د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

يوه ځوان د افغان ليکوالو د کتابونو پلور ته انلاين اپليکېشن جوړ کړی


د افغان ليکوالو د کتاب پلورو د انلاين اپليکېشن سکرين شاټ
د افغان ليکوالو د کتاب پلورو د انلاين اپليکېشن سکرين شاټ

د افغان ليکوالو کتابونو پلورلو ته د انلاين اپليکېشن جوړول.

په داسې حال کې چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې خپرندويه ټولنې او لیکوال له دې امله شکایت لري، چې چاپ شوي کتابونه یې نه پلورل کېږي او پي‌ډي‌اف بڼه یې هم له اجازې پرته په یو شمېر ویب پاڼو کې خپرېږي، يو ځوان په افغانستان کې د کتاب پلورلو داسې یو انلاین اپليکېشن جوړ کړی، چې له لارې یې لیکوال، ژباړونکي او خپرندویې ټولنې کولای شي، خپل کتابونه په انلاین ډول وپلوري او ګټه یې ترلاسه کړي.

"هدف دا دی چې افغان لیکوالان له شته ستونزې راووځي

د سیکارام "Sikaraam" په نوم د کتاب پلور د دې انلاین اپليکېشن جوړونکی احمد سمون شریفي وايي، دا ویب اپليکېشن یو داسې پلټ فورم دی، چې کتاب په‌کې په انلاین ډول لوستل کېږي خو ډانلوډ یا متن یې نه کاپي کېږي.

ښاغلی شریفي د دغه سیستم د رامنځته کولو د موخو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هدف دا دی چې افغان لیکوالان له شته ستونزې راووځي، ډېری دوی د چاپ پیسې نه‌لري او ډېرو خپرندویانو سره داسې کتابونه پاتې دي، چې دوی یې په سافت کې وړیا خپرولای نه‌شي او په چاپ کې دومره ګټه نه‌کوي."

د انلاين اپليکېشن سکرين شاټ
د انلاين اپليکېشن سکرين شاټ

د ښاغلي شریفي په خبره،د دې ویب اپليکېشن له لارې هر کتاب زرګونه ځله پلور کېدلای شي، لیکوالو ته د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي د دوی د کتابونو ګټه رسول کېږي او دوی کولای شي وګوري، چې کتاب یا کتابونو یې څومره ګټه کړې ده.

که چېرې د دوی کتابونه په سافت بڼه وپلورل شي، دا به واقعا د دوی لپاره یو ټینګ ملاتړ شي

ښاغلی شریفي زیاتوي، چې د افغانستان د هرې ژبې لیکوال کولای شي خپل کتاب له دې لارې وپلوري.

لیکوال محمد انور وفا سمندر د ښاغلي شریفي دا کار ستايي.

نوموړی وايي: "په داسې حالاتو کې، چې هېواد مو له یوې خوانه د فکري تولید او هنري ایجاد له پلوه په ډېر کمزوري او خوار وضعیت کې دی، خوار او کمزوری قشر لاس‌نیوي ته اړتیا لري، که چېرې د دوی کتابونه په سافت بڼه وپلورل شي، دا به واقعا د دوی لپاره یو ټینګ ملاتړ شي، چې د فن کار ته نوره هم اوږه ورکړي."

د انلاين اپليکېشن سکرين شاټ
د انلاين اپليکېشن سکرين شاټ

د ختیځ خپرندویې ټولنې مشر زاهد الله ناصري هم ازادي راډیو وویل، چې دا یو ښه سیستم دی او دوی به د دې سیستم له لارې حتما خپل کتابونه وپلوري.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، د اقتصادي ستونزو او له هېواده د ډېری لوستو کسانو د وتلو له امله په دغه هېواد کې د کتاب پلورونکو کار هم اغېزمن شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG