د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د خوب په اړه نوې څېړنې شوي؛ تاسو شپه او ورځ کې څومره خوب کوئ؟


ارشيف
ارشيف

خوب ته هر انسان ضرورت لري، له زېږېدو سره زیات وي بیا د عمر له تېرېدو سره کله کم او کله ډېر شي.

خلک د عمر په مختلفو مرحلو کې څومره خوب کوي؟

د یوې نوې څېړنې له‌مخې نوزېږدی ماشوم چې درې فصلونه یې چې اکثر وخت په‌کې وده د مور په رحم کې په تیاره کې تېر کړی وي، په څلرویشت ساعتونو کې له څوارلسو تر اوولس ساعتونو پورې خوب کوي.

امریکایۍ ټایم مجله په‌دې اړه په یوه مطلب کې لیکي، له څلور میاشتنۍ تر یوه کال پورې د ماشوم خوب کمیږي، په‌دې موده کې ماشومان له دولسو تر شپاړسو ساعتونو پورې ویدیږي.

تر دې وروسته تر دووه کلنۍ پورې بیا خوب کمیږي او یو ماشوم له یوولسو تر څوارلس ساعتونو پورې خوب کوي.

دغه راز تر دې وروسته له درې کلنۍ تر پنځه کلنۍ پورې چې ماشوم ډېره وده نه‌کوي، خوب کمیږي.

د نویو څېړنو له‌مخې په همدې کلونو کې ماشوم ته د غرمې له‌خوا خوب مهم دی، ځکه چې دا عمر د ماشوم د چرت وهلو او خیال زمانه ده، په همدې کلونو کې ماشومان د ډار خوبونه ډېر ګوري چې خوب ور خرابوي، خو د یوه نیم ماشوم خوب دروند وي که په‌کې وویریږي هم بېرته یې سترګې درنیږي او خوب یې وړي.

ارشيف
ارشيف

د ښوونځي د لومړنۍ دورې د ماشومانو خوب بیا لږ نور پسې کمیږي، د دوی خوب تر ډېره د شپې له‌خوا درنیږي.

له دیارلس کلنۍ تر بلوغ پورې یو ځل بیا د خوب په وخت کې تغیر راځي.

د بلوغ له سن وروسته چې د انسان جسم وده کړې وي، خوب له اووه تر اتو ساعتونو ته راښکته کېږي، خو د څېړنو له‌مخې هغه کسان چې خوب یې دروند نه وي هغوی تر اته ساعتونو د شپې په مخه ډېر ويده کېږي.

داسې کسان هم شته چې تر لسو ساعتونو ډېر خوب کوي او چې کله سهار شي زړه یې غواړي چې نور خوب هم وکړي.

دغه کسان چې ډېر خوب کوي د دوی په باره کې څېړنې شوې دي، علت یې نه‌دی معلوم شوی البته ډاکټران لارښوونه کوي چې داسې کسان که چېرته منظم سپورټ وکړي دا ستونزه به یې حل شي.

ويل شوي دي، د عمر په ډېرېدو خوب هم ورو ورو کميږي.
ويل شوي دي، د عمر په ډېرېدو خوب هم ورو ورو کميږي.

له پنځه شپېته کلنۍ ور پورته بیا د خوب د کمېدو زمانه ده، د دې عمر کسان غواړي چې د شپې وخته ویده شي.

ګڼ زاړه د شپې دروند خوب نه‌کوي سهار هم وخته راویښیږي.

هغه کسان چې د اوونۍ په ترڅ کې نه‌شي کولی چې خپل خوب د کار له امله بشپړ کړي، هغوی ته روغتیاپالان لارښوونه کوي چې د رخصتیو په ورځو کې لږ ډېر خوب وکړي، که د چا خوب پوره نه‌شي ممکن د زړه د ناروغۍ سبب شي یا په غوږونو کې د ازانګو ناروغي ورته پيدا شي.

XS
SM
MD
LG