بایډن: کیمیاوي نشه‌يي مواد په تاریخ کې ډېر وژونکي مواد دي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر کیمیاوي نشه‌يي مواد په بشري تاریخ کې تر ټولو ډېر وژونکي مواد بولي او نړۍ له دوی سره ګډې مبارزې ته رابولي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې له کیمیاوي نشه‌يي موادو سره د مبارزې نړیوال ائتلاف غړو هېوادونو مشرانو کلنۍ غونډه جوړه شوه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن دې غونډې ته وويل: "که د هېوادونو امنیت او خلکو روغتیا ته د کیمیاوي نشه‌يي موادو جدي ګواښ او اوښتي زیان ته پام وکړو، تر دې مهاله د دې موادو د تولید، قاچاقو او استعمال د مخنيوي لپاره کافي هڅه نه ده شوې."

ولسمشر بایډن وايي چې د کیمیاوي نشه‌يي موادو د ګواښ کمولو لپاره د دې موادو جوړولو او وړاندې کولو مخنيوي او معتادینو درملنې ته اړتیا ده.

بایډن وویل: کیمياوي نشه‌يي مواد د هېوادونو ملي امنیت ته ګواښ دی، له همدې امله ما سږ کال په جولای مياشت کې یو سند لاسلیک کړ چې په دې سند کې په رسمي ډول کیمیاوي نشه‌يي مواد د امریکا ملي امنیت ته ګواښ بلل شوی دی.

هغه وايي: "کیمياوي نشه‌يي مواد د هېوادونو ملي امنیت ته ګواښ دی، له همدې امله ما سږ کال په جولای مياشت کې یو سند لاسلیک کړ چې په دې سند کې په رسمي ډول کیمیاوي نشه‌يي مواد د امریکا ملي امنیت ته ګواښ بلل شوی دی. نن د ائتلاف غړي هېوادونه یو نوی نوښت کوي چې د نشه‌يي موادو د تولید او وړاندې کولو ځنځيري بهير مخه ډب کوي. لومړی د نویو نشه‌يي موادو د ګواښونو پېژندل، دوهم په دې اړه د معلوماتو شریکولو سطحه لوړول او درېیم د معتادینو د مړیني د مخنيوي لپاره درملنې ته اسانتیا برابرول دي. دا کار هغه وخت ممکن دی چې د نشه‌يي موادو د وړاندې کولو مخه ونیول شي، نشه‌يي مواد ونیول شي او معتادینو درملنه وشي."

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د کیمیاوي نشه‌يي موادو، په تېره بیا ښیښې او نشه‌يي ګولیو استعمال ډېر شوی دی.

د معتادینو د درملنې مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ، د پخوا په پرتله د معتادینو د مړينې اندازه هم ډېره شوې، خو د طالبانو د حکومت له‌خوا د معلوماتو پټولو یا معلوماتو ته د لاسرسي نه درلودلو له امله په دې اړه رسمي او کره شمېرې په لاس کې نه‌شته.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي چې د کیمیاوي نشه‌يي موادو وړاندې کولو د دې موادو له تولید سره مرسته کړې او دوی د کیمیاوي نشه‌يي موادو د تولید، قاچاقو او استعمال د مخنيوي لپاره د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزير انټوني بلېنکن

بلېنکن وویل: "په نړۍ کې د کیمیاوي نشه‌يي موادو ګواښ مخ پر ډېرېدو دی، مثلاً د ښیښې ګواښ په ختيځه او جنوب ختيځه اسیا کې، د نشه‌يي ګولیو ګواښ په منځني ختيځ کې، د ټریما‌ډول ګواښ په افریقا کې او فینتانیال ګواښ په امریکا متحده ایالتونو کې مخ پر ډېرېدو دی. دا یوه نړیواله ننګونه ده، خلک نشه‌يي مواد قاچاق کوي، جرمي ډلې يې په کیمیاوي بڼه تبديلوي او د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې خرڅېږي. باید د دې ننګونې پر وړاندې ټول هېوادونه لاسونه سره ورکړي، ځکه هېڅ یو حکومت نه شی کولای چې یوازې دا ستونزه حل کړي."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې نړیوال ائتلاف په ۲۰۲۳م میلادي کال کې جوړ شو چې تر دې مهاله يې ۱۶۰ هېوادونه او پنځلس نړیوال سازمانونه غړیتوب لري.

که څه هم افغانستان د ښیښې جوړلو د لویو هېوادونو په لړ کې راځي او په دې هېواد کې خورا ډېر ځوانان په دې موادو معتاد شوي، خو دا چې د طالبانو حکومت هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، افغانستان تر دې مهاله د دې ائتلاف غړیتوب نه دی ترلاسه کړی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا