د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز؛ د دې غورځنګ د راروانې جرګې برخلیک څنګه کېږي؟


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ملاتړو یې د اکټوبر په دوهمه د خیبر په جمرود کې د اکټوبر د ۱۱مې جوړېدونکي جرګې د ځای د چمتو کولو او برابرولو پر مهال لیدل کېږي. پاکستانیو ځواکونو څو ځله د خېمو درولو مخه نیولې او پر لګونکو یې ډزې هم کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ملاتړو یې د اکټوبر په دوهمه د خیبر په جمرود کې د اکټوبر د ۱۱مې جوړېدونکي جرګې د ځای د چمتو کولو او برابرولو پر مهال لیدل کېږي. پاکستانیو ځواکونو څو ځله د خېمو درولو مخه نیولې او پر لګونکو یې ډزې هم کړې دي.

وروسته له دې چې د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ د مخنیوي قانون پر اساس بندیز ولګاوه، په دې اړه پوښتنې کېږي چې د دغه غورځنګ له لوري د اکټوبر په یوولسمه، یعنې د راروانې جمعې د ورځې د جرګې برخلیک به څنګه شي؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه حکم کې ویلي چې د دغه هېواد "مرکزي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په داسي فعالیتونو بوخت دی چې د پاکستان سولې او امنیت ته زیان لري."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د حکومت پرېکړه ظالمانه وبلله او ویې ویل چې دوی تل د عدم تشدد له لارې په پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف او د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

د چارو ځینې کتونکي وايي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ دا بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې دې غورځنګ د قومي عدالت په نوم جرګه وبلله.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دې فرمان په دې فرمان سره د پي‌ټي‌ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه منع اعلان کړل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دې فرمان په دې فرمان سره د پي‌ټي‌ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه منع اعلان کړل.

د راپورونو له مخې، پولیسو تر دې وړاندې هم څو ځلې د جرګې په ځای کې پر راټولو شویو خلکو اوښلن ګاز شیندلی او خېمې یې ورسوځولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرلت پر کمپ اوښلن ګاز او ډزې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

نو ایا له دې سره سره به جرګه جوړه شي؟

په کوټه کې د حقوقي چارو کارپوه همایون کاسي د جرګې جوړېدا په هغې کې د ولس له ګډون او غبرګون سره تړلې بولي.

کاسي وايي: باید ولیدل شي چې په ولس کې د دې جرګې لپاره څومره جذبه ده، څومره زور دی او ایا د ریاست (دولت) زور ته تسلیمېږي او که نه تسلیمېږي؟

کاسي وویل: "د پابندي (بندیز) معنا دا ده چې اوس ..... خو جرګه به هسي هم کېږي؛ دا خو د ولسي زور او پرېشر (فشار) خبره ده. باید ولیدل شي چې په ولس کې د دې جرګې لپاره څومره جذبه ده، څومره زور دی او ایا د ریاست (دولت) زور ته تسلیمېږي او که نه تسلیمېږي؟"

په همدې حال کې پرون د شمالي وزیرستان د اتمانزو قومي جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په اعلان شوې جرګه کې د ګډون لپاره خپل احتجاج پای ته ورساوه.

دوی له یوې مودې راهیسي په سيمه کې د امنیت په اړه د حکومتي ژمنو د نه پوره کېدو پر ضد احتجاج پیل کړی و او د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره يې تړلې وه.

د اتمانزو جرګې مشر مولانا بیت‌الله خبرې غونډې ته وویل چې دوی اعلان کوي چې د اکټوبر د ۱۱مې په جرګه کې به په ډله‌ییز ډول ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وړمه شپه د پاکستان د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز په اړه د ایکس په یوه سپېس کې وویل چې حکومت اخري حد ته ټوپ اچولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین

هغه وویل: "بن (بندیز) لګول څه اسانه کار نه دی، دوی له شپږ کلونو راهیسي دا هڅه کوله، خو اوس چې جرګه رانژدې شوه دوی اخري ځای ته ټوپ کړل، بندیز لګول د مستقیمې جګړې اعلان دی، له دې تاسي اندازه لګولی شئ چې د دې جرګې څومره زور دی."

د پېښور سترې محکمې د دې درې ورځنۍ جرګې جوړېدو ته اجازه ورکړې.

د پېښور ستره محکمه
د پېښور ستره محکمه

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په پښتون ژغورنې غورخنګ بندیز غندلی او له حکومته یې غوښتي چې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.

کمېسیون د اکټوبر په شپږمه پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه لیکلي چې پي‌ټي‌ایم هیڅکله له تشدده کار نه دی اخیستی او د خپلو غوښتنو لپاره د قانون په چوکاټ کې مبارزه کوي.

کمېسیون دا هم ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اساسي قانون پر اساس د خپلو اهدافو خبره کړې نو د بندیز لګولو جواز نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG