خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د قامي جرګې دوهمه ورځ؛ کمېټې یې خپلې پرېکړې اعلانوي

په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د قامي جرګې یوه څنډه

تمه ده چې د خیبر درې په رېګي للمه سیمه کې د پښتنو د قامي جرګې شاوخوا ۸۰ کمېټې نن یکشنبې خپلې پرېکړې د ورځې تر اخره اعلان کړي.

په دغو کمېټو کې ۶۰ د ضلعو یا ولسوالیو استازولي کوي او پاتې یې د اتحادیو او ټولنو په استازیتوب په بحثونو کې برخه اخیستې ده.

د پښتنو قامي جرګه د اکټوبر په ۱۲مه پيل شوه.

ټاکل شوې وه چې دا جرګه د جمعې په ورځ رسماً پیل شي، خو د تخنیکي ستونزو له امله او رېګي للمې ته د یو شمېر برخه‌والو د نه رسېدو له امله دا جرګه یوه ورځ وروسته پیل شوه.

تېره اوونۍ د پاکستان امنیتي ځواکونو څو ځله د جرګې پر پنډال برید وکړ، خېمې یې وروسوځولې او وسایل یې ورمات کړل.

د شنبې په ورځ سهار د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د جرګې ځای ته ورغی او د جرګې ملاتړ یې وکړ.

پرون د جرګې پر مهال کومه امنیتي پېښه رامنځته نه شوه او د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړیو د جرګې د امنیت او تنظیم چارې مخته یووړې.

د دې جرګې په اړه د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو او چارواکو هم نظر څرګند کړی دی.

په خیبر کې روانې جرګه کې لسګونه زره ګسانو برخه اخیستې ده.

د جمهوري نظام په وخت د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا دا جرګه تر ظلم لاندې د خلکو ډیموکراتیکه ننداره بللې ده.

سپنتا د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا جرګه د چارواکو په فرمان نه ده جوړه شوې، د ښځو او نارینه‌وو د عدالت غوښتنې پر بنسټ جوړه شوې چې د دې جرګې پرېکړې د ملاتړ دي.

د سپنتا په باور، د افغانستان خلک کولی شي چې له دې ولسي حرکته زده‌کړې وکړي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح بیا ویلي چې په دې ستره جرګه کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري تنظیم شوې، د ښځو معناداره او فعاله حضور دا پیغام لېږدوي چې پښتانه نه وروسته پاتې دي او نه هم د ښځو پر ضد.

صالح په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې جرګه کې سبمولیکې نښې د ستایلو دي او په دې جرګه کې نه د تورې ننداره شته، نه د وینو او وژلو شعارونه.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په اسلام‌اباد کې د دوی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف بیا دا جرګه د ظالم په مقابل کې د مظلومینو د شکایتونو د طرح کولو تازه مرحله وبلله.

ملا ضعیف په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې جرګې د مظلومو برخه‌والو له غمه ډکې کیسې د دې څرګندونه کوي چې د شکایت ځای نه لري او پرته دې چې ظلم وزغمي بله لاره نه لري.

ملا عبدالسلام ضعیف

ملا ضعیف هیله څرګنده کړې چې په پاکستان کې د پښتنو دا لویه جرګه بریالۍ شي او خپل اهداف ترلاسه کړي.

د پښتنو د عدالت قامي جرګه د دې سربېره، روانه ده چې د اکټوبر په شپږمه د پاکستان حکومت له ترهګرۍ څخه د مخنیوي د قانون له مخې د پښتون ژغورني غورځنګ غیرقانوني اعلان کړ.