په افغانستان کې که له یوې خوا په موسیقۍ بندیز لګېدلی، ترڅنګ یې فرهنګیان د نورو فرهنګي فعاليتونو د پيکه کېدو خبره هم کوي.
دوی وايي، په کابل او ولایتونو کې چې مخکې ګڼې اوونیزې غونډې کېدې، اوس یې شمېر بیخي را کم شوی.
شاعر او لیکوال ذبیح الله بیان وايي، سره له دې چې په کابل کې فرهنګي ناستې کمې شوي، ورسره په ناستو کې ګډونوال هم کم شوي دي.
یو خو د حاکم ډلې قیودات دي، بل ډېر کسان چې په فرهنګي غونډو کې یې برخه اخیسته، هغوی له هېواده ووتل
نوموړی وايي: "د دې څو عوامل دي، یو خو د حاکم ډلې قیودات دي، بل ډېر کسان چې په فرهنګي غونډو کې یې برخه اخیسته، هغوی له هېواده ووتل، ځکه اوس تشه رامنځته شوې ده، په همدې خاطر ادبي فعالېتونه هم کمرنګه شوي او د ګډونوالو شمېر یې هم کم شوی."
خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند د دې نیوکې په اړه چې د طالبانو محدوديتونو فرهنګي فعالېتونه کم کړي، د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نهکړې.
په ننګرهار کې د ختیځ ادبي بهیر غړی ضیاالدین همتمل وايي، دوی اوس هم هره اوونۍ غونډې کوي خو زیاتوي چې د دې ولایت فرهنګي سابقې ته په کتو اوس په دې ولایت کې فرهنګي فعاليتونه کم شوي.
نوموړی اقتصادي ستونزې د فرهنګي فعاليتونه د کمېدو لامل بولي.
د پخوا په څېر سیمینارونه او لویې غونډې نهکېږي
ښاغلی همتمل وايي: "موږ هره اوونۍ دلته په ختیځ ادبي بهیر کې غونډې کوو، په لرې پرتو ولسوالیو کې هم کله ناکله غونډې کېږي، خو د پخوا په څېر سیمینارونه او لویې غونډې نهکېږي، ځکه اقتصادي وضعيت دې ته جوړ نه دی چې هغسې غونډې دې وشي."
ښاغلی همتمل وایي، دا چې له سیاسي بدلون وروسته له هېواده ډېر فرهنګیان ووتل او یوه فرهنګي تشه رامنځته شوه، دوی اوس هڅې پيل کړي چې نوي ځوانان په فرهنګي فعاليتونو کې راګډ کړي چې له دې سره رامنځته شوې تشه ډکه شي.
بل خوا په کندهار کې هم فرهنګي فعال کمال الدین څپاند په دې ولایت کې د فرهنګي فعاليتونو د کمېدو خبره کوي.
نوموړی وايي، د ژوند اړتیاوو فرهنګیان د فرهنګي فعاليتونو پر ځای په نورو لارو سر کړي دي.
نوموړی وايي: "کتابونه نه چاپېږي، مشاعرې او مناسبتي غونډې نهشته، یو ډول ګونګ او ناهیلی حالت دی، خلک د ژوند په نورو چارو مصروف شوي او شاعري او لیکوالي ترې پاتې ده."
په بلخ کې مېشت شاعر او لیکوال ذبیح الله احساس هم وايي، په دې ولایت کې د فرهنګي فعاليتونو هغه پخوانی شور نهشته، نوموړی یې علت وروستي سیاسي تحولات بولي.
ښاغلی احساس وايي: "لکه څنګه چې وروستیو سیاسي تحولاتو د دې جغرافیې انسانان په هر څه فکر کولو ته مجبور کړي دي، دلته هم دغه ډول یو حالت دی. یو ډول ابهام او خاموشي ده، لکه انسانان چې فکر وړي وي، ځینې فعالېتونه وخت ناوخته کېږي خو هغه پخوانی شور او هیجان پهکې نهشته."
ښاغلی احساس هیله من دی چې د وخت په تېرېدو سره به فرهنګي فعاليتونه بېرته وغوړېږي، ځکه د هغه په هغه خبره ټولنه ادبیاتو او فرهنګی فعالېتونو ته اړتیا لري.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته که له یوې خوا ډېر فرهنګیان له افغانستان څخه ووتل، د فرهنګیانو په وینا اقتصادي ستونزو او د طالبانو محدوديتونو هم د خپلواکو فرهنګي فعاليتونو په کمېدو کې رول درلود.
د شته فرهنګي ټولنو غړي وايي، که وضعيت په همدې ډول دوام وکړي، فرهنګي فعاليتونه به نور هم را کم شي.