د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

لوګر کې د سنځل ګل مېله او مشاعره تر سره شوه


تېره ورځ په لوګر ولایت کې د سنځل ګل دودیزه میله او کلنۍ مشاعره د سلګونو شاعرانو او د ادب او هنر د مینه والو همدارنګه د هېواد د علمي او فرهنګي شخصیتونو او د ځايي ادارې د چارواکو په ګډون ترسره شوه.

د لوګر د سنځل ګل لسمه مشاعره چې د ورځې تر ناوخته روانه وه د لوګر په ګډون له پلازمینې کابل، لويې پکتیا او یو شمېر نورو سیمو نه هم فرهنګیان او شاعران ورغلي و، ویناوالو سږنۍ مشاعرې په دې وستایله چې تر څنګ يې د سنځل ګل دودیزه میله هم جوړه شوې وه.

په دې میله کې ګډونوالو لپاره د لوګریانو د دودیزو او وطني خوړو تابیا شوې وه او تېر ماښام د کتاب شپې په نوم یو بل په زړه پورې پروګرام هم جوړ شوی وو.

همدارنګه د لوګر ځايي چارواکو د سنځل ګل د کلنۍ مشاعرې په ویاړ شپږ عنوانه نوي علمي او مالوماتي کتابونه چاپ کړي و چې دا نووښت د فرهنګیانو لخوا ډېر وستایل شو.

په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول میلې او مشاعرې د ادب او هنر په برخه کې د افغاني اصیل فرهنګ د اوږدې سابقې یوه برخه ده.

ښاغلي ازمون د یادې مشاعرې ځانګړنه دا وښوده چې په دې ځل مشاعره کې که شاعرانو په نظام او حکومت نیوکې هم وکړې، نو هغه په هنري ژبه وې، د تخریب لپاره نه وې، بلکې اصلاحي بڼه يې لرله.

په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون
په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون

لعل پاچا ازمون زیاته کړه:

"دې مشاعرې د نورو کلونو سره توپیر دا لاره چې سږ کال د مشاعرې سره د سنځل ګل دودیزه میله هم ورسره ولمانځل شوه، یانې هم میله وه او هم مشاعره وه، دا ډول میلې او مشاعرې زموږ د هېواد د فرهنګ د بډاینې په برخه کې د رغونې په برخه کې همدارنګه هغه مخینه چې زموږ فرهنګ د مشاعرو او میلو په برخه کې يې لرله هغه يې راژوندۍ کړه، پخوا به په مشاعرو کې یوازې نیوکې کیدلې او هغو نیوکو به یوازې تخریبي بڼه به يې لرله، مګر سږ کال چې پدې مشاعره کې کومې نیوکې وشوې په نظام یا دولت باندې هغه نیوکې د سمون لپاره وې او په ډېره هنري ژبه باندې وې."

د پکتیا ولایت یو تن شاعر فرید احمد تسکین چې د سنځل ګل مشاعرې ګډونوال وو، د مشاعرې په ویاړ د شپږ عنوانه نویو کتابونو چاپ یو ښه نووښت وباله:

"مشاعرې په نورو ولایتونو کې هم ترسره شوې، زه کونړ ته هم تللی وم، لغمان ته هم تللی وم، ولې د نورو ولایتونو په پرتله دا ځل په لوګر کې ښه مشاعره وشوه، د کونړ هم ښه مشاعره وه، نووښت يې داوه چې د مشاعرې په ویاړ شپږ عنوانه کتابونه چاپ شوي و او ګډونوالو په کې هنري شعرونه واورو."

د مشاعرې په ویاړ شپږ عنوانه کتابونه چاپ شوي و
د مشاعرې په ویاړ شپږ عنوانه کتابونه چاپ شوي و

د سنځل ګل مشاعرې یو بل ګډونوال وايي چې دا ډول مشاعرې د شاعرانو د افکارو د ترجمانی لپاره یو ښه فرصت او د بېلابېلو سیمو د شاعرانو د لیدلو یوه ښه موقع وي:

"اکرم ساجد یم د افغانستان د ازادې مناظرې د ټولنې یو تن غړی، زموږ یو شمېر شاعران د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، هغوی نشي کولای هغه څه چې د دوی د زړه اواز دی، د دوی د فکر او مفکورو ترجماني ده، نشي کولای په جرئت يې وړاندې کړي، دا ډول مشاعرې د شاعرانو تر منځ واټن کموي، همدارنګه د شاعرانو، ادیبپالو او فرهنګپالو تر منځ اړیکې لا نورې زیاتوي."

د کبرا په نوم یوې ماشومې حماسې ټپې وړاندې کړې:

دېوال مې ټول په اوښکو لوند شو

ما د وطن له غمه ډېر ژړیدینه.

ځوان شاعر دیدار لونګ په خپل شعر کې د لوګر سنځلو یادونه وکړه:

خاورې او خځلې په ځان وشیندم

اوښکې مرغلرې په ځان وشیندم

ستا خوږې خبرې په ځان واخلمه

ستا ترخې خبرې په ځان وشیندم

شپه شي خاموشي راته سکون راکړي

شپه شي او سندرې په ځان وشیندم

ته به هم ګورګورۍ په ځان وشیندې

زه به هم ګورګورۍ په ځان وشیندم

نن به له لونګ سره لوګر ته ځم

نن خو به سنځلې په ځان وشیندم.

په سنځل ګل مشاعر کې شاعر او ژورنالیست داود تپان هم خپل کلام حاضرینو ته وړاندې کړ:

لومړۍ دیدن مو ولاړې بیا مې ونه لیدې

چې لاړې، لاړې پیسې لاړې بیا مې ونه لیدې

د درد یو څو څړیکې دې راکړې، مین دې کړمه

یو ناڅاپي شوې راترغاړې، بیا مې ونه لیدې.

نن به له لونګ سره لوګر ته ځم + نن خو به سنځلې په ځان وشیندم
نن به له لونګ سره لوګر ته ځم + نن خو به سنځلې په ځان وشیندم

په لوګر کې مشاعره د ګډونوالو په ولولو، خوښیو او چکچکو تر پایه روانه وه، ځنو شاعرانو په کې خپل او ځنو هم انتخابي شعرونه او غزلونه د ترنم په انداز وړاندې کړل.

د خوست څخه ورغلي شاعر رحیم سکندر هم په زړپورې ترنم وکړ:

نن سبا بې غمه یم، د ښکلي په شان ګرځمه

ځان له ځانه غېږ تاو کړو، ځان ځانته خوبولي شو

موږه د اسمان دغه احسان ته خوبولي شو

دومره خاموشي شي، چې باران ته خوبولي شو.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG