د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې د جاويد کوهستاني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه

له ارشيفه د جاويد کوهستاني يو انځور، 14 December 2014

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټه له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، په کابل کې د ملګروملتونو له سیاسي استازولۍ یا یوناما او سره صلیب کمېټې غواړي چې، د طالبانو له بنده د سیاسي چارو د شنونکي جاوید کوهستاني د خوشې کېدو اړوند دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت د سیاسي چارو د شنونکې جاوید کوهستاني نیول کېدل نه تایید کړي او نه یې رد کړي، خو د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټه د نوموړي پر سمدستي خوشې کېدو ټینګار کوي.

دغې کمېټې د سه‌شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو، په کابل کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) او سره صلیب غوښتي چې، د طالبانو له حکومته د نوموړي د خلاصون لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

"زموږ هيله دا ده چې دا غوښتنې او اعلاميې وکولى شي اغېزمنې پايلې ولري، د کوهستاني غوندې اشخاصو د ځان د ساتنې په برخه کې چې په هيڅ يو پوځي او سياسي فعاليت کې رول نه‌لري

په اعلاميه کې راغلي، د طالبانو کړنې د وېرې د رامنځته کولو، د بيان د ازادۍ د محدودولو، د اطلاعاتو د انحصار او د ټولنيز او فزيکي زورزياتي لامل بلل شوى چې دوى ورته اندېښمن دي.

د افغانستان د بشری حقوقو د مدافعانو کمېټې له طالبانو وغوښتل چې د مدني او سیاسي ازادیو د ساتنې په هکله د افغانستان نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي، څو په دغه هېواد کې د بشري حقوقو د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل نه‌شي.

دغې کمېټې د ځینو سرچینو په حواله ادعا کړې چې، ښاغلی کوهستاني د طالبانو د استخباراتو له‌خوا شکنجه شوی دی.

مدني فعال او د دې کمېټې غړي عبدالحمید صفوت د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زموږ هيله دا ده چې دا غوښتنې او اعلاميې وکولى شي اغېزمنې پايلې ولري، د کوهستاني غوندې اشخاصو د ځان د ساتنې په برخه کې چې په هيڅ يو پوځي او سياسي فعاليت کې رول نه‌لري، خو له بده‌مرغه پوښتل شوي دي، هڅه مو دا ده چې هغه ژر تر ژره خپل کور ته ستون کړی شي."

جاوید کوهستاني مخکې له‌دې چې طالبان د کابل بياځلي واک تر لاسه کړي، د سیاسي چارو شنونکی و او په ټلوېزیوني بحثونو کې یې برخه اخیسته.

طالبان تر ډېره هغه سياسي شنونکي نيسي چې په ټلوېزيوني بحثونو کې د دوی د پاليسيو پر وړاندې نيوکې کوي.

نوموړی یو له هغه فعالانو څخه دی چې، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شو.

تر دې وړاندې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني خپلوانو ادعا کړې وه چې، نوموړی تېره پنج‌شنبه د کابل په سرای شمالي سیمه کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

"حکومتونه اجازه نه‌لري چې داسې کسان بنديان کړي او يا د بيان حق ترې واخلي
صلاح‌الدين سعيدي

د نوموړي یوه خپلوان د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي کوهستاني د روغتیا په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د ده په اړه دوی ته هيڅ معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ښاغلي کوهستاني د نیولو او شکنجه کولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو خبره نه منلې او نه هم رد کړې ده.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، حکومت اجازه نه‌‌لري چې له خلکو د بیان ازادي واخلي او سیاسي شنونکي ونیسي.

له ډلې یې صلاح‌الدین سعیدي ازادي راډيو ته وویل: "حکومتونه اجازه نه‌لري چې داسې کسان بنديان کړي او يا د بيان حق ترې واخلي، خداى دې د طالبانو حکومت ته هدايت د نېکۍ وکړي چې د دولت دارۍ پر اصولو پوه شي او د خلکو ازادۍ ته پاملرنه وکړي."

په همدې حال کې د تېر یوې اوونۍ په اوږدو کې په افغانستان کې د یو بل سیاسي شنونکې د نیول کېدو ادعا هم شوې ده.

د سياسي چارو شنونکی خيبر هوشمند چې د کورنۍ د ادعا له‌مخې يې، نوموړی هو د طالبانو له‌خوا نيول شوی دی.

د سياسي چارو د کارپوه خیبر هوشمند کورنۍ پرون د سپتمبر پر دېرشمه ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه، چې نوموړی د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوی دی.

له‌دې وړاندې یوشمېر رسنیو په ننګرهار کې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي شاپور حسن‌زوی د نیول کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د دغو درې تنو نیول نه تایید او نه هم رد کړي دي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم د خپلې واکمنۍ په درې کلنه موده کې ځينې سیاسي څېرې، مدني فعالان، ښځې، خبریالان، د پوهنتون استادان د زده‌کړو فعالان نيولي، چې ځینې یې له څو میاشتو بند تېرولو وروسته خوشې شوي او یوشمېر نور لا هم د دوی په بند کې دي.