د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو د امر باالمعروف د نوي قانون په اړه اندېښنه ښودلې

ارشيف

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې، د امرباالمعروف په نوم قانون د طالبانو محتسبینو ته لا زیات واک ورکوي چې رسنۍ سانسور او محدودې کړي.

د دې کمېټې په بیان کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی د اسیا د برخې مسوولې به لیه یي Beh Lih Yi ویلي، د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ یو بل دروند ګوزار دی چېرته چې طالبانو تېر دری کاله خبریالان او بشرپاله فعالان ځپلي دي.

طالبانو همدا اوونۍ دا قانون توشیح کړی چې ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، د دغه قانون اوولسمه ماده رسنۍ د ذیروح اجسامو د عکسونو او تصویرونو خپرونو منع کوي.

په ۱۳مه ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي، د ښځو د ټول بدن پټول د دې مادې لومړۍ برخه تشکیلوي.

طالبانو تر دې پخوا هم پر رسنیو او د بیان په ازادۍ ډېر محدودیتونه لګولي او امر یې کړی چې د دوی د تګ‌لارې سره سم خپرونې وکړي.

رسنیز فعالان وایي، د طالبانو دا قانون د رسنیو فعالیت نږدې ټول له خنډ سره مخ کوي او ژر به تصویري رسنۍ بندې شي.

د طالبانو حکومت ويلي چې د امر باالمعروف قانون به په ټول افغانستان کې تطبيق کړي.

د خبریالانو د حقونو ملاتړی او د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی پخواني اجرایوي مسوول صدیق‌الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل: "زما په اند یوازې همدا قانون هم مشخص کوي چې طالبان نه‌غواړي د افغانستان د خلکو او د نړۍ د خلکو سره ژوند وکړي، دوی غواړي افغانستان په یوه مدرسه بدل شي او په‌کې یو مشر د ملا هبت‌الله په نوم څه چې ښه ګڼي هغه به کوي او څه چې بد ګڼي هغه به منع کېږي. د یوه خبریال په توګه دغه محدودیتونه هغه مېخ ګڼم چې د بیان د ازادي په تابوت دوی وهلی او که تطبیق شي زندان خو یې جوړ کړی اما یو مخوف زندان به وي."

توحیدي وايي، د نړۍ هيڅ یوه هېواد کې د رسنیو او ښځو په وړاندې دومره محدودیتونه نه‌دي لګول شوي چې طالبانو په تېرو درې کلونو کې وضع کړي.

د ښځینه او نارینه نطاقانو د ګډو پروګرامونو منع کول او د ښځینه نطاقانو پر مخ د ماسکونو لګول پر رسنیو د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو نورې عمده بېلګې دي چې په خپل وخت یې ګڼ غبرګونونه پارولي وو.

د يو خصوصي ټلوېزيون ويانده

د افغانستان په ټلوېزیونو کې پاتې محدودې شمېر نطاقانې مجبوره دي چې ماسکونه ولګوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو د امرباالمعروف وزارت کلني راپور ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو باندې یې خپله نوي فیصده تګ‌لاره عملي کړې او د دوی په ټکو چې د "منع شویو/منکراتو" په خاطر ۱۳۰۰۰ کسان نیول شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي ګڼ په‌کې خبریالان او رسنیز کارکوونکي هم شامل دي.

د طالبانو وياند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه څه تبصره نه‌ده کړې خو پخوا یې د اکثرو خبریالانو تر نیول کېدو وروسته دلیل راووړ چې دوی د شخصي مساییلو په تړاو نیول شوي وو.