د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د کونړ زده‌کوونکي وایي په یوه درسي کتاب څو زده‌کوونکي راټول وي


د کونړ د اکثرو ښونځیو زده‌کوونکي شکایت کوي چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د عمراخان لېسې یوه زده‌کوونکي ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم فلک‎ناز ساپی دی، دا یوه میاشت وشوه چې ښوونځی مو پیل شوی دی، موږ ته درې کتابونه راکړل شوي دي او نور نه دي راغلي، د درس په وخت کې یوه کتاب ته ټول راټول شوي یوو چې دا یو مشکل کار دی، موږ سره داسې زده کوونکي هم شته چې بازار کې د کتابونو اخېستلو وس نه‌لري، ډېر غریب او بې وسه دي."

دی وايي، د مضامینو نومونه يې زیات دي؛ خو په ۱۸مضامینو کې یواځې دوه یا درې کتابونه راکړل شوي دي.

دا چې د کونړ په مرکزي لېسو کې زده کوونکي کتابونه نه لري؛ نو د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې به د زده کوونکو څه حال وي؟

د دانګام ولسوالۍ یو اوسیدونکی حاجي نثاراحمد وايي:

"د دانګام په ولسوالۍ کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکو ته کتابونه سم وېشل شوي دي؛ خو له اووم څخه تر دولسم ټولګي زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دي ورکړل شوي چا ته دوه، چا ته درې او چا ته څلور کتابونه ورکړل شوي دي؛ نو په همدې اساس زده کوونکي په سمه توګه درسونه نشي ویلای او ښوونکي هم په سمه توګه درس نشي ورکولای او نه د مهال وېش سره سم خپل درسي بهیر پرمخ بولای شي."

د پېج درې د سندرۍ کلي اوسیدونکي غلام‎علي هم وايي چې بچي يي هره ورځ ښونځي ته ځي؛ خو کتابونه نه لرې او د کتابونو نشتون دی چې زده کوونکي یې په سمه توګه درسونه نشي یادولای او په کانکور کې اکثره ناکام او بې نتیجې وي.

ښاغلی غلام علي وایي:

"په ۱۸ کتابونو کې ورته یا پنځه کتابه رسیدلي وي او یا هم لس ، همدا وجه ده چې شاګردان درسونه په سمه توګه نشي زده کولای او په کانکور کې بیا له ستونزو او ناکامۍ سره مخ وي، زمونږ له دولته دا غوښتنه ده چې باید پدې برخه کې پوره توجه وکړي."

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخونزاده د درسي کتابونو کمی مني او وايي چې دغه ستونزه يې له ښوونې او روزنې وزارت سره شریکه کړې او هغوی هم ورته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به ښونځیو ته کتابونه راولېږي.

نوموړی وايي:

"د لیسې دوره کې موږ د کتابونو ستونزه نلرو ، د لیسې دورې کتابونو مکمل شاګردانو ته رسیدلي دي. په منځنۍ دوره کې په سلو کې شل ستونزه لرو او په لومړنۍ دوره کې په سلو کې دیرش ستونزه موجوده ده. دا ستونزه مو وزارت سره شریکه کړې، هغوی هم راته ویلي چې په نېږدي ورځو کې به هر شاګرد ته کتابونه ورسېږي .کتابونه وزارت پورې تړاو لري. په ولایتونو کې نه چاپېږي."

په کونړ کې نېږدې ۵۰۰ ښونځي شته چې اوس‎مهال په کې شاوخوا دوه لکه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي؛ خو په ښونځیو کې د نورو اسانتیاوو د نه موجودیت سربېره د کتابونو کموالي زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي چې حل کول يې اړین دي.

راپور : روح الله انوري

XS
SM
MD
LG