افغانستان کې له وچکالۍ سره مبارزه؛ د ارزګان بزګرانو د اوبو قطره‌يي سیستم فعاله کړی

د افغانستان جنوب کې د قطره‌يي سیستم فعالول دود شوي او کروندګر هڅه کوي څو په طریقې سره له وچکالۍ سره مبارزه وکړي.

په ارزګان کې د اوږدې وچکالۍ له کبله بزګران د اوبو د کمښت ستونزې سره مخ دي، خو ځینې بزګران هڅه کوي چې د اوبو لګولو نوي میتودونه رامنځته کړي څو خپلې کرنیزې ځمکې له زیانه وساتي.

د ارزګان بزګران د وچکالۍ له ستونزې سره د مبارزې لپاره نوښتګر ګامونه پورته کوي او د اوبو د قطره‌يي سیستم فعالول یې یوه د حل غوره لاره ګڼل کېږي.

د دې نوښت سره د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول شوې او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او حاصلاتو د زیاتوالي لپاره ګټور ثابت شوی دی.

د اوبو قطره‌يي سیستم له دې مخکې په کندهار کې هم بزګرانو فعاله کړی دی.

د ارزګان کروندګر عبدالواحد وايي چې د وچکالۍ سره يې د مبارزې په پار يې د خپل باغ لپاره د اوبو د قطره‌يي یا اوبو څاڅکو سیستم فعاله کړی دی.

دوی وايي، اوسمهال په کمو اوبو خپل ټول باغ خړوبولی شي او ترڅنګ يې اوبه هم زیاتې نه ضایعه کېږي.

عبدالواحد وویل: اوس مې د انګورو باغ او ځینې نورې کرنیزې ځمکې د دې سیستم په مرسته خړوبېږي او د اوبو د مصرف ستونزه مو تر ډېره راکمه کړې ده. مخکې به مو د اوبو ستونزه هر کال تکرارېدله، خو اوس په دې هیله یو چې د دې سیستم له لارې د وچکالۍ اغېزې راکمې کړو.

هغه زیاتوي: "موږ د وچکالۍ له کبله ډېر زیانونه لیدلي دي. د اوبو کمښت زموږ د کرنیز ژوند هر اړخ ته ستونزې راپیدا کړي. د اوبو د قطره‌يي سیستم په جوړولو سره مونږ وتوانېدو چې په لږو اوبو ډېرې ځمکې خړوبې کړو. اوس مې د انګورو باغ او ځینې نورې کرنیزې ځمکې د دې سیستم په مرسته خړوبېږي او د اوبو د مصرف ستونزه مو تر ډېره راکمه کړې ده. مخکې به مو د اوبو ستونزه هر کال تکرارېدله، خو اوس په دې هیله یو چې د دې سیستم له لارې د وچکالۍ اغېزې راکمې کړو."

ناصر د ارزګان یو بل کروندګر دی.

هغه وايي چې د د اوبو د قطره‌يي سیستم په مرسته کولای شي چې خپل باغ او یا هم نور کرنیز توکي له مرضونو وژغوري.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د اوږدې مودې لپاره د اوبو کمښت سره مخ یو او د دې لپاره مو مجبوریتاً د اوبو د قطره‌يي سیستم څخه کار واخیست. دې نوښت موږ ته دا زمینه برابره کړه چې په خپلو باغونو کې د اوبو اړتیاوې په لږه اندازه پوره کړو. اوس کولی شو د خپلو حاصلاتو کیفیت ښه کړو او په عین حال کې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسو. هیله لرو چې نور بزګران هم دا سیستمونه فعال کړي، ځکه چې د اوبو د ضایع کېدو ستونزه ورځ تر بلې زیاته شوې ده."

د کرنې چارو پوه محمد کریم وايي، د اوبو قطره‌يي سیستم د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی کوي او په مستقیمه توګه د نباتاتو ریښو ته اوبه رسوي.

هغه وویل: "د اوبو د قطره‌يي سیستم رامنځته کول په داسې حالت کې یو ګټور ګام دی، کله چې موږ د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له ننګونې سره مخ یو. دا سیستم د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی کوي او په مستقیمه توګه د نباتاتو ریښو ته اوبه رسوي. که ټول بزګران دا سیستمونه د خپلو کرنیزو ځمکو لپاره جوړ کړي، د وچکالۍ اغېزې به ډېرې راکمې شي او همدارنګه به د اوبو د ستونزې د ۵۰ سلنې کموالي سبب شي."

د ارزګان د کرنې ریاست ویاند عبدالمنان فاروقي د بزګرانو له نوي اقدام هرکلي کوي او وايي چې دوی هڅه کوي څو بزګران د اوبو قطره‌يي سیستم ته وهڅوي.

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ بزګران او عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

فاروقي وویل: "د اوبو د قطره‌يي سیستم د پراختیا هڅې په ارزګان کې روانې دي او موږ دا سیستم د ولایت ډېرو برخو ته غځوو. په دې نوښت سره مو د اوبو د کمښت ستونزه تر ۵۰ سلنه راکمه کړې ده. موږ د دې لپاره هڅه کوو چې ټولې شاړې ځمکې په کرنیزو فعالیتونو کې فعاله کړو او د اوبو د لګولو پرمختللي سیستمونه هر ځای کې فعال کړو. د ارزګان شاوخوا ۸۸ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د دې سیستم په پراخولو سره به د وچکالۍ ستونزه په لویه کچه راکمه کړو."

سیمه‌ییز چارواکي او د کرنې پوهان د دې سیستم پراختیا ته هیله‌من دي او په دې باور دي چې که په ټول ولایت کې دا سیستم فعال شي نو د وچکالۍ اغېزې به په ډېره کمه اندازه احساس شي.