د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د خوست ځینې شاعران: طالبانو په مشاعرو کې د انتقادي شعرونو ویل منع کړي


له ارشيفه د يوې مشاعرې انځور
له ارشيفه د يوې مشاعرې انځور

په خوست ولایت کې یو شمېر شاعران وايي، د طالبانو حکومت ځايي چارواکو په دغه ولایت کې په مشاعرو کې د انتقادي شعرونو ویل منع کړي دي.

دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا پرېکړه وروسته له‌هغې وشوه چې د خوست ولایت په ورزې سیمه کې د ټن‌غر په مهالنۍ مشاعره کې د یوشمېر شاعرانو له‌خوا انتقادي شعرونه وویل شول.

"تیاره راځي د مشالونو ارمان وکړې په خدای
ملا د بندو مکتبونو ارمان وکړې په خدای."

دا د ټن‌غره په مشاعره کې، د نجونو د ښوونځيو په هکله د یو انتقادي شعر بيت دی، دا مشاعره د تېرې جمعې په ورځ د وږي په ۹مه نېټه جوړه شوې وه.

"د ټن‌غره په مشاعره کې د نجونو ښوونځيو ته شعرونه وویل شول، ورسره د ګیله‌من پښتین لپاره غږ اوچت شو
د ټن‌غر مشاعرې يو ګډونوال

د دې مشاعرې یو ګډونوال شاعر چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "د ټن‌غره په مشاعره کې د نجونو ښوونځيو ته شعرونه وویل شول، ورسره د ګیله‌من پښتین لپاره غږ اوچت شو، نو وروسته د مشاعرې ټول تنظیموونکي ور وغوښتل شول او پرېکړه دا شوه چې په راتلونکې کې چې هر څوک په مشاعره کې شعر لولي لومړی باید د حکومت مسوولین خبر شي، هغوی ته شعر ورکړي، هغوی یې امضاء کړي او له‌هغې وروسته په مشاعره کې وویل شي، چې دا د سانسور یو اوج دی."

هغه دا هم وايي، چې د طالبانو حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت د دې ولایت شاعرانو ته ویلي، د دوی د حکومت خلاف د انتقادي شعرونو لیکونکي او په مشاعرو او ادبي ناستو کې ویونکي به مجازات به شي.

"د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دُر دانې پلوري په مال."

په خوست ولایت کې یو بل شاعر چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وروستۍ پرېکړې ته په انتقاد سره د خوشحال خان خټک شعر ته اشاره کوي.

دا هم چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "شعر خپله د شاعر په واک کې هم نه وي، ځکه چې ډېر شاعران داسې شعرونه لیکي چې د دوی په واک کې نه وي، د زړه غږ یې وي، شاعر د ټولنې سترګې او عکاس بلل کېږي، نو چې څه ویني هغه به وايي، داسې خو نه‌کېږي چې په مخ کې ورته اغزي پراته وي او دا یې ګل انځور کړي، باید شاعرانو ته بشپړ ازادي ورکړي."

خوست کې د يوې مشاعرې انځور
خوست کې د يوې مشاعرې انځور

د طالبانو حکومت تر دې دمه په‌دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ويلي او په خوست ولایت کې د دوی د حکومت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو هم د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، په تېرو څه باندې درې کلونو کې په وار وار په کور دننه او بهر د بیان د ازادۍ پر نقض تورن شوی دی، خو وياندویانو یې بیا تل ادعا کړی چې د بیان ازادۍ ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دي.

په تېرو درې کلونو کې د یوشمېر داسې کسانو د نیولو، شکنجې او ربړونې راپورونه هم خپاره شوي دي، چې ادعا شوې د طالبانو پر حکومت یې نیوکې کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG