له سويس څخه د دوه افغانانو ایستل؛ هالنډ هم د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي

له ارشيفه د يوشمېر افغان کډوالو انځور

هالنډي رسنیو خبر ورکړی چې د هالنډ حکومت په‌دې غور کوي چې ایا کولی شي، ازبکستان قانع کړي چې رد شوي پناه غوښتونکي ومني، که څنګه؟

وروسته له هغه چې جرمني د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰ مه، ۲۸ افغان کډوال چې دوی يې جدي مجرمین بولي افغانستان ته واستول، اوس یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم د ورته اقدام په اړه غور پیل کړی دی.

پرون یک‌شنبه هالنډي رسني نیدرلانډ ټایمز راپور ورکړ چې دغه هېواد له ازبکستان سره د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي.

په راپور راغلي، د هالنډ د کډوالۍ وزیر ماریولین فابِر د چهارشنبې په ورځ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته د خپل هېواد پارلمان ته وویل، کابینه يې له ازبکستان سره پر موافقو د سلا کېدو په حال کې ده.

تر دې مخکې د جرمني حکومت هم ویلي وو چې ازبکستان ورسره د ازبک ماهرو کارګرانو د منلو او پراختیايي مرستو په بدل کې منلې چې له دغه هېواده "په جرمونو تورنو" افغان کډوالو ستنولو په برخه کې ورسره همکاري کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پرون یک‌شنبه سویسي رسنۍ (Keystone-SDA) د سویس د عدلیې وزارت د مرستیال ویاند وینسنزو ماسیولي په حواله خبر ورکړی چې دغه هېواد افغانستان ته دوه افغان کډوال استولي دي.

ماسیولي ویلي چې، دا افغانان د سویس کورني امنیت ته ګواښ او "جدي مجرمین" وو.

د جرمني حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰مه په چارټر پرواز کې ۲۸ هغه افغان کډوال چې د دوی په خبره په جرمنو کې ښکېل وو، د جرمني له لایپزیک ښاره کابل ته ولېږدول.

دغه سویسي چارواکي دا هم ویلي چې، له‌‌دې هېواده به ډېر ژر ۱۳ نور مجرمین افغانان هم افغانستان ته واستوي، خو د دقیق وخت او د دوی د جرمونو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې جرمني د اګسټ په ۳۰مه، ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمونو کې ښکېل وو، په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ستانه کړل.

"دا ډېره واضیح خبره ده، کله چې یو افغان یا د یو بل هېواد کوم وګړی جرم ترسره کوي، طبعاً چې د دلته د نورو مېشتو افغانانو پر ژوند اغېز کوي
سويس کې مېشت يو افغان کډوال

په‌ همدې حال کې د دغو اروپایي هېوادونو وروستیو اقداماتو په‌دې هېوادونو کې مېشت افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي او د دوی ژوند یې ستونزمن کړی دی.

په سویس کې یوې مېشتې افغان کډوالې چې نه‌‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دا ډېره واضیح خبره ده، کله چې یو افغان یا د یو بل هېواد کوم وګړی جرم ترسره کوي، طبعاً چې د دلته د نورو مېشتو افغانانو پر ژوند اغېز کوي، نو د هر هېواد یو وګړی د خپل هېواد استازیتوب کوي، اوس ټول داسې فکر کوي چې ټول افغانان مجرمین دي، په‌دې وروستیو چې کوم اعمال ترسره شوي دلته یې ټول افغانان د دوی (حکومت) د ذره بین تر غور لاندې نیولي."

په هالند کې مېشت افغان کډوال غلام‌الله حبیبي وایي، دا هېوادونه باید د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو له دغو افغان کډوالو سره نرمښت وښيي.

نوموړی وايي: "زه د هالند د دغې پرېکړې په اړه ناراضه په‌دې یم، هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه تر دې ځایه یې ځان رارسولی، که امنیتي ستونزې یې نه درلودلې، مګر دوی په خپل هېواد کې ډېرې نورې اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې ستونزې لري، زما غوښتنه دا ده چې دوی دې له دغو افغانانو سره له نرمښته کار واخلي او پناه دې ورکړي."

په دې اړه نور: فرانسه کې د برید او د داعش د ملاتړ په تور د یو افغان نیونه؛ دغلته مېشت افغانان یې اندېښمن کړي

له اروپایي هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وروسته له هغه چټک شوی، چې په‌دې وروستیو کې په دغو هېوادونو کې د ځینو افغانانو له‌خوا د جرمونو، حملو او ان د ترهګریزو پلانونو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

تازه هغه یې دوه ورځې مخکې د فرانسې حکومت په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور د یو افغان د نیولو خبر ورکړی.

له‌دې مخکې د روان کال د مې په ۳۱مه نېټه د جرمني په منهایم ښار کې د یو افغان له لوري په یوه لاریون کې د یوه پولیس افسر په ګډون ګڼ کسان ټپیان کړل، چې وروسته هغه پولیس افسر په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.