د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

پر افغانستان د طالبانو واکمني، یو شمېر مطبعې لیلام ته وړاندې شوي


په کابل کې د دانش چاپ خونې او خپرندویې ټولنې مسول سپین سهار وايي د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې خپرندویه ټولنې له پښو وغورځول شوې
په کابل کې د دانش چاپ خونې او خپرندویې ټولنې مسول سپین سهار وايي د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې خپرندویه ټولنې له پښو وغورځول شوې

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نورو کاروبارونو ترڅنګ د چاپ صنعت هم سخت زیانمن شوی دی.

د کتابونو او بېلابېلو چاپ کېدونکو توکو د چاپ ګرد وهلي ماشینونه چې د خرابېدو له ویرې ښايي په میاشت کې یو ځل د لنډ مهال لپاره چالان شي.

خو څو میاشتې وړاندې ښايي د چاپ دې ماشینونو د درېدو او دمې لپاره ډېر کم وخت درلود.

په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې بې ‌وزلۍ او بې کارۍ سربېره د کرونا وبا خپرېدل او د نظام بدلون هغه څه دي چې وروستیو کې یې په دې هېواد کې د چاپ صنعت چارې اغېزمنې کړي دي.

کاروباریان يې اړ شوي چې د چاپ وسایل په نیمه بیه وپلوري.

په کابل کې د دانش چاپ خونې او خپرندویې ټولنې مسول سپین سهار وایي، له تېرو دوه دیرشو کلونو راهیسې یې د چاپ د صنعت او کتاب خپرولو په برخه کې فعالیت کاوه خو له وروستیو څو میاشتو راهیسې يې کارونه په ټپه درېدلي ځکه اړ شوی چې خپله مطبعه په نیمه بیه لیلام ته وړاندې کړي.

په کابل کې د دانش چاپ خونې او خپرندویې ټولنې مسول سپین سهار
په کابل کې د دانش چاپ خونې او خپرندویې ټولنې مسول سپین سهار

ښاغلی سهار وايي: "اصلاً خپل د چاپ ماشینونه نه پلورو، بلکې د افغان بچي د ذهنې رغونې او ژوند بڼې د بدلولو لپاره خپل هغه ارمانونه چې د دغه مطبعې او خپرندویه ټولنې له لارې مو ترسره کول هغه پلورو، ځکه مو دا کار نور د ختمېدو او له منځه تلو په حال کې دی."

ښاغلي سپین سهار ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې خپرندویه ټولنې له پښو وغورځول شوې او په حکومت کې ځینو کړیو د کتابونو د خپراوي په لګښت کې د فساد په هدف کتابونه له افغانستانه بیرون چاپول او د خپرندویه ټولنو چارې يې په خپلو لاسونو کې اخیستې وې.

خو دی وايي، د طالبانو په مشرۍ د نوي نظام په راتګ سره اوس مهال خپرندویه ټولنې او د چاپ صنعت د له منځه تلو په حال دی: "د چاپ صنعت چې په تېرو شلو کلونو کې کوم پرمختګ کړی وو کرار -کرار له خپلو پښو غورځیږي، ځکه له تېر یو کال راهیسې زیات شمېر مطبعې بندې شوي یا هم د بندیدو په حال کې دي، خپل ماشینونه يې له منځه وړي او کومو کاریګرو چې له دوی سره يې کار کاوه په کور ناست دي."

خو دا ښايي یوازې دانش چاپ خونه نه وي، په پلازمېنه کابل کې دې ته ورته لسګونه نورې هم شته چې د کارونو له په ټپه درېدو شکایت کوي.

څو میاشتې وړاندې ښايي د چاپ دې ماشینونو د درېدو او دمې لپاره ډېر کم وخت درلود.
څو میاشتې وړاندې ښايي د چاپ دې ماشینونو د درېدو او دمې لپاره ډېر کم وخت درلود.

د اکسوس خپرندویه ټولنې او وایګل چاپ خونې مسول صفي الله ناصري یې په اړه وايي: "په رښتیا هم چې د کتاب د چاپ صنعت، د کتاب پلور او د کتاب لوست شدیده صدمه لیدلې ده، په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ نوی کتاب نه دی خپور شوی او زیات شمېر مطبعو والا خپلې دروازې تړلي او یو شمېر خو ان خپلې چاپ خونې لیلام ته وړاندې کړي دي."

په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حاکمیت پر مهال لسګونه مطبعې رامنځته شوې چې په اوسط ډول يې د ورځې سلګونه تبلیغاتي سوداګریز توکي او کتابونه چاپول.

د دې ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د کتاب خپرولو نږدې ۵۰۰ خصوصي بنسټونه جوړ شول چې بېلابېل ډوله کتابونه يې خپرول او تر لوستونکو رسول.

  • لومړني اړتیا ډوډۍ ده نه کتاب

خو اوس د یو شمېر کتاب پلورنځيو مسولین وايي، د کتاب د پلور بازار تر دېحده خراب شوی چې ان د خپلو دوکانونو لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د مازدیګر کتاب پلورنځي مسول عزت الله ځواب ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي او ښايي د کتاب پیر ورته لومړنۍ اړتیا ونه اوسي: "خلک ډوډۍ ته حیران دي، د کتاب لوست خو وروسته خبره ده، د کتاب پلورنځیو مسولینو خپلې پيسې د کتابونو په پلور بندې کړي خو بازار صفر دی، ان موږ له تېرو څو میاشتو راهیسې د دوکانونو د کرايې د ورکړې مالي توان نه لرو."

په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې مسول زاهدالله ناصري هم ورته نظر لري وايي، که حالات همدغسې دوام وکړي نو لېرې نه ده چې په افغانستان کې سلګونه خپرندویه ټولنې او چاپي بنسټونه خپلې دروازې وتړي.

په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې مسول زاهدالله ناصري
په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې مسول زاهدالله ناصري

دی وايي، افغانستان چې د بې‌ سوادۍ کچه په‌کې لوړه ده د کتاب مینه‌وال په‌کې کم دي او د نږدې ۳۵ میلیونه نفوس درلودونکي هېواد دی د مطالعه کوونکو شمېر ښايي په نشت حساب وي.

د مطبعو مسولین او د کتاب خپرولو بنسټونه د طالبانو په مشرۍ له افغان حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او پرېنه ږدي چې دا غوړېدلی صنعت سقوط شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم مني چې په دې برخه کې ستونزې شته خو وايي هڅه کوي چې د چاپ صنعت ته یو وار بیا وغوړیږي: "اسلامي امارت مسولین همدا اوس ډېر زیاته هڅه کوي چې د مطبعو سره د مرستې په برخه کې د کتاب د چاپ په برخه کې په ټولو نشراتي برخو کې هڅه کوي چې ابتکارات وکړي، کدرونه جذب کړي، څو کاروبار بېرته وغوړیږي، خو تاسې پوهیږئ چې د دغه ډول لویو بدلونونو پر مهال کارونه خامخا اغیزمن کېږي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

دی وايي، په هېواد کې لوی بدلون رامنځته شوی او همدا لامل دي چې په بېلابېلو کاروبارونو کې ځنډ او خنډ راغلی.

کتاب پلورنکي او د مطبعو مسولین اندېښنه لري او وايي، که په کور دننه د چاپ صنعت سقوط شي افغانان به یو وار بیا ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته د چاپ په برخه کې اړ شي.

XS
SM
MD
LG