د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

د کونړ اوسېدونکي: د کتابتون نشتوالي مو علمي څېړنې نیمګړي کړي


حامد: موږ یوې سترې ملي کتابخانې ته اړتیالرو، نه په مرکز کې داسې کتابتون شته او نه هم په ولسوالیو کې.
حامد: موږ یوې سترې ملي کتابخانې ته اړتیالرو، نه په مرکز کې داسې کتابتون شته او نه هم په ولسوالیو کې.

د کونړ اوسیدونکي شکایت کوي چې په ولایت کې يې ستر ملي کتابتون وجود نه لري محصلین او د کتابونو لوستونکي ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولایت دوه اوسېدونکي داسې وايي:

"زما نوم ضیاالرحمن سپین غر دی دلته خو مجهز کتابتون شتون نه لري، محصلین او نور لوستې کسان ستونزو سره مخ دي."

"زما نوم حامد دی موږ یوې سترې ملي کتابخانې ته اړتیالرو، نه په مرکز کې داسې کتابتون شته او نه هم په ولسوالیو کې محصلین د کتابونو پسې جلال اباد ته ځي."

دوی وايي په ننګرهار او نورو ولایتونو کې غټ کتابتونونه موجود دي چې پکې د هرې ژبې او مسلک پورې تړلي ډول ډول کتابونه موجود دي چې هر وخت کوم لوستوال او محصل وغواړي چې مطالعه وکړي نو پکې د خپلې خوښې کتاب پیدا کولی شي.

د کتاب مینه وال له مرکزي دولت غواړي د نورړ ولایتونو په څېر په کونړ کې هم لوی کتابتون جوړ کړي:

"غوښتنه موداده چې په کونړ کې هم یو ستر کتابتون چې په هر ډول عصري وسایلو لکه انترنیټ او کمپیوټر سمبال وي جوړ شي، څو محصلین او متعلمین پکې مطالعه وکړي، د خپلو مونو ګرافونو او سیمینارونو دپاره مواد پیدا کړي".

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس جنت ګل فدا ازادي راډیو ته وویل په ولایت کې دوه دولتي کتابتونونه موجود دي چې یو یي عامه کتابتون او بل هم دښځو لپاره د سید جمال الدین افغان کتابتون دی.

هغه وايي د نورو کتابتونونو او فرهنګي مرکز جوړولو غوښتنه يي وزارت ته رسولې ده:

"د کونړ په ولایت کې له نیکه مرغه چې درې ولسوالۍ منظور شوي دي، په نورګل کې د ارواښاد شمس الهدا شمس صیب په نوم، په خاص کونړ کې د ارواښاد کبیر ستوري صیب په نوم او په ماڼوګې ولسوالۍ کې د ارواښاد شیخ جمیل الرحمن په نوم کتابتونونه جوړ شي، دا به د راتلونکي کال بودجه کې ونیول شي."

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي او اداري چارو معین زردشت شمس په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل، په راتلونکي لمریز کال کې غواړي چې د کونړ په دریو ولسوالیو کې کتابتونونه ورغوي:

"په کونړ کې مو هم دورته پروژو تابیا کړې ده، انشاالله چې د راتلونکې پراختیايي بودجه کې به په یو شمېر پروژو کار وکړو، که څه هم چې اوس به يې جزیات ورکول مناسب نه وي خو بیاهم ویلی شم چې په دریو ولسوالیو کې به کتابتونونه ورغوو."

هغه وایي همدا راز هڅه کوي چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې یو فرهنګي مرکز هم جوړ کړي:

"که چیرته نتیجې ته ورسېدو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وړاندیز وکړ نو یا به په یو فرهنګي مرکز او یاهم دځوانانو مرکز باندې کار وکړو."

خلک وايي پخوا په کونړ کې ډیرو لږو کسانو کتاب او مطالعې سره مینه درلوده خو د پوهنتون او دارالمعلمین جوړېدو سره د کتاب لوستونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG