د طالبان د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې د زړه په ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ د تلې میاشتې په ۹مه رسنیو ته په استولي پیغام کې د زړه د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې، پهدې وروستیو کې په افغانستان کې پهدې ناروغۍ د اخته کسانو ۵۵ زره نوې پېښې ثبت شوي دي.
"له بدهمرغه په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د قلبي ناروغانو ګراف لوړ شوی
هغه ويلي: "له بدهمرغه په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د قلبي ناروغانو ګراف لوړ شوی، له موږ سره د قلبي ناروغیو ۵۵ زره بېلابېلې پېښې ثبت شوي دي، دغه راز پهدې ناروغانو کې د مړینې شمېرې هم شته او له بدهمرغه د دې ناروغیو ګراف په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې په لوړېدو دی."
ښاغلی زمان د دې ناروغۍ د زیاتېدو دلیل د خلکو په ورځني ژوند کې د عادتونو بدلېدل بولي او له خلکو غواړي چې پهدې اړه دې د عامه پوهاوي پروګرامونه او د روغتیایي ټیمونو سپارښتنې عملي کړي.
خو نوموړي پهدې اړه چې د زړه ناروغۍ ډېری په کوم عمر لرونکو خلکو کې زیاته ده، جزیات نهدي ورکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې ځیني د زړه ناروغان وایي، دغې ناروغۍ له بد حالت سره مخ کړي او دوی له مرګ او ژوند سره لاس او ګرېوان کړي دي.
د کندوز ولایت اوسېدونکی روحالله مختار سیال ازادي راډیو ته وویل، له تېرو اتو کلونو راهیسې د زړه په ناروغۍ اخته دی.
هغه وايي: "کله چې مې د قلب ضربان غیر منظمه شول پاکستان ته رحمان په نوم روغتون ته ورغلم هلته یې راته وویل چې له اعصابو سره دې د قلب سیستم قطع شوی او پهدې حالت کې دې د قلب ضربان زیاتېږي، تل په ورځ کې یو وار یا اوونۍ کې حتما یو ځل لهدې حالت سره مخ کېږم هغه نو داسې حالت راباندې راشي چې فکر کوم نه مړ یم، نه ژوندی."
"د قلب درې واله مې په تکلیف وو، چې یو وال یې سل سلنه او دوه نور یې ۹۵سلنه بند شوی وود زړه يو ناروغ
دی وایي تېرو کلونو کې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره پاکستان او هندوستان ته تللی و، خو په خبره یې له تېرو څو کلونو راهیسې اوزګار دی او د تېر پهشان د خپلې درملنې د دوام وسه نهلري.
د کابل ښار یو اوسېدونکی او متقاعد چې اوس د زړه په ناروغۍ اخته شوی هم وایي چې، د خپلې درملنې د دوام اقتصادي وس نهلري.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د قلب درې واله مې په تکلیف وو، چې یو وال یې سل سلنه او دوه نور یې ۹۵سلنه بند شوی وو، بیا یې زما د قلب په یو وال کې سپرنګ واچوو، خو دوه نور والونه همداسې پاتې دي، اوس مې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او د درملنې وسه نهلرم."
په دې اړه نور: پروان کې د ناپېژاندې ساري ناروغۍ زیاتوالی؛ اوسېدونکي یې اندېښمن او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کويد زړه ناروغیو متخصصان دا ناروغي خطرناکه بولي او وایي، د زړه ناروغان باید له مخدره توکو کارولو ډډه وکړي او تل د خپل ډاکتر پر لارښوونو عمل وکړي.
د زړه ناروغیو جراح او متخصص ډاکتر محمد رفیع حمیدي د قلبي ناروغیو د رامنځته کېدو د لاملونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "قلبي ناروغۍ د بېلابېلو لاملونو لکه د ویني لوړ فشار، لوړ کلسټرول، زیات وزن لرل او د وینې د شکر د لوړېدو له امله رامنځته کېږي، په قلبي ناروغیو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید سالم خوارکي رژیم چې هغه کې د مېوو، سبزیو، کمو غوړو مصرف او د مالګې ډېر نه خوراک دی، دغه راز په منظمه توګه باید ورزش وشي په ځانګړې توګه په ورځ کې باید حد اقل ۳۰ دقیقې پیاده مزل وشي."
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت داسې وخت په افغانستان کې د قلبي ناروغیو د زیاتېدو خبره کوي چې ډېری افغانان وایي، د کورنۍ غړي یې د اندېښنو له امله پهدې ناروغیو اخته او دوی د اقتصادي ستونزو له امله د درملنې وس نهلري.