د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د کونړ په شیګل کې د هندوستان په مرسته له یوه جوړ شوي ښوونځي د خلکو شکایتونه!


د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ملا عالم د منځني ښوونځي یو انځور
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ملا عالم د منځني ښوونځي یو انځور

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ملا عالم منځني ښوونځي ته د هندوستان هېواد له‌خوا د شااوخوا ۲۲ میلیونو افغانیو ودانۍ جوړه شوه، خو خلک ادعا کوي چې ودانۍ په ښه کیفیت نه‌ده جوړه شوې.

د دغه ښوونځي دوه زده‌کوونکې شبانه او فضیله وايي:

"موږ به پخوا د ونو لاندې په سپېرو خاورو کې ناستې وو، که په لاره به واده روان و او یا موټر، نو د زده‌کوونکو پام به د استاد او کتاب پر ځای هغو ته و چې تل به له درس ویلو وتلې وې، تعمیر کې ستونزې شته."

دوی وایي، په ټولګیو کې يې تورتم دی، په باران کې تعمیر څڅېږي، د تعمیر میدان نه‌دی هوار شوی، کنډوکپر دی چې په‌کې په اسانه دوی تګ هم نه‌شي کولای.

د یاد ښوونځي یو ښوونکی احمدالله وايي، د تعمیر په جوړېدو خوښ دی، خو سر له اوسه د تعمیر زیاتې کوټې څڅېږي او نور مشکلات هم لري.

هغه وړاندې وویل:

"اته کاله موږ د ونو لاندې درسونه ویل، اوس خدای پاک راته تعمیر راکړ، خو تعمیر کې ډېرې زیاتې نیمګړتیاوې موجودې دي."

احمدالله وایي، ښوونځی يې تر اووم ټولګي رسېدلی چې اوس په‌کې له ۳۰۰ زیاتې نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي، د مکتب انګړ نا هوار دی، تشنابونه نه‌لري او کوټې یې تیاره او ځای په ځای راڅڅېدلې دي.

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ملا عالم د منځني ښوونځي د نجونو زده کوونکو یو انځور
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ملا عالم د منځني ښوونځي د نجونو زده کوونکو یو انځور

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخونزاده وایي، د دوی انجنیرانو د تعمیر په کارونو کې ۱۱ نیمکړتیاوې په نښه کړې او د شاګردانو د ځای د نشتوالي په وجه‌يې تسلیم کړ.

هغه وايي:

"دغه تعمیر په ۲۲ ميلیونه، ۹ لکه، ۵۸۰۰۰ او ۳۰۰ افغانیو جوړ شوی. ۱۰ اطاقونه لري، د پوهنې وزارت له‌خوا يې قرارداد شوی او مالي مرسته د هندوستان هېواد ده. په دې کې ۱۱ نواقص زموږ انجنیر صاحبانو راویستلي دي، زموږ شاګردانو د ناستې ځای نه‌درلود، نو د مجبوریت په اساس مو تسلیم کړ چې د زده‌کوونکو سرونه مو سیوري ته شي."

د کونړ والي بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر څو مسؤل شرکت په ودانۍ کې شته نیمګړتیاوې نه‌وي پوره کړي، تر هغې به اخيستل شوی تضمین بېرته ورونه‌سپارل شي.

والي وړاندې وویل:

"د دې نیمګړتیاوو د لیرې کولو لپاره مو هم ترې تضمین ستون کړی او هم ترې دا تعهد اخیستل شوی چې شته ستونزې به حل کوي، که حل‌يې نه‌کړي تضمین به‌يې ترې حکومت ته ورکړل شي او دا به بندي شي."

د یادونې وړ ده چې د هېواد د نورو برخو په څېر په کونړ کې هم په تېرو څو کالو کې ښوونځیو او نورو دولتي دفترونو ته داسې ودانۍ جوړې شوې چې اوس د ویجاړېدو په حال کې دي او کله‌يې چې د خراب کیفیت په اړه له سیمه‌ییزو چارواکو پوښتنه وشي، نو ځواب‌يې دا وي چې له شرکت سره قرارداد په کابل کې شوی و او دوی ته‌یې د څارنې پوره حق نه‌دی ورکړی.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG