پروان کې د ناپېژاندې ساري ناروغۍ زیاتوالی؛ اوسېدونکي یې اندېښمن او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کوي

د پروان د ولایتي روغتون ودانۍ

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ روغتیايي مسوولانو په کفشان دره کې د خپرې شوې ناپېژندې ساري ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکړى دی.

روغتیايي مسوولان وايي، تراوسه په دې ساري ناروغۍ له شپږو تر شپږ ۶۵۰ پورې کسان اخته شوي او دوه کسان ترې مړه شوي دي.

د دغه ریاست مرستیال عبدالله افغان مل ازادي راډیو ته وویل: "کومه ناروغي چې د پروان ولايت کفشان دره کې پيدا شوې، له بده مرغه له شپږسو څخه تر شپږ نيم سوه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، له بده مرغه دوه کسه چې يو ٢۵ کلن نارينه او يو ١۵ کلنه نجلۍ وه، د دې ناروغۍ له امله مړه شوي، ښايي شمېر کې زياتوالى راشي."

ځینو کورنیو رسنیو له دې ډلې طلوع نیوز بیا په یادې ناروغۍ د ۷۰۰ کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

د پروان ولايت ولايتي روغتون سر طبيب عبدالخليل حيدري ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې د خپل روغتون حال داسې شریک کړ: "په روغتون کې پرون ۱۸ ناروغان بستر شوي چې ۱۸ کسانو کې د يو ماشوم په ګډون ښځې او نارينه شامل وو چې له سيمې زمونږ روغتون ته راغلل او څلور نور ماشومان په دې چې روغتون کې ځاى نه وو، کابل ته ولېږل شول."

د پروان ولایت ولایتي روغتون کې پر ناپېژاندې اخته کسان تر درملنې لاندې دي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په د دې ناروغۍ د خپراوي او پر وړاندې يې د مخنيوي په اړه د اقداماتو اړوند د طالبانو حکومت د روغتيا وزارت نظر هم واخلي، خو د دې وزارت وياند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ياد وزارت رسنيو ته په يوه ليکلي پيغام کې ویلي چې د طالبانو حکومت یادې سیمې ته له مرکزه مسلکي ټیمونه استولي، د ځايي اوبو نمونې اخیستل شوي او د ناروغانو د لا ښې درملنې او نورو اوسېدونکو د ژغورنې لپاره لازمې هڅې تر سره شوي دي.

ځايي اوسېدونکي د دې ناروغۍ خپراوي ته اندېښمن دي او د طالبانو له حکومت او مرستندويه ادارو غواړي چې د دغې ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دې ژړ اقدام وکړي.

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې په خپرې شوې دغې ناپېژاندې ساري ناروغۍ اخته کسان هم وايي، ناروغي نه ده کنترول شوې او وضعیت ښه نه دی.

د دوی له ډلې یو کس چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه پورې ناروغي نه ده کنټرول شوې، د ټولو درملنه په يوه روغتون کې نه کېږي، څوک چاريکارو ته ځي، څوک کاپيسا ولايت ته تللي، څوک کابل ته، خو ډېر کابل ته راغلي او بستر دي، لا هم کنټرول نه دی شوى."

د کفشان درې یو بل اوسېدونکی محمد بلال وايي: "دا لس يوولس ورځې مخکې دغه مرض خپور شوى، تبې کوو، لرزه راځي، د ورځې لس سېرومه هر يوه ته ورکوي، اول کې اسهال وي، تبه بيا سر درد هم وي، تراوسه پورې ډاکتران هم پرې نه پوهېږي."

د سیمې خلک په دې برخه کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د پروان یو اوسېدونکی وايي: بايد اړوند چاواکي د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسي، که يې اوس مخنيوى ونه کړي او له دې ډېره شي نو خلک ډېر په تکليفېږي

د کفشان درې یو بل اوسېدونکی چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي: "اندېښنې ډېرې دي، بايد اړوند چاواکي د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسي، که يې اوس مخنيوى ونه کړي او له دې ډېره شي نو خلک ډېر په تکليفېږي او خلک ډېر اندېښمن دي."

د یادونې ده چې تر دې دمه ډاکتران او روغتيايي مسوولان د دغې ناروغۍ په تشخيص او پېژندلو کې پاتې راغلي، خو پروان ولایت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، دا تشخیص شوې چې یاده ناروغي کانګو نه ده.