د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

کتاب او کاپي‌رایټ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د ځینو کتابونو په پلور او خپرېدو بندیز اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: د هرات په یوه کتاب پلورنه کې یو کس د کتاب لیدلو او لوستلو پر مهال
ارشیف: د هرات په یوه کتاب پلورنه کې یو کس د کتاب لیدلو او لوستلو پر مهال

نن د اپرېل ۲۳مه د کتاب او کاپي‌رایټ نړیواله ورځ ده.

د اپرېل ۲۳مه د کتاب او کاپي رایټ حق له نړیوالې ورځې سره برابره ده چې هدف یې د لیکوالانو هڅول او ملاتړ کول دي.

د ملګرو ملتونو فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان یونیسکو د دې ورځې په مناسبت ویلي چې دا ورځ د کتاب لوستلو او له لوستلو نه د خوند اخیستو لپاره نمانځل کېږي.

په افغانستان کې د کتابونو د لوست یو مینه‌واله کریم ازادي راډيو ته وویل چې د ډېرو کتابونو په لوستلو سره یې له لوستلو سره مینه ورځ په ورځ ډېره شوې ده.

هغه وايي: "زه اکثره سیاسي کتابونه او ناولونه لولم او زه له دې کتابونو سره ډېره علاقه لرم، دا ښه کتابونه دي او البته د تېر په پرتله زما شخصي توګه د کتابونو او لوستلو سره لېوالتیا ډېره شوې ځکه کله چې انسان ډېر کتابونه ووایي ورځ په ورځ ورسره لېولتیا زیاتېږي."

په افغانستان کې د کتابونو د چاپ ډېر لګښت د لیکوالانو، د کتاب خپرندویه موسسو یا یو شمېر ادبي او فرهنګي بنسټونو له‌خوا ورکول کېږي.

په کابل کې د يوې خپرندويې ټولنې مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې د موضوع د حساسيت له امله واخيستل شي، وايي چې د کتاب د چاپ حق ډېر مهم دى، په تېره بيا که ليکوال او خپروونکی يې د حکومت ملاتړ ونه لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "که حکومت او دولت د خپرونکي یا خصوصي خپرندویه ټولنې تر څنګ ودرېږي او په بېلابېلو برخو کې وسره همکاري وکړي نو له خپرونکي به یې ملاتړ کېږي او که حکومت د خصوصي خپرندوی یا فرهنګي بنسټ تر څنګ ونه درېږي او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته ونه شي نو بیا د کتاب چاپ کول د خپرونکي یا خپروندویه ټولنې کور یا کلتوري موسسې لپاره خورا مهم وي."

له دې مخکې یو شمېر خپرونکو او کتاب پلورنځیو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل پلور بازار له سړېدو شکایت کړی وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د لسګونو کتابونو پر خرڅلاو بندیز لګولو سربېره د یو شمېر نویو کتابونو د چاپ مخه هم نیولې ده.

ارشیف: یو شمېر نجونې د مطالعې پر مهال
ارشیف: یو شمېر نجونې د مطالعې پر مهال

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت د کتابونو د ارزونې د کمېسیون په غونډه کې د ۲۰ کتابونو سرلیکونه وارزول شول.

د دغه وزارت په خبره هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو ضد لیکل شوي او چاپ شوي دي خپرېدل او چاپ یې ځنډول شوي دي.

د دغو کتابونو نوملړ نه دی اعلان شوی او نور وضاحت هم نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اعلاميې له مخې، د کتابونو د ارزونې د کمېسيون د غونډې مشري د دغه وزارت د خپرونو د څانګې د معين ضياالحق حقمل پر غاړه وه.

عبدالباسط، چې له لوست سره مینه لري وايي، اندېښنه لري چې د طالبانو د حکومت دغه کړنه به د مطالعې بازار کمزوری کړي.

هغه وویل: " دا خلک (طالبان) چې د کتابونو په عنوانونو او منځپانګو کې سانسور کوي یا یې بدلوي دا خلک له لوستلو لرې ساتي او دوی مایوسه کوي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د کتاب لوستلو په پرخه کې ډېرې بدې اغېزې درلودلی شي."

افغان شاعره او لیکواله سمیعه رامش د طالبانو د حکومت د دې چلند په غبرګون کې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت پر کتابونو د نقد پر ځای د سانسور په لټه کې دی.

رامش وايي: "زما په اند دا کمېسیون د کتاب د ارزونې لپاره نه دی، دا د نورو هغو اقداماتو په پلمه یو ظالمانه اقدام دی چې طالبانو لږ تر لږه په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ټولو غږونو د ځپلو، سانسور او له منځه وړلو په موخه پیل کړي دي.مطمئناً هغه څوک چې د دې کمېسیون مشر هم دی د کتاب ارزښت ته پام نه کوي او په داسې مقام کې هم نه دی چې د یو کتاب د نیوکې، ارزښت لوړولو یا ټیټولو یې زده وي."

د طالبانو په کنټرول کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

تر دې مخکې یو شمېر کتاب پلورونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت استخباراتو له کتاب پلورنځيو شاوخوا ۵۰ زره کتابونه راټول کړي دي.

همدارنګه ازادي راډیو د هغو ۷۵ پښتو او دري کتابونو لېست ترلاسه کړی وه چې د طالبانو حکومت پرې بندیز لګولی و.

د اپرېل ۲۳مه د ۱۹۹۵م کال د ملګرو ملتونو د تعلیمي او کلتوري سازمان یا یونیسکو په عمومي غونډه کې چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې جوړه شوې وه، د کتاب او چاپ د حق نړیواله ورځ ونومول شوه.

د اپرېل ۲۳مه د کتاب د نړیواله ورځه د نومولو دلیل دا دی چې د نړۍ د مشهور لیکوالانو لکه ویلیم شکسپیر، میګویل ډی سروینټس او انکا ګارسیلاسو دی لا ویګا د مړینې له کلیزې سره سمون خوري.

هر کال په دې ورځ یونسکو او نور نړیوال سازمانونه د کتابونو د مطالعې له لارې د پخوانیو او اوسنیو نسلونو ترمنځ د ارتباط د رامنځته کولو په هدف د یو کال لپاره د کتابونو د نړیوال پلازمېنې په توګه ټاکي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG