نړۍ
د پاکستان حکومت: خيبر کې د پښتنو جرګه د موازي حکومت په موخه جوړيږي
د پاکستان حکومت تور پورې کړی چې، خيبر کې د پښتنو جرګه د یو موازي حکومت او په ټولنه کې د اختلافونو د رامنځته کېدو په موخه جوړیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون چهارشنبې د(اکټوبر ۹مه) په اسلاماباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو: "د اکټوبر ۱۱مه لویه جرګه نه بلکې د زرګونو کسانو وربلل بل څه دي."
د دغو تورونو په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال عطالله جان پرون د ازادي راډیو مشال برخې سره په خبرو کې ویلي: "پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت ضد هیڅ ډول اقدام نهدی کړی، بلکې یوازې د پښتنو د حقونو پوښتنه کوي."
د پاکستان حکومت د اکټوبر په شپږمه په یو بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
د غورځنګ مشر منظور پښتین په همغه ورځ په یو بیان کې د پاکستان د حکومت دغه اقدام "ظالمانه" بللی و او د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او یوشمېر سیاستوالو د پاکستان د حکومت دا اقدام غندلی او خواشیني يې پرې څرګنده کړې وه.
د بښنې نړیوال سازمان د اکټوبر په اتمه په یو بیان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون د پلي کېدو په اړه سختې نیوکې کړې وې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې غورځنګ د یو مخکښ فعال ګیلهمن وزیر چې په تېرې جولای میاشت کې په اسلاماباد کې ووژل شو، د جنازې په مراسم کې د پښتنو د یوې لوې جرګې د جوړېدو ژمنه وکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بلوچستان په ډوکي کې د سکرو په يوه کان کې ۲۰ تنه وژل شوي
نامعلومو وسلهوالو نن سهار په بلوچستان د سکرو په یوه کان کې ۲۰ تنه ووژل.
پهدې پېښه کې چې د بلوچستان په ډوکي کې شوې، ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو د ماموریت یوه افسر همایون خان نن خبریالانو ته وویل چې، حمله کوونکو د راکټونو په شان له درنو وسلو هم کار اخیستی دی.
د روغتیايي چارواکو په وینا روغتون ته د ۲۰ تنو مړي او ۷ ټپیان ور وړل شوي دي.
حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د چين د مرکزي بانک پخوانی مرستيال د مرګ په سزا محکوم شوی
د چین د مرکزي بانک پخوانی مرستیال فان ییفې د بډې اخیستو په تور د مرګ په سزا محکم شو.
د چین دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې ییفې ته د دوو کلونو په ځنډ دغه سزا ورکول کېږي.
پر هغه تور پورې دی، چې د ۳۸۶ ميلیون چینايي ین په ارزښت چې څه باندې ۵۴ ميلیونه ډالره کېږي، جایدادونه په غیرقانوني ډول منلي دي.
د چین دولتي رسنیو د چین د یوې محکمې د حکم لهمخې دغه خبر ورکړی دی.
د جرمني صدراعظم اسراييل ته د نورو وسلو او مهماتو ورکولو اعلان وکړ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون اسرايیل ته د نورو وسلو او مهماتو د ورکولو اعلان وکړ.
هغه پر اسرايیل د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت د پارلمان په یوه مباحثه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.
شولڅ په خپلو خبرو کې وویل، موږ اسراييل ته وسلې ورکړي او نورې وسلې او مهمات به هم ولېږدوو.
د اپوزیسیون کرسشن ډیموکرات اتحاد او کرسشن سوسیال اتحاد ګوندونو د شولڅ پر حکومت انتقاد کړ، چې اسرايیل ته یې کافي ملاتړ نهدی برابر کړی.
د اقتصاد وزارت مخکې څرګنده کړې وه، د جرمني حکومت د مارچ او اګست میاشتو ترمنځ اسرايیل ته د جنګي وسلو د صادرولو اجازه ورنهکړه، خو ټینګار یې وکړ چې اسرايیل ته د وسلو پر صادراتو عمومي بندیز نهشته.
حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغل کړل، له هغې راهیسې په غزې تړانګه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه روانه ده.
غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل په حمله کې ۲۷کسان وژل شوي
د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي، د غزې تړانګې پر یوه ښوونځي د اسرايیل په حمله کې پرون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د اسرائیل پوځ وايي، پر هغو تروریستانو یې دقیقه حمله کړې چې له ښوونځي یې د سوق او ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.
هغو کسانو چې په ښوونځي کې پناه اخیستې وه، وايي په پېښه کې ۵۴ نور کسان ژوبل شوي هم دي.
په همدې حال کې د لبنان په جنوب کې د ملګروملتونو د سوله ساتنې پر یوه مرکز د اسرايیل یوه جلا حمله د دې سبب شوه، چې ایټالیا د اسرايیل سفیر احضار کړي.
د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي، په ناقوره ښارګوټي کې پهدې پېښه کې د دوی د څار برج ویشتل شوی او دوه سوله ساتي یې ټپیان شوي دي.
د ټپیانو د هویت په باب څه نهدي ویل شوي.
پښتين د جرګې ګډونوالو ته: له جرګې په شا نهشئ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د (اکټوبر لسمه) په خیبر کې د جرګې په ځای کې په خپلې وینا کې له پښتنو غوښتي چې له جرګې په شا نهشي.
هغه ویلي: "زموږ له خبرو دا خلک (د پاکستان حکومت) دومره ورخطا دی او که لاس جګ کړو نو ټول يې د کراچۍ سمندر ته ځانونه غورځوي."
پښتین زیاته کړې، د پښتنو دا قومي جرګه چې هره پرېکړه وکړي دا به يې عملي کوي.
نن د خیبر په میدان کې په زرهاوو کسان راټول شوي چې، سبا د اکټوبر یوولسمه د پښتنو قومي عدالت جرګه کې برخه واخلي.
دې جرګې ته د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو په زرهاوو کسان ور روان دي، چې یوشمېر يې د پولیسو لهخوا نیول شوي هم دي.
تېره ورځ د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د پوځ لهخوا د جرګي پر ګډونوالو د ډزو په پایله کې درې تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
منظور پښتین لهدې وړاندې ویلي، په هره بیه چې کېږي، جرګه به کوي.
د میلټن سمندري توپان د امریکا فلوریډا ته رسېدلی
د میلټن په نوم سمندري توپان چې د درېیمې کټګورۍ توپان دی، د امریکا فلوریډا ایالت ته رسېدلی او د راپورونو پر بنسټ د څه باندې دوه میلیونو کورونو او نورو سوادګریزو او اقتصادي مرکزونو برښنا يې پرې کړې ده.
د برښنا ډېره برخه په هادري، ساراسوتا او ماتي ښارونه کې پرې شوې ده.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا ایالت له اوسېدونکو غوښتي وو چې له توپان مخکې د تخليې سپارښتنې پلې کړي.
دغه توپان تېره شپه د تندو بادونو او شدید وروښتونو سره مل د فلوریډا ایالت ته ورسېده.
د امریکا د توپانونو ملي مرکز د میلټن توپان یو له خطرناکو توپانونو بللی او ویلي دي شاوخوا درې میلیونه خلک د دې توپان له احتمالي ګواښونو او ویجاړۍ سره مخ دي.
په زرهاوو کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي، خو د فلوریډا یو شمېر اوسېدنکو د چارواکو د تخلیې د غوښتنو سربېره لا هم په سیمه کې دي.
د امریکا ولسمشر د دې هېواد جنوبي سواحلو ته د توپان د رسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه ځنډولي دي.
ټرمپ خپلې سیالې او نورو ښځو ته سپکاوی کړی
د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه خپلې سیالې کاملا هریس او نورو ښځو ته سپکاوی کړی او ویلي دي چې پر ښځو دغه ډول بریدونه پای ته نه رسوي، حتی که د دې سبب شي چې ښځې رایې ورکونکې ورته رایې هم ورنه کړي.
ټرمپ پرون په پنسلوانیا کې د وینا پر مهال ویلي: "نه غواړم ښه کس ووسم، چا راته وویل، تاسې باید ښه ووسئ، ځکه دا د ښځو نه خوښېږي، خو ما وویل، زما لپاره اهمیت نه لري."
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نظر پوښتنې ښيي چې ټرمپ د ښځو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.
ټرمپ له دې وړاندې په اسکرانتون کې د وینا پر مهال خپلې سیالي کاملا هریس ته "بې کفایته" ویلې وه.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتیانو نومانده کاملا هریس د ټاکنیز کمپاین په موخه نیوادا ته تللې ده.
پر غزې د اسراییلو هوایي بریدونه؛ ۵۴ کسان وژل شوي
د اسراییلو پوځ پر مرکزي او شمالي غزه خپلو وروستیو هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي.
د غزې د روغتیا وزارت پرون چهارشنبه ویلي چې له تېرې یکشنبې راهیسې ۴۰ مړي له جبلیه سیمې او ۱۴ نور د غزې له شمالي سیمو ورلېږدول شوي دي.
لوېدیځو اژانسونو تېره ورځ د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې غزه کې د جګړې له پيله تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۲زرو واوښت.
د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی جبلیه کې د دې لپاره عملیات کړي چې په وینا یې حماس سخت دریځه ډله، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بیا خپل سنګرونه منظم نه کړي.
بل لورته د لبنان په جنوبي برخه باندې هم د اسراییل بریدونه روان دي او په دې وروستیو کې د ترکیې ، بلغاریا، رومانیا او قزاقستان سلګونه وګړي له لبنانه تخلیه شوي دي.
بایډن: د فلوریډا اوسېدونکي دې د سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا له اوسېدونکو غوښتي چې د یوه زورور سمندري توپان له وررسېدو مخکې د تخلیې سپارښتنې عملي کړي.
د"میلټن" په نوم سمندري توپان د مکسیکو له خلیچ څخه تېره شپه د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت ساحل خواته ورسېد.
د دغه توپان شدت په لومړیو کې د توپانونو د شدت تر ټولو لوړې کچې، یعنې پنځمې کټګورۍ ته رسېدلی و، خو اوس ۳ ته راټیټ شوی چې لا هم ګواښوونکی او خطرناک بلل شوی دی.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا درې میلیونه کسان د دغه توپان د ورانۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
فلوریډا ته د توپان له رسېدو مخکې ګڼ خلک اورلنډو ښار ته تخلیه شوي، خو د راپورو له مخې هلته د ښار او شاوخوا سیمو نژدې ټول هوټلونه ډک شوي دي.