د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

الکوزی: ښايي له پاکستان سره ټرانزیټ او راکړه ورکړه تر ۶۰ سلنې هم ډېره کمه شوې وي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

په داسي حال کې چې له پاکستان سره د تورخم له لارې د افغانستان ټرانزیټ ۶۰ سلنه کم شوی، د ایران د ماهیرورد بندر له لارې اته برابره ډېر شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو مرستیال خان‌ جان الکوزی وايي چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ د سیاسي ملحوظاتو له کبله خورا کم شوی او پر ځای یې له ایران سره ډېر شوی دی.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس وايي، د دغه ولایت د پولې له لارې افغانستان ته ټرانزیټ اته برابره زیات شوی دی.

محمد کوهګرد پرون دوشنبې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، تر ۱۵ زره زیات کانتینرونه، چې وزن یې له څلور نیم زرو ټنو څخه زیات وو، د ماهیرود له پولې څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د محمد کوهګرد په وینا: "دا شمېره د تېر کال د همدې مودې پرتله اته برابره زیاته ده."

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې مشر شاهد حسین وايي، پر تورخم دوه اړخیز تجارت نژدې ۵۰ سلنه کم شوی دی.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې ښايي له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټ او راکړه ورکړه تر شپېته سلنې هم ډېره کمه شوې وي.

ده یې د دلیل په اړه وویل: "له بده مرغه له پاکستان سره زموږ تجارت او کاروبار د سیاسي ملحوظاتو په سبب ډېر زیات خراب شوی دی، کله چې زموږ د زراعتي محصولاتو وخت راشي، لارې بندې شي، له بلې خوا پاکستان له ټرانزیټي او ګمرکي نظره زموږ صادراتو ته خپل شرایط ډېر سخته کړي دي، زموږ په مېوو باندې یې ټکسونه ډېر جګ کړي، ۱۲ قلمه مالونو باندې یې تعرفه څو سوه فیصده لوړه کړې ده، زموږ پر ټرانزیټ باندې یې محلي یا صوبايي ټکسونه هم لګولي دي، غلام خان، تورخم او نور بندرونه اکثره وخت بند وي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونې مرستیال خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونې مرستیال خانجان الکوزی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې مشر شاهد حسین وايي، د تورخم له لارې د سوداګرۍ د کمېدو اصلي علت د تیرا د راجګل کډوالو له‌خوا له شاوخوا څلوېښتو ورځو راهیسې د پېښور او تورخم د لارې تړل دي.

د تيرا راجګل کډوالو د روان کال د اګست له ۲۰مې راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی چې له امله يې له افغانستان سره د تورخم پر لاره په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې ایراني چارواکي د خپل هېواد یوازې د یوه ګمرک له لارې افغانستان ته د مالونو د ټرانزیټ د اته برابره کېدو خبره کوي.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس وویل چې د ټرانزیټ شوي مال ارزښت له ۶۷۱ میلیون ډالرو څخه زیات دی.

ده د ماهیرود بندر له لارې افغانستان ته د تللیو لاریو شمېر هم د تېر کال د ورته شپږ میاشتنۍ مودې پرتله ۶ برابره ډېر وباله.

خان جان الکوزی هم تاییدوي چې له ایران سره د افغانستان ټرانزیټ زیات شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG