د طالبانو او ايراني چارواکو ترمنځ د يو نوي بندر پرانيستلو هوکړه؛ سوداګرو يې هرکلی کړی

د افغانستان او ایران ترمنځ د یوه سرحدي بندر انځور

ایراني چارواکي او د طالبانو حکومت د سیستان په "ګمشاد" سیمه کې د یوه نوي سرحدي سوداګریز بندر د پرانیستلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

په‌داسې حال کې چې له پاکستان او ایران سره د افغانستان په بندرونو کې د سوداګریزو ستونزو په اړه اندېښنې اوج ته رسېدلي، ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د سیستان په "ګمشاد" سیمه کې د یوه نوي سوداګریز بندر د پرانيستلو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي.

د ایران ایرنا خبري اژانس تازه د سیستان-بلوچستان د والي محمد کرمي په حواله راپور ورکړی چې دغه موافقه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په بلنه کابل ته د هغه د وروستي سفر په ترڅ کې شوې ده.

کرمي زیاته کړې، په دغه سفر کې د ګډې پانګونې او همداراز د سیستان-بلوچستان په "ګمشاد" سیمه کې د دویمې پولې د بیا پرانیستلو په اړه هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زياتوالي او د سوداګريزو راکړو ورکړو په اسانتيا کې د مرستې ترڅنګ به د سيمې د اقتصادي پرمختګ او د نويو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل هم شي.

کرمي ويلي، د سیستان ازاده د صنعتي سوداګرۍ سیمه او د چابهار ازاده د صنعتي سوداګرۍ سیمه د دوو مهمو اقتصادي قطبونو په توګه د پانګونې او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه برابروي او په نژدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ وده وکړي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پخواني ټویټر یا اوسنۍ ايکس‌پاڼه کې اعلان کړی چې نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر حسن کاظمي قُمي سره کتلي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي

په بیان کې راغلي، دواړو لوريو د چابهار بندر په اړه هم خبرې کړي او د دواړه خواو د مسوولو کسانو په ګډون د پرېکړه‌ليکونو د څېړلو لپاره يوه کمېټه ټاکل شوې.

دغه اقدام د یو شمېر هغو افغان سوداګرو او صنعتکارانو تود هرکلي سره مخ شوى چې د ایران او پاکستان په بندرونو کې له ستونزو شکایت کوي.

د يوې کارخانې خاوند رحیم‌الله مایار ازادي راډيو ته وویل: "دا د صنعت او سوداګرۍ لپاره یو مثبت ګام دى، ډېر سهولتونه رامنځته کېږي او درې نور بندرونه لکه د نيمروز، فراه او اسلام کلا بندر کې ډېر رش او بيروبار وي په ډېری مواردو کې زموږ مالونه پنځلسو او شلو ورځو پورې ځنډیږي، چې دا د سوداګرو لپاره ډېر تاوان لري."

یو سوداګر بشیر چې د پاکستان په بندرونو کې له ستونزو شکایت کوي، له نورو هېوادونو سره د لا ډېرو بندرونو په جوړېدو خوښ دی.

هغه وايي: "د شهرنو، تورخم او غلام خان په بندر کې مې خپل پنځه ټېلره مال په‌دې خاطر چې خراب شوى و ايسته اچولى، سل لکه زه خپله تاواني شوى يم هر څو چې لارې خلاصې شي او نورو هېوادونو سوداګري پرمختګ وکړي موږ خوشحالېږو."

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه هم له ایران سره په نورو بندرونو کې ستونزې تاییدوي او وايي چې د "ګمشاد" په سیمه کې د نوي بندر په پرانیستلو سره به سوداګرو او صادرونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان او ایران د یوه بندر څنډه. په دې بندر هره ورځ یو زیات شمېر سوداګریز موټر تګ راتګ کوي.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي: "د ګمشاد بندر د وخت او زمان له امله د افغانستان سره تر ټولو نژدې لار ده، لګښتونه کمېږي د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د صادراتو او وارداتو تر ټولو ښه لار ده."

له‌دې مخکې هم د پاکستان له‌خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او نورې لارې د بېلابېلو دلایلو له امله د دغه هېواد د سوداګریزو توکو پر مخ تړل شوې دي.

خو تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي دې مسئلې ته په اشارې سره پاکستان د منځنۍ اسیا د لارې په تړلو وګواښه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پاکستان ته د صادراتو په کچه کې د ۶۰سلنه کموالي په اړه ازادي راډيو ته وویل، د ایران له لارې د سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته شوې او کورنۍ يا داخلي سوداګري له ایران سره په کال کې له دوه میلیاردو ډالرو اوښتې.