د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د محمودشاه حبيبي ورور: محمودشاه حبيبي د طالبانو له لوري القاعده ته سپارل شوی


محمود شاه حبیبي د امریکا تبعه دی.
محمود شاه حبیبي د امریکا تبعه دی.

د افغانستان په مخلوع جمهوري نظام کې د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر محمود شاه حبیبي له ورکېدو شاوخوا ۲۵ میاشتې وروسته د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د طالبانو حکومت حبیبي له نیولو وروسته القاعدې ته سپارلی دی.

محمود شاه حبیبي د امریکا تبعه دی.

د هغه ورور احمد شاه حبیبي د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو یوه غړي دوه ورځې وړاندې ورته ویلي، چې محمود شاه حبیبي له نیول کېدو وروسته القاعده ته سپارل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول د محمود شاه حبیبي نیول نه‌دي تایید کړي او د دوی جګپوړي ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا هم ویلي، چې د محمود شاه حبیبي په نوم څوک له دوی سره بندي نه‌دی.

"موږ د هغو امریکایانو، محمود، ریان او جورج ګلیزمن د وضعیت په اړه ژوره اندېښمن یو، چې په افغانستان کې په ناحقه بندیان شوي دي
متيو ميلر

د محمود شاه حبیبي ورور زیاته کړه چې د ورور تورونه یې لا نه‌دي مشخص شوي او دوی باور لري چې نوموړی ځکه نیول شوی چې د امریکا تبعه و او په پخواني جمهوریت کې یې کار کاوه.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې د محمود شاه حبیبي نیول په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن‌الظواهري له وژنې سره تړاو لري.

د محمود شاه حبیبي د کورنۍ غړي وايي، ورور یې د الظواهري تر وژل کېدو څو میاشتې وړاندې له افغانستانه وتلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو په زندان کې د درې امریکایانو راین کوربیټ، محمود حبیبي او جورج ګیلزیمن د وضعیت په اړه "ژوره اندېښنه" لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومیلر د اګست په اتمه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ د هغو امریکایانو، محمود، ریان او جورج ګلیزمن د وضعیت په اړه ژوره اندېښمن یو، چې په افغانستان کې په ناحقه بندیان شوي دي او موږ له طالبانو سره په هره خبرو کې د هغوی د توقیف مسئله راپورته کوو. امریکا او کور ته د هغوی راستنول یو لومړیتوب دی او په‌دې کار کوو، چې د هغوی خلاصون یقیني کړو."

متيو ميلر
متيو ميلر

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌‌الله مجاهد د دوو امريکايانو نيول تاييد کړي وو او د دوحې له غونډې څخه تر راستنېدو وروسته يې يوې خبري غونډې ته ويلي و، چې امريکا بايد د طالبانو شرطونه ومني او د امريکايي اتباعو د خلاصون په بدل کې دې د دوى بنديان له ګوانتانامو زندانه خوشې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اګست په ۱۱مه په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي وو، امریکا هڅه کوي خپل درې تنه اتباع د طالبانو له بنده ازاد کړي.

تر دې مخکې د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې اف‌بي‌ای هم اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د ورکېدو په اړه د معلوماتو په لټه کې ده.

اف‌بي‌ای ویلي وو، ګومان کېږي چې محمود شاه حبیبي د طالب ځواکونو له‌خوا نیول شوی وي او تر بندي کېدو وروسته د هغه په اړه هيڅ معلومات نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG