پاکستان کې پر افغان خبریالانو او فعالانو بریدونه؛ د بشري حقونو ملاتړ بنسټونو پرې اندېښنه وښوده

په پاکستان کې یو افغان ژورنالیست

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون په پاکستان کې د بشري حقونو د افغان فعالانو او مدني ټولنې د غړو پر وړاندې د امنیتي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

فرهنګي فعال او افغان سینماګر عبدالمصور ارین چې له تېرو درېیو کلونو راهیسي په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، وايي چې څو ځل پرې نامعلومو وسله‌والو حمله کړي او آن دا چې یوځل یې پرې تېزاب هم شیندلي دي.

ارین ازادي راډيو ته وویل، څلور ورځې وړاندې پرې د پاکستان د پینډۍ په صادق‌اباد سیمه کې نامعلومو وسله‌والو حمله وکړه، خو د سیمې د خلکو له خبرېدو وروسته حمله کوونکي وتښتېدل.

هغه زیاتوي: "دا درېیم یا څلورم ځل دی چې په ما حمله کېږي، یوځل یې د شاه له لوري په ما تېزاب وشیندل، بل ځل یې د لوی اختر په ورځ زه په موټر سایکل ووهلم، او دا وروستی ځل د اکټوبر په لسمه زه په کور کرايي کور پسې وتلی وم، ځکه یواین‌ایچ‌سي‌آر راته ویلي وو چې کور بدل که، ومې لیدل چې څلور کسان مې تعقیبوي، دوی له موټره راښکته شول، لاس یې راواچاوه، زه یې ووهلم او هڅه یې کوله چې له ځان سره مې موټر کې یوسي."

خو دا یوازې عبدالمصور نه دی چې له امنیتي ستونزو سره مخ شوی بلکې په پاکستان کې مېشت یو شمېر نور افغان فعالان هم وايي، له امنیتي ګواښونو خوندي نه دي.

په اسلام اباد کې پولیس د ګزمې پر مهال

لیکوال او خبریال میرویس خاورین ازادي راډيو ته وویل چې څو ورځې وړاندې پرې نامعلومو وسله‌والو حمله کړې وه.

خاورین وویل: "زه ماښام د کور په لور روان وم چې په موټر سایکل سپاره دوه کسان زما په لور راغلل او ما دستې په لغته ووهل او تفنګچه یې له لاسه لېرې ولوېده، خو دوی زه په سوکانو او لغتو ووهلم، زما پوزه یې ماته کړه، ما د ډېر درد احساس درلود، په همدې وخت کې یو موټر راغی او پر موږ یې څراغونه واچول، دوی دستي پاڅېدل، خپله تفګنچه واخیسته او له سیمې وتښتېدل."

دا په داسې حال ده چې په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون په عبدالمصور ارین باندې وروستۍ حملې ته په اشارې سره په پاکستان کې د افغان فعالانو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دې فدراسیون مسول عبدالسمیع عزیزي ازادي راډيو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له دفتر یواین‌ایچ‌سي‌آر څخه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو کېسونو ته رسېدنه او په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته پاملرنه وکړي.

عزیزي وویل: "د بشري حقونو فعلان چې په افغانستان کې له ستونزو سره مخ وو خپل وطن یې پرېښود او ګاونډي پاکستان ته یې پناه یووړه، ولې له بده مرغه دلته په مدني فعالانو د نامعلومو وسله‌والو دغه ډول پېښې په پاکستان کې روانې دي."

مدني او فرهنګي فعالان هم په پاکستان کې امنيتي ستونزو ته په اشارې له نړيوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي او وايي، په داسې شرايطو کې د دوى لپاره ژوند کول ستونزمن دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې پر يو شمېر افغان خبريالانو هم د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري بريدونه شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د بشري حقونو یو زیات شمېر فعالان د مدني ټولنې استازي، خبریالان او د تېر جمهوري حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو په ګډون ګڼ شمېر افغانان په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي او ایران او پاکستان ته یې پناه وړې ده.