتاب ولولي.

دوی د کتاب مینه وال هڅوي چې کتاب له مطالعې وروسته نورو خلکو ته ډالۍ کړي.

په خوست کې له دوو کلونو راهیسې د فکر جوړونې په نوم یو شمېر ځوانان له خلکو کتابونه راټولوي او وروسته يې په نورو ویشي او یا د خلکو په ګڼ مېشتو سیمو کې واړه کتابتونه جوړوي.

دوی وايي، له دې کاره يې موخه دا ده چې افغانانو ته دا فکر ورکړي چې د ټولنې د پرمختګ او د خلکو د هوساینې یوازینۍ لاره دا ده چې خلک يې په علم سمبال شي.

بلال محمد وايي، له روڼ اندو او دوستانو يې ۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي.
بلال محمد وايي، له روڼ اندو او دوستانو يې ۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي.

د یاد بنسټ مشر نقیب الله ځلاند ازادي راډیو ته وايي، د ولس د فکر جوړولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې هغوی ته کتابونه ورکړل شي او کتاب لوستنې ته وهڅول شي: "تقریباً دوه کاله کېږي چې په خوست کې مو د فکر جوړونې په نوم یوه مبارزه پیل کړې، هدف مو دغه دی چې د خلکو فکرونه جوړ شي او د فکر جوړولو یوازینۍ لاره کتاب دی، باید خلکو ته کتابونه ورکړل شي، څو خلک مطالعه وکړي او فکرونه يې جوړ شي. "

د فکر جوړولو د بنسټ یو بل غړی بلال محمد وايي، له روڼ اندو او دوستانو يې ۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي وو، د خوست ښار پر عدالت څلور لاري کې يې کېښودل، خلک راتلل او د خپل ذوق برابر کتابونه يې له ځانونو سره یووړل.

د کتاب یو مینه وال صبغت الله امین زوی د کتاب په ګټو، ارزښت او اغېزو خبرې وکړې: "پوهان وايي، هغه ټولنه به ډېره ارزښتناکه او هوسا ټولنه وي چې د وګړو ورځنۍ کاروبار يې د کتاب لوستل شي، نو موږ دې نتیجې ته رسېږو چې کتاب لوستنه ډېره مهمه ده، له ټولو هېوادوالو مو دا هیله ده چې دوی د کتاب ولولي، دې سره مو فکر پراخېږي او زموږ په ټولنه کې به موجوده ستونزې له منځه ولاړې شوې وي. "

نظام الدین ضیاء د هغو ځوانانو له ډلې څخه دی چې فکري بنسټ د غړو له خوا ورته کتاب ډالۍ شوی دی.

نوموړی وايي، دا کتاب لولي او له لوستلو وروسته به يې د دې بنسټ په شان یو بل کس ته د مطالعې لپاره ډالۍ کړي: "د فکر جوړولو له بنسټه زیات منندوی یم چې دا نوښت يې کړی، له خلکو يې کتابونه راټول کړي او موږته يې ډالۍ کړل، ما هم له دې بهیره یو کتاب ترلاسه کړ، نو دا کتاب به ولولم او وروسته به يې یو بل چا ته ډالۍ کړم. "

په خوست کې د پوهنتون، د لوړو زده کړو د څلور موسسو او یو شمېر فرهنګي بنسټونو فعالیتونه د دې لامل شوي چې په ځانګړي ډول د ځوان کهول یوه برخه کتاب لوستنې ته مخه کړي.

په خوست کې چې پخوا د ګوتو په شمار کتاب پلورنځي وو، اوس د یو لوی کتاب بازار په خوا کې په ښار او ولسوالیو کې ګڼ کتاب پلورنځي او کتابتونونه شته چې مینه وال ورڅخه د خپلې خوښې وړ کتابونه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG