ایراني پولیسو له‌خوا د یوه افغان شکنجې ته د غبرګونونو دوام؛ ځینو بنسټونو دا کړنه توکمیز توپیر بللی

په ایران کې افغان کډوال په دې هېواد کې د پولیسو له‌خوا د ناوړه چلند له کبله تل شکایت کوي.

د ایراني پولیسو له‌خوا د یوه افغان ځوان د شکنجه کېدو په اړه د غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو دغه عمل غندلی او "توکمیز توپير او له بشري حقونو څخه سرغړونه" یې بللې ده.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د ایراني پولیسو له لوري د ۱۵ کلن تنکي افغان ځوان شکنجه غندلې او دا یې "توکمیز توپير او له بشري حقونو سرغړونه" بللې ده.

د بشري حقونو د مدافعانو مجموعې د پنجشنبې په ورځ د اګست په اتمه ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دا پېښه په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ښکاره تاوتریخوالي نښه ده.

د دې مجمعې په ټکو نړیواله ټولنه باید دا شان کړنې وغندي.

د افغان ښځو د اعتراضونو خپلواک ایتلاف هم د جمعې په ورځ د اګست په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه کړنه د بشری حقونو د قوانینو خلاف عمل او د "ظلم او توکمیز توپیر" نښه بللې ده.

د دې ایتلاف په اعلاميه کې راغلي: "په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو له‌خوا د یوه ۱۵ کلن افغان کډوال د ځورونې او شکنجې ویډیو ښيي چې د افغان کډوالو په اړه د ایران د حکومت تګلاره څومره وحشتناکه او دردونکې ده."

دغه ایتلاف په خپلې تازه خپره شوې اعلامیه کې پر ملګرو ملتونو هم غږ کړى چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او شکنجې په اړه له ایران او پاکستان سره چې د دې سازمان غړي دي او په عمل کې یې د ملګرو ملتونو منشور او اصولو ته درناوی نه دی کړی وپوښتي.

په همدې حال کې د ټولنیزو رسنيو فېسبوک او ایکس یا پخواني ټویټر یو شمېر کاروونکو هم د افغان ځوان سید مهدي موسوي په ملاتړ او د دې هېواد د پولپسو د دې کړنې د غندلو په موخه "زما له ستونې دې پښه لیرې کړه" هشټګ په کارولو سره کمپاین پیل کړی دی.

په تېرو څو ورځو کې په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې ويډيو ښيي چې د دغه هېواد په داماوند سيمه کې يو ايراني پوليس د سيد مهدي په نوم د يوه پنځلس کلن تنکي افغان په سر او اورمېږ زنګون ايښى او بل پوليس هغه داسې حال کې کلک نيولي چې مهدي د پوليسو موټړ ته څېرمه په ځمکه پروت دى.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د دې افغان ځوان سید مهدي ورور په یوه نوې ویډیو کې چې یو شمېر ایراني رسنیو له ډلې یې تسنیم خبري اژانس د جمعې په ورځ خپره کړې د خپلې تېرې ویدیو خلاف د خپل ورور مهدي د روغتیا ډاډ ورکوي.

هغه په دې ویډیو کې چې تر پراخو غبرګونونو وروسته خپره شوې او معلومه نه ده چې تر کومو شرایطو لاندې ویلي: "له نېکه مرغه، د خدای شکر دی، مهدي روغ دی او زموږ تر منځ یو کوچنی اختلال او جنجال رامنځته شوى و چې له نېکه مرغه اوس حل شوى ده."

په دغې ویډيو کې د سید مهدي د ورور تر څنګ سید مهدي خپله، مور او پلار یې لیدل کېږي، خو دوی خبرې نه کوي.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه ویډیو په خپرولو سره لیکلي: "د ايراني پولیسو پر وړاندې یو بل دروغ، افغان ځوان روغ دى."

په لومړۍ ويډيو کې چې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو تر لاسه کړې وه، د مهدي موسوي ورور او مور یې د هغه د بد وضعیت څخه شکايت کاوه.

دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د پولیسو او نورو ایراني وګړو له‌خوا د شکنحې، ځورونې، وهلو ډبولو، سپکاوي او تاوتريخوالي په اړه ویل کېږي، بلکې مخکې هم د ورته چلندونو په اړه بېلابیلې ويډيو ګانې خپرې شوي دی.

د ایران په نورو سیمو کې هم یو شمېر افغان کډوال له دوى سره د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي.

په ایران کې افغان کډوال چې ځان د سادات په نوم راپېژني د خپل د یو خپلوان په اړه چې د پولپسو له‌خوا نيول شوى و، وايي: "پلار یې راته کیسه وکړه، کله چې یې دی ونیو او کمپ ته یې یووړ، موږ یې ورپسې ورغلو، موږ ټول اسناد چې درلودل یې وروړ، تحصيلي اسناد يې هم درلودل، خو ويې نه منل، خلاصه بیا يو کس پيدا شو او ١٢ ميلیون تومنه مو ورکړل چې خوشې شو."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، په رسنيو کې هغې خپرې شوې ويډيو چې په کې ليدل کېږي افغان کډوال په ايران کې د ايراني پوليسو له لوري شکنجه کېږي، دوی اندېښمن کړي دي.

دغه شان یاد وزارت د افغان کډوالو جبري ايستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیو اصولو خلاف کار بللى دی.