د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

کونړ کې ولې د کتاب پېرل او لوستل کم شوي؟


آرشیف: په افغانستان کې يو کتاب پلورنځى
آرشیف: په افغانستان کې يو کتاب پلورنځى

په کونړ کې کتاب پلورونکي وايي، په هېواد کې راغلي سیاسي بدلون او د نجونو ښونځیو بندېدو سره يې کاروبار کمزوری شوی دی.

پنځه ویشت کلن جاوید د شهیدانو چوک کې کتاب پلورنځی لري.

هغه وايي، پخوا يې بازار ګرم و او د مطالعې مينه والو به کتابونه او د ښونځیو زده کوونکو به د خپلې وړتیا وړ شیان اخيستل خو اوس يې د کاروبار پخوانى خوند نه شته.

نوموړي وویل: "مخکې د کتاب اخيستونکي ډېر زیات وو، ډېرو يې کتاب او مطالعې سره مینه درلوده، خو اوس د ځوانانو مینه ورسره کمه شوې او کتاب اخيستونکي هم کم شوي دي. ډېری ځوانان د کتاب اخستلو وس نه لري او څوک چې يې د پېرلو توان لري هغوى خپل زیات وخت فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو ته ورکړی دی. زموږ کارو بار ډېر خراب دی."

مصطفی هم په مرکز اسعداباد کې د کتاب پلورنځي مالک دی.

د اسعداباد ښار يوه څنډه
د اسعداباد ښار يوه څنډه

هغه وايي، د نجونو ښونځیو بندېدو او د خلکو اقتصاد کمزوري کېدو سره يې بازار سوړ شوی دی.

مصطفی زیاته کړه:" په دې وخت کې کتابونه زیات نه پلورل کېږي او د مضامینو کاپي کولو ته هم کم کسان ورځي. بلخوا د نجونو ښونځیو بندېدو يې هم کار کمزوری کړی دی. پخوا به خویندو د خپلې مطالعې او درس لپاره کتابونه اخيستل خو د مکتبونو بندېدا سره يې زړونه نا هيلې شوي او کتابونه نه اخلې."

لیکوالان او د نظر خاوندان بیا وايي، په هېواد کې راغلى سیاسي بدلون، فقر، بې روزګاري، ،ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو زیاته بوختیا او نور کارونه د دې سبب شوي چې د کتاب او مطالعې سره يې مينه کمه شي.

محمد شعیب غروال وویل، د نظام سقوط سره ډېرى لوستي کسان د اقتصادي ستونزو له امله خپلې راتلونکې ته نا هیلي شوي او همدې ناهیلۍ يې کتاب او مطالعې سره واټن پیدا کړی.

هغه زیاته کړه: "د خلکو روح او ذهن نا ارامه دی او دې ته نه جوړېږي چې کتاب واخلي او مطالعه يې کړي. بل د اقتصادي فقر له امله څوک په کتاب پيسې نه ورکوي او کتاب نه شي مطالعه کولی. زموږ لوستی قشر چې د خپلې روښانه راتلونکي لپاره يې لېوالتیا او هيلې درلودې هغوى هم نا هیلې شوي دي."

غروال په وینا، نااميدي مرګ دی او ځوانانو ته پکار ده چې د کتاب لوستلو سره خپل شخصیت او ژوند جوړ اوځانونه له ناهیلۍ وژغوري.

غروال وړاندې وویل:" مایوسي مرګ دی او په هېڅ صورت کې باید ځوانان مایوسه نه شي. کتاب او مطالعې سره مينه د انسان شخصیت او ژوند جوړولو لپاره اړین دي. نو باید کتاب او مطالعې سره پاتې شي. که کومه ستونزه او اندېښنه لري هغه هم مطالعې سره له منځه یوسي."

کتاب پلورونکي له حکومت غواړي چې د دوى کارونو د بیا غوړېدا لپاره باید بې دندو شوو کسانو ته دندې پیدا او د نجونو بند ښوونځي دې پرانېزي.

په کونړ کې چارواکي هم مني، چې د بدلون راتلو او د امریکا متحده ایالاتو د حکومت لخوا د افغانستان نږدې لس میلیارده امریکايي ډالرو پانګې ګنګل کولو سره د هېواد په اقتصاد او سوداګریزو چارو سیوری غوړولى خو دوى کوښښ کوي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې حالات به انشاءالله خپل عادي حالت ته راګرځي بلکې له هغه به ښه کېږي. د نجونو چې کوم ښوونځي بند دي پر هغې هم کار روان دی او ډېر ژر به يي درسونه بېرته پیل شي."

په کونړ کې په داسې حال کې کتاب پلورونکي د بازار له کمزورتیا شکایت کوي چې په هېواد کې رامنځته شوي بدلون سره هرې برخې زیان لیدلی او ورسره د فقر او بې روزګارۍ کچه زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG