د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

خيبر کې د پښتنو قومي جرګه؛ ګډونوال: جرګه لا نه‌ده پيل شوې او لا هم ګڼ خلک پر لاره دي


خيبر کې د پښتنو قومي عنعنوي جرګه
خيبر کې د پښتنو قومي عنعنوي جرګه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌ایم) وايي، د دوی له‌خوا رابلل شوې د پښتنو قومي جرګه به نن جمعه د اکتوبر په ۱۱مه د ورځې ناوخته جوړه شي.

د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي ګلبدین مسید ازادي راډیو ته وویل، د پلان له‌مخې باید جرګه د اکتوبر ۱۱مه سهار مهال پیل شوې وای، خو دا چې د خیبر پښتونخوا امنیتي ځواکونو په پنډ غالي کې ترتیب شوي تنظمیات ګډوډ کړل او ګڼې پرګنې (قومونه) لاهم پر لاره دي، نو له همدې امله به په لږ ځنډ جرګه پیل شي.

"په جرګه کې ډېر خلک موجود دي او ان‌شاالله سختې پرېکړې به هم کېږي
د پي‌ټي‌ايم يو غړی

نوموړي وويل: "په جرګه کې ډېر خلک موجود دي او ان‌شاالله سختې پرېکړې به هم کېږي، سویلي وزیرستان، بنو، کرک او لکي مروت څخه د خلکو نورې قافلې هم پر لاره دي، کېدای شي چې د دوی لپاره د جرګې پیل لږ نورهم وځنډیږي."

د جرګې اعلان شاوخوا درې میاشتې وړاندې د پښتون ژغورونې غورځنګ مشر منطور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي او شاعر ګيله‌من وزیر د جنازې د مراسمو پر مهال کړی و.

ښاغلي پښتون ویلي و، په جرګه کې به ولسونه او د هغوی راغلي استازي د دوی له لوري د پښتنو پر وړاندې د شویو ظلمونو او ناروا په اړه د هر اړخیزو معلوماتو تر وړاندې کولو وروسته د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د اکتوبر په ۵مه د خیبر پښتونخوا ایالت امنیتي ځواکونو د دغه ایالت په ریګي للمه سیمه کې د جرګې په پنډ غالي برید وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره هلته لګول شوې خېمې یې وسځولې، د دوی درې ملګري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

علي امين ګنډاپور: خيبر کې پيلېدونکې جرګه به بريالۍ وي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په پنډغالي کې د وژل شویو د جنازې په مراسمو کې خبرداری ورکړ چې "پښتانه به د خپل یوه شهید وینه هم چاته ونه بښي."

د پي‌ټي‌ایم له لوري د رابلل شوې جرګې یوشمېر ګډونوال وايي، که څه هم ډېر په مشکل یې د جرګې ځای ته ځانونه رسولي، خو خوښ دي چې په جرګه فعاله ونډه لري.

"موږ پنډغالي ته راغلي یو، نور کورمه‌‌وال هم را روان دي، خو له ډېرو ستونزو سره مخ دي ځکه چې تونل بند دی او په نور لارو کې هم ورته ستونزې جوړیږي
د کورمې اوسېدونکی حيدر عباس

د کورمې اوسېدونکي حیدر عباس ازادي راډيو ته وويل: "موږ پنډغالي ته راغلي یو، نور کورمه‌‌وال هم را روان دي، خو له ډېرو ستونزو سره مخ دي ځکه چې تونل بند دی او په نور لارو کې هم ورته ستونزې جوړیږي خو شکر اوس خلک راوتلی او ځانونه رارسوي."

دغه راز د سوات اوسېدونکی روشن علي يوسفزی وايي: "زه دا مهال د قومي جرګې (عدالت) په پنډغالي کې یمه، د خلکو جذبه ډېره ده او هیله لرم چې دغه لویه او قومي جرګه به د پښتنو د امن او پرمختګ سبب وګرځي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ رابلل شوې جرګې ته د (عدالت) نوم ورکړی او ویلي یې دي چې، په‌کې به ولسونه په قاطع توګه په‌دې پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره په کومو شرایطو وړاندې تګ کول غواړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي بیا یوې خبرې غونډې ته ویلي، دوی له جرګې څوک نه منع کوي خو دا چې پي‌ټي‌ایم دا عدالت يا محکمه بولي، نو لا له وړاندې عدلي نظام موجود دی او د داسې بل نظام اجازه نه‌شي ورکول کېدای.

خيبر کې د پښتنو قومي عنعنوي جرګې امنيت او دا چې حکومت د جرګې د ګډوډولو هڅې کوي، د جرګې ګډونوالو خپله خپل امنيت نيولی.
خيبر کې د پښتنو قومي عنعنوي جرګې امنيت او دا چې حکومت د جرګې د ګډوډولو هڅې کوي، د جرګې ګډونوالو خپله خپل امنيت نيولی.

دغه پاکستاني چارواکي همدا راز تور پوری کړی چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ سره له بهرنیو هېوادونو مالي مرستې کېږي او دوی د ریاستي ادارې پر وړاندې سپکه لهجه کاروي، چې له کبله یې پرې بندیز ولګول شو، خو پي‌ټي‌ایم بیا دا ډول تورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG