له ننګرهار ولایته سیمهییزې سرچینې وايي، په ګوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وقفهيي ډول جګړه روانه ده.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د روانې اوونۍ د شنبې له ماښام راهیسې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښتې د سیمهییزو سرچینو په وینا په وقفهيي ډول لاهم روانې دي.
يادو سرچینو د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې وسلهوالو طالبانو ته پاکستاني ځواکونو اجازه ورنهکړه، ترڅو هغه موټر ته چې د ترکانو او سلالا په سیمه کې له غره څخه ښوېدلى و، نږدې شي.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه یوه عیني شاهد د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، جګړه دومره شدیده وه چې له امله یې د دې سیمې ډېری کورنيو خپل کورونه پرېښي دي.
د پاکستاني لوري لهخوا پر طالبانو ډزې شوي، دا چې تلفات لري که نه معلومات نهلرو، خو جګره روانه ده."د سيمې اوسېدونکی
هغه ادعا کوي چې پهدې نښتو کې یو طالب سرتېری هم وژل شوی دی، خو د طالبانو حکومت د دغه ادعا په اړه لا په رسمي ډول څه نهدي ویلي.
ياد عيني شاهد وايي: "تېره شپه ټوله شپه شديد جنګ و، ډېر خلک له خپلو کورونو بېکوره شول، د جګړې له امله ډېر مالونه هم لهمنځه ولاړل او يو کس هم وژل شوى خو اوس وضيعت ارام دي."
خو د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو پهدې نښتو کې د دوه طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره کړي دي.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي شبير ميوند ازادي راډيو ته وويل، اوس هم د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
نوموړی وايي: "په تېرو دو ورځو کې د ګوشتې په سرحدي سيمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه تر سره شوې او ويل کېږي چې د پاکستاني لوري لهخوا پر طالبانو ډزې شوي، دا چې تلفات لري که نه معلومات نهلرو، خو جګره روانه ده."
هڅه مو وکړه چې د دې جګړې د نورو جزیاتو په اړه د طالبانو د سیمهییزو چارواکو نظر هم واخلو، خو د ننګرهار د امنیت ریاست او د دفاع وزارت چارواکو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنهکړ.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په نیمروز ولایت کې د ورېښمو په لار کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې، د راپورونو لهمخې دغه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
خو سيمهييزو طالبانو ويلي وو، چې دغه لار د تخنيکي ستونزې له امله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه او بېرته د ترانزيت پر مخ پرانيستل شوې ده.
د رسنیو د راپورونو لهمخې، دغه شخړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ایراني سرحدي ځواکونو لهخوا یو افغان د ډزو په پايله کې ووژل شو.
په دې اړه نور: د ايران پولهساتو د ورېښمو پله سره نژدې يو افغان په ډزو وژلیدا پهداسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان بندر کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې لهدې وړاندې هم د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې څو-څو ځله د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر نښتې شوي دي.
د ملګروملتونو سرمنشي د سپټمبر په ۱۷مه د ملګروملتونو امنیت شورا ته د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ ۱۳ نښتې شوي دي.