د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

کوڅه ډب هندي سپی بریتانیا ته ولیږدېده


آرشیف
آرشیف

د هند په لارو کوڅو کې داسې اټکل کیږي چې شاوخوا ۳۰ میلیونه کوڅه ډب سپي شته.

له دې ډلې یو سپی بریتانیا ته ولیږدېده، هلته یو څوک دې ته چمتو شوی دی چې دا سپی وساتي. پوهیږئ چې دا څرنګه سپی دی؟ د دې سپي دوه پښې نه شته.

دا کوڅه ډب سپی چې د مخې دوه پیښې نه لري د چهارشنبې(د لړم ۲۸مه) په ورځ په داسې حال کې چې لکۍ یې وهله د بریتانیا په لور یې په الوتکه کې سپور کړ.

دا سپی درې کلن دی. د اکتوبر په لومړیو کې د هند په شمال کې د هریانا ایالت په فرید اباد ښار کې د ریل د کرښو ترمنځ په وینو لړلی وموندل شو.

د اورګاډي یوه ساتونکي دا سپی په سیمه کې د څارویو یوه پناه ځای ته یووړ.

په دې پناهځای کې هرکال په زرګونو کوڅه ډب سپي، بې څیښتنه غوایي او بیزوګانې چې د هند په بیروبار سړکونو او د ریل پر کرښو ټپي کیږي، ساتل کیږي.

یوه هندي وترنر ماهش ورما په یوه ویډیو کې چې د انټرنټ له لارې یې خپره کړې ده وایي، د دې ټپي سپي نوم یې« پوچ راکي» ایښی دی او د دې ژغورنه تقریباً ممکنه نه وه.

ماهش ورما زیاتوي، د دې سپي سخته وینه بهیده، له یوه بل روغ سپي څخه مو وینه ورتیره کړه.

وترنران مجبوره شول چې د مخې پښې یې قطع کړي، د دې سپي شاتنۍ پښې هم سختې ژوبلې شوې وې خو د غوڅېدو نه وې او د ژوند هیله یې دې سپي ته ورکوله.

د ماهش ورما ویډیو ته د څارویو د ژغورنې د ډلو پاملرنه واوښته او دوی پوچ راکي ته د بریتانیا په جنوب کې د کوټسولډز په کلیواله سیمه کې یو کور پیدا کړ.

په لندن کې یوه میشت هندي د دې سپي د مصنوعي پښو د جوړیدو لګښت په غاړه واخېست.

پوچ راکي د چهارشنبې په سهار له نوي ډيلي په الوتکه کې پورته شو او په داسې حال کې چې لکۍ یې وهله د لندن په لور رهي شو چې هلته خپل نوي څښتن ته ور وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG