د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

په لومړۍ ورځ خبير کې د پښتنو د جرګې ځنډېدل؛ ټاکل شوې نن لس بجې جرګه پيل شي


خيبر کې د پښتنو د عنعنوي جرګې ځای
خيبر کې د پښتنو د عنعنوي جرګې ځای

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په خیبر میدان کې د دوی رابلل شوې جرګه پرون د ځینو ستونزو له کبله پیل نه‌شوه.

ټاکل شوې وه، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه چې منظور پښتین یې د رابللو غږ کړی و، پرون پیل شي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین تېره شپه په یوه اعلامیه کې د ځینو ستونزو له کبله د دې جرګې د ځنډ او نن پر ځايي وخت د سهار پر لسو بجو د هغې د پیل خبره وکړه.

"په زرګونو کسان را روان وو، چې پر چک پاینټونو پولیسو او پوځیانو ونیول، هغوی یې نه پرېښوول. دوی مجبور شول د غرونو له لارې د جرګې ځای ته روان شي
د پي‌ټي‌ايم غړی حزب‌الله کاکړ

پښتین ویلي، له تېرو څو ورځو د دوی خېمې او نور وسایل وسوځول شول او ځینې سامانونه د جرګې ځای ته ونه رسېدل، ځکه نو جرګه د شنبې ورځې ته وځنډېده.

منظور پښتین زیاته کړې، چې تر اوسه د ولسي قافلو ۴۰ فیصده یې د جرګې ځای ته رسېدلې او نورې قافلې پر لار دي.

د امریکا په متحده‌ایالتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ همغږي کوونکي حزب‌الله کاکړ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په زرګونو کسان را روان وو، چې پر چک پاینټونو پولیسو او پوځیانو ونیول، هغوی یې نه پرېښوول. دوی مجبور شول د غرونو له لارې د جرګې ځای ته روان شي، معلومه ده چې پلي روان وي پر وخت نه‌شي رسېدلی، له‌دې سره-سره د بېلابېلو ولسوالیو او مسلکونو لکه ډاکټران، انجنیران سیاستپوهان، د IT ماهران، ټولنپوهان او د نورو مسلکونو خاوندانو ته بېلابېلې خېمې لګېدې، زموږ ملګرو چې هغه خېمې راوړلې، یا به په لار کې ورڅخه ونیول شوې، یا به چې راوړل شوې، وبه سوځول شوې. لوی-لوی سکرینونه چې غوښتل مو په تېرو ۷۰ کلونو کې پر پښتنو شوي ظلمونه ورباندې وښیو، کله چې به مو راوړل، یا به مو چې له دکانونو سره خبره وکړه، هغه د کانداران به ونیول شول، یا به اخطارونه ورکړل شول، زموږ سپیکران یې هم مات کړل."

منظور پښتین له ولسونو غوښتنه کړې، چې د اکتوبر دیارلسمه یعنې یک‌شنبه د جرګې په وروستۍ ورځ د دې جرګې اعلامیې ته ځانونه ور ورسوي.

منظور پښتین پرون د اعلامیې تر خپرولو مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې د جرګې د ځنډ ځینې دلیلونه بیان کړل.

"د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرتابه، د بېلابېلو سیمو مشران رارسېدلي دي، څه یې پر لار دي او د ځینو پرمخ لارې لا هم تړلې دي
منظور پښتين

نوموړي وويل: "د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرتابه، د بېلابېلو سیمو مشران رارسېدلي دي، څه یې پر لار دي او د ځینو پرمخ لارې لا هم تړلې دي، هغه کسان چې رارسېدلي دا غوښتنه ورڅخه کوو، چې د بېرته تګ کوښښ دې نه کوي، جرګه به شروع کېږي، لږ تکلیف به وي، خو خیر دی، لږ انتظار دی، دا به پر ځان تېر کړو، خو چې د خپل ملت، خپل قام، خپل وطن او خپلو ولسونو د ښه ژوند لپاره یوې مشترکې نتیجې ته ورسېږو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یوې لویې قومي جرګې د رابللو اعلان شاوخوا درې میاشتې مخکې د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوي غړي ګیله‌من وزیر د جنازې پر مهال کړی و.

د جرګې پر خېمو د پاکستان امنیتي ځواکونو څو-څو وارې چاپې واچولې او د چهارشنبې په ورځ د اخ و ډب په نتیجه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

علي امين ګنډاپور: خيبر کې پيلېدونکې جرګه به بريالۍ وي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ رابلل شوې جرګې ته د (عدالت) نوم ورکړی او ویلي یې دي چې، ولسونه به په‌کې په قاطع توګه پر‌دې پرېکړه وکړي چې، له پاکستان سره په کومو شرایطو وړاندې تګ کول غواړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول او منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG