د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

يوشمېر کورنۍ په کابل ښار کې د کوڅه‌ډبو سپیو زیاتېدو اندېښمنې کړي دي


د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ ويلي، يو کال کې يې نږدې ۲۶زره کوڅه‌ډب سپي راټول کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ ويلي، يو کال کې يې نږدې ۲۶زره کوڅه‌ډب سپي راټول کړي.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د استوګنې په سیمو کې یې د کوڅه‌ډبو سپیو موجودیت ورته له کور وتل سخت کړي او په‌دې اړه سخت اندېښمن دي.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکې مرسل ازادي راډیو ته وویل، څو میاشتې وړاندې یوه کوڅه‌ډب سپي له کوره د باندې پرې برید وکړ چې له کبله یې پښه ژوبله شوه.

"د کوڅه‌ډبو سپیو شمېر زموږ په سیمه کې زیات دی، په کوڅه کې له ۳۰ تر پنځوسو کوڅه‌ډب سپي شته
د کابل اوسېدونکی لطف‌الله

هغه وايي: "هغه ځای چې سپي پرې داړلې وم تر یوې اوونۍ پورې یې درد نه ارامه کېده، اوس چې هر وخت هغه ځای ته چې سپي پرې داړلې وم ګورم ډېر ورته ځورېږم، که څه هم درملنه مې کړې او ښه شوې یم، اوس چې هم کله د باندې وځم هره ورځ ډېر سپي مې له څنګ تېریږي."

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اوسېدونکی لطف‌الله امرخېل هم په خپله سیمه کې د کوڅه‌ډب سپیو له موجودیته شکایت کوي.

هغه وايي: "د کوڅه‌ډبو سپیو شمېر زموږ په سیمه کې زیات دی، په کوڅه کې له ۳۰ تر پنځوسو کوڅه‌ډب سپي شته، زموږ کور د پارک په مخه کې دی، دلته ډېر زیات دي خلک ډېر په عذابوي او ځینې خو یې ان ماشومانو پسې منډې وهي، په‌دې برخه کې د مسوولینو پاملرنه غواړم څو خلک ارام ژوند وکړي."

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د کوڅه‌‌ډبو سپیو له ډاره یې ماشومان له کور نه‌شي وتلی او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

خلک وايي، د سپيو له ويرې يې ماشومان له کوره نه‌شي وتلی.
خلک وايي، د سپيو له ويرې يې ماشومان له کوره نه‌شي وتلی.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ هم په کابل ښار کې د کوڅه‌ډبو سپیو موجودیت تاييدوي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌‌الله بارکزي د پنج‌شنبې په ورځ د سپټمبر ۱۲مه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو لړۍ په دوام د دغې ادارې د یو کلن راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، په تېر یو کال کې دوی ۲۶ زره کوڅه‌ډب سپي د کابل ښار له بېلابېلو سیمو راټول کړي دي.

نوموړي وويل: "د ۲۵ زره او ۹۹۰ سپي له کابل ښاره راټول شوي، چې له بده‌مرغه ۸۸۲۳ یې د لیونیو سپیو په ویروس اخته وو، چې د اصولي لارو چارو څخه په استفادې له‌منځه یوړل شول او دولس زره او ۱۸۴ یې بیا تر نیولو وروسته واکسین شوي، نر هغه یې عقیم شوي او د ښځینه نسل رحمونه یې له‌منځه یووړل شول."

هغه زیاته کړه، کابل ښاروالۍ په ځانګړي ډول په ښار کې د کوڅه‌ډبو سپیو د مخنيوي او کنټرول مسوولیت لري.

د کابل ښاروالۍ نښان
د کابل ښاروالۍ نښان

په کابل ښار کې د کوڅه‌‌ډبو سپیو موجودیت نوې خبره نه‌ده، بلکې تر دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې خلکو یې په اړه شکایتونه لرل او د ټولولو غوښتنه یې کړې وه.

د ساري ناروغیو متخصصین له ډلې یې فریدالله عمري د استوګنې په سیمو کې د کوڅه‌ډبو سپیو موجودیت خطرناک بولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "کله چې کوڅه‌ډب سپي انسان داړي هغه که ماشومان وي یا لویان، نارینه وي که ښځینه، انسان د لېوني سپي پر ناروغۍ او یا «ربیس» اخته کولای شي."

هغه ټینګار کوي چې، دغه ناروغي ډېره خطرناکه ده او د کوڅه‌ډبو سپیو په داړلو سره سم باید خلک نږدې روغتیايي مرکز ته ورشي او واکسین وکړي، ځکه په خبره یې که واکسین او درملنه یې ونه‌شي انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولای شي.

XS
SM
MD
LG