د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

په ميدان وردګ کې لېونيو سپيو لسګونه کسان داړلي


آرشیف
آرشیف

میدان وردګ کې لېونیو سپیو د خلګو ژوند تریخ کړى دى.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي وايي، د لېونو سپیو شمېر ورځ تربلې د زیاتېدو په حال کې دى او دولت ته په کار ده چې د مخنیوي لپاره يې ګامونه پورته کړي.

امان الله د دغه ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

هغه ازادي راډيو ته وویل، چې تېره ورځ لېونيو سپيو په چک ولسوالۍ څلور تنه داړلي وه.

هغه وايي: "لېوني سپي په میدان وردګو ولایت کې زیات شوي دي، تېره ورځ زموږ په چک ولسوالۍ کې څلور تنه داړلي وو، درمل په سیمه کې نه شته نو دا ډېر خطر ناکه دي، انسان سمدستي ورڅخه مړ کېږي نو دولت يې بايد مخه ونیسي، لېوني سپي چې کله انسان وداړي بیا نه جوړېږي."

نور علي د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار یو بل اوسېدونکي دى.

هغه وویل په دې وروستیو کې د کوڅه ډبه سپیو له امله نه شي کولای په ډاډه زړه له کوره ووځي او خپلې چارې مخ ته یوسي.

دی زیاتوي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې له کوڅه ډبو سپیو سره مخ کېږي، چې وخت ناوخت پرې ډله ييز بریدونه هم کوي چې زیاته برخه يې لېوني سپي وي.

د میدان وردګ روغتیايي مسوولان وايي، چې په وروستیو څو میاشتو کې سپيانو د دې ولایت په مرکز او نورو سیمو کې ۴۶ کسان داړلي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر زیر ځیرک ازادي راډيو ته وویل: "پنځه څلویښت تنه د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر دا مهال سپیو داړلي دي چې موږ ته يي مراجعه کړې او موږ بستر کړي دي، موږ اوس ولسوالیو ته واکسین لېږلي."

د میدان وردګ ښاروالي د دې ولایت له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ په ټول میدان ښار کې وروسته له هغې چې لېونيو سپیو ۴۵ کسان وداړل، د لېونیو سپیو د لمنځه وړنې سراسري کمپاین پیل کړی دی.

په دغه کمپاین کې د لېونیو او داړونکو سپیانو د له منځه وړنې په موخه د ځانګړې طبي تګلارې په مرسته له زهري غوښې څخه ګټه اخیستل کېږي.

د دغه ولایت ښاروال عبدالغفور حیدري ازادي راډيوته وویل: "موږ کمپاین پیل کړى دى څو د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لېوني سپي مړه کړو، ځکه دي سپیو خلګ زیات په تنګ کړي او موږ هم د عامي روغتیا ریاست یو ځاى په دې اړه اقدامات پیل کړي دي."

د میدان ښار ښاروالي مسولین د دې ولایت له ټولو اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په دغه کمپاین کې ورسره مرسته وکړي او د لېونيو سپیو د موندنې په اړه یادې ادارې ته خبر ورکړي.

ډاکتر محب الله سباون ازادي راډيو ته وویل، لېونی سپی چې کله یو کس وداړي نو کس د ریبیز په ناروغۍ اخته کېږي.

نوموړي وايي، ریبیز ويروس خپرېدونکې ناروغي ده چې د انسان د اعصابو پر مرکزي نظام حمله کوي.

دى وايي: "د دې ناروغۍ نښې دا دي چې د انسان بدن ورو، ورو فلجېږي، ډوډۍ نه شي خوړلای او له اوبو وېرېږي."

ډاکتر محب الله سباون وايي، کله چې کس سپي وداړي سمدستي دې خپل زخم په پاکو اوبو ومینځي او بیا دې ژر تر ژره تر ډاکتر ځان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په پکتیا ولایت کې هم سپیو یو شمېر زیات کسان داړلي وو.

د یاد ولایت د روغتیايي چارواکو په وینا، د پکتیا ولایت روغتونو کې څه باندې ۲۰۰ کسانو په یوې میاشت کې ورته مراجعه کړې چې سپیو داړلي وو.

XS
SM
MD
LG