د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

خيبر کې د پښتنو قومي جرګه پيل شوې؛ نن د خبرو لپاره د استازو د غوره کولو پرېکړه شوې


خيبر کې د پښتنو قومي جرګه
خيبر کې د پښتنو قومي جرګه

په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پښتنو رابلل شوې قومي جرګه په یوه ورځ ځنډ نن د اکتوبر په ۱۲مه سهار مهال پیل شوه.

د جرګې په ځای کې د مشال راډیو خبریال وسیم سجاد ازادي راډیو ته ویلي، پرانیستونکې وینا منظور پښتین او ورپسې قومي مشر ملک نصیر احمد کوکي خېل جرګې ته وینا وکړه.

د ملي جمهوري غورځنګ د مشرتابه پلاوي غړی او د جرګې ګډونوال منصور خان ازادي راډیو ته وویل:"جرګه نن لس بجو شروع شوه، د پرزینټېشن لپاره سکرین ولګول شو، تر دوو بجو به پرزینټېشونونه وړاندې کېږي له هغې وروسته به تر ماښامه بېلابېلو سیاسي ډلو او قومونو ته ځانګړي ځایونه برابریږي او د خبرو لپاره به یې کسان غوره کېږي."

زه ورته خوشبینه یم او خدای دې وکړي چې په اړه یې یو ګډ غږ راپورته شي."
افراسياب خټک

پرون جمعه د اکتوبر۱۱مه ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې په ځای کې خلکو ته په لنډ بیان کې وویل، په انتظامي چارو کې د ځن‌ له امله جرګه په خپل ټاکلي وخت شروع نه‌شوه.

ښاغلي پښتین دغه شان ویلي، په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته له بېلابېلو سیمو د ولسونو دومره خلک ورغلي چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې او دوی ته یې انتظامي چارې سختې کړې دي.

سیاستوال او د جرګې غړی افراسیاب خټک وايي، د خلکو پراخ ګډون او په یوه تغر د پښتنو د سیاسي مشرانو راټولېدو ته په کتو د جرګې پایلو ته ډېر خوشبینه دی.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ولسونه او خلک چې کله سره یوځای شي دا یو بل ته انرژي ورکوي، سیاسي ګوندونو کې هم دا درک رامنځته شوی او سبا ته به سترګې په لار یو چې له خبرو وروسته کومې مسودې او پرېکړې کېږي، زه ورته خوشبینه یم او خدای دې وکړي چې په اړه یې یو ګډ غږ راپورته شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې د مخنیوي لپاره د پاکستان د حکومت له هڅو سره-سره به جرګه د پښتونو پر وړاندې د روانې ناروا په اړه خپلې مهمې پرېکړې وکړي.

دې جرګې ته له بېلابېلو سيمو ګڼې پښتنې مېرمنې هم ورغلي دي.
دې جرګې ته له بېلابېلو سيمو ګڼې پښتنې مېرمنې هم ورغلي دي.

د یادولو ده چې د اکتوبر په ۵مه د خیبر پښتونخوا ایالت امنیتي ځواکونو د جرګې په پنډغالي برید وکړ چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره هلته لګول شوې خېمې یې وسوځولې، د دوی درې غړي یې ووژل، لسګونه نوریې ټپیان کړل او سلګونه نور یې ونیول.

"د نن ورځې لپاره به په لګول شوي سکرین کې هغه ډېټا چې له وړاندې راټوله شوې هغه ښکاره کېږي
د پي‌‌ټي‌ايم غړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رابلل شوې جرګې ته د (عدالت) نوم ورکړی او ویلي یې دي چې، په‌کې به ولسونه په قاطع توګه په‌دې پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره په کومو شرایطو وړاندې تګ کول غواړي.

د پښتون ژغورنې یوه غړي ګلبدین مسید د جرګې د نن ورځې د اجنډا په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نن ورځې لپاره به په لګول شوي سکرین کې هغه ډېټا چې له وړاندې راټوله شوې هغه ښکاره کېږي او له هغې وروسته به د ټولو ضلعو له کمپونو څخه استازي ټاکل کېږي چې هغوی وړاندې په بحثونو کې فعاله ونډه واخلي."

ښاغلي منظور پښتين ويلي، په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته له بېلابېلو سیمو د ولسونو دومره خلک ورغلي چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې او دوی ته یې انتظامي چارې سختې کړې دي.
ښاغلي منظور پښتين ويلي، په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته له بېلابېلو سیمو د ولسونو دومره خلک ورغلي چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې او دوی ته یې انتظامي چارې سختې کړې دي.

که څه هم په‌دې اړه کره شمېرې نه‌شته چې څومره کسانو په دغه جرګه کې ګډون کړی، خو وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي و چې، د خیبر د ولسونو له ۳۰۰۰ ډېرې حجرې له مېلمنو ډکې دي او اړتیا ده چې د پېښور ولسونه هم خپلې حجرې مېلمنو ته وقف کړي.‌

په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو روانه جرګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو له هرکلي سره مخ شوې او ځنیو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې له جرګې د ملاتړ سربېره هیله ښودلې چې جرګه وکړای شي په سیمه کې د پښتنو پر وړاندې د روانو ناخوالو او ناندریو د حل لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG