د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۳

لغمان کې د "له امو تر اباسینه یوه لاره، یو فکر" تر عنوان لاندې غونډه


په لغمان کې "له امو تر اباسینه یوه لار، یو فکر" تر سرلیک لاندې د لرې او برې پښتونخوا د ۴ نومیالیو شاعرانو د نویو چاپ شویو شعري ټولګو د مخکتنې غونډه وشوه چې سلګونه کسانو پکې برخه اخېستې وه.

دغه مخکتنه د راشد خټک د «څو ژونده مزل» د سید شاه سعود «لکه د زاڼو الوتل غواړمه» د عمر دراز مروت د «سړی په رنګ نه سړی کېږي» او د ذبیح الله احساس د «زه او هغه» شعري ټولګې وه.

یاده غونډه د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر ۵ مه د دانش خپرندویې ټولنې له خوا د لغمان ولایت په دانش فرهنګي مرکز کې وشوه چې د پېښور، مردان، اسلام اباد، کوېټې، کابل، خوست، ننګرهار، پکتیا، بلخ او نورو ولایتونو ګڼ شمېر لیکوالو او شاعرانو پکې ګډون کړی و.

د دانش فرهنګي مرکز مشر اسد دانش وايي، د لرې او برې ‎پښتونخوا د شاعرانو د اثار د چاپونې او د دغو کتابونو د مخکتنې د غونډو او په دغه غونډو کې د لرې او برې پښتونخوا د شاعرانو د ګډون هدف د پښتنو ترمنځ د راشه درشې زیاتول او په پښتني سیمه کې ادبي فعالیتونه ګړندي کول دي.

نوموړيپه دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ټول ورونه یوو، یو قوم دی، یو هډوکی دی، موږ کې د لر او بر خبره نشته، موږ چې د کومو شاعرانو او لیکوالو کتابونه چاپوو، دا خپلې ژبې او کلتور د غوړېدا او د خپل ادب د غني کېدو یوه موخه ده چې زموږ یوه مهمه نقطعه ده، موږ مخکې هم دا ډول غونډې کړي او بیا به یې هم کوو چې زموږ ژبې او ادب ته پکې ګټه ورسېږي."

د خیبر پښتونخوا د مردان سیمې لیکوال او څېړونکی میا وکیل شاه فقیرخېل بیا په دې باور دی چې د پښتنو ترمنځ دا ډول ناستې او غونډې د امن او ورورلۍ لپاره ګټورې دي او د دې ډول غونډو د ډېرېدو هیله ښيي.

ښاغلی فقیرخېل وايي:

"که چېرې دا ډول غونډې کېږي، نو ورو ورو به موږ د امن طرف ته روانېږو، ځکه په دې کې د امن، ورورولۍ او همکارۍ خبرې کېږي او دا غور او فکر به پکې کېږي چې موږ د امن لپاره څرنګه کار کوو؟ ځکه چې شاعر، ادیب او لیکوال اکثره په خپلو لیکنو کې د امن خبرې کوي، نو دا ډول غونډې د امن، خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره ډېر اهمیت لري."

لیکوال، شاعر همیم جلالزی چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، دا ډول غونډې د دواړو خواوو د پښتنو ولسونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې بولي او په خبره یې چې دا نړۍ ته د د یووالي پېغام ورکوي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا ډول غونډې چې د دواړو خواوو ادیبان، لیکوالان او د قلم خاوندان پکې ګډون کوي، په اصل کې د هغه غاړې پېغام د دې غاړې او د دې غاړې پېغام د هغې غاړې خلکو ته رسوي، دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو ترمنځ د تړون یو مهم ټکی دی او دوی دغه تړون برحاله ساتي او بله دا چې نورو خلکو ته هم د دغه پېغام په رسولو کې مرسته کوي چې دواړو غاړو ته پراته ولسونه اوس هم شریک کلتور، شریک ارزښتونه، شریکې ګټې او شریکې غوښتنې لري."

د غونډې یو شمېر ګډونوالو د دغې غونډې پر افادیت سربېره، د دغوشاعرانو پر ژوند، فن او شاعرۍ هم خبرې وکړې. د بلوچستان د اکاډمۍ د بورډ غړي عبدالروف رفیقي غونډې ته د خپلې وینا په یوې برخې کې په دې اړه وویل:

"موږ په تاریخ کې د خپلو غفلتونو قضا نه شو راګرځولای، نه زموږ جبیره قضا کېږي، موږ ته د کفارې ضرورت دی، موږ به کفاره ادا کوو، نو بیا موږ له دې تیارو او جهالتونو څخه د راوتلو جوګه کېدای شو او د ښه سباوون پر لور حرکت کولای شو، باید موږ دغې دغه موقع فرصت وبولو او یو له بل سره د مینې او ورورولۍ همکارۍ وکړو."

د یادونې وړ ده چې د کتابونو د مخکتنې د غونډې په پای کې مشاعره هم وشوه چې لسګونو شاعرانو پکې برخه واخېسته او ځینو یې د غونډې پر ګډونوالو د ترنم خواږه هم ووېشل.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG