د ایراني پولیسو له‌خوا د یوه افغان کډوال د شکنجې او وهلو د ویډیو خپرېدو غبرګونونه پارولي

په ایران کې افغان کډوال په دې هېواد کې د پولیسو له‌خوا د ناوړه چلند له کبله تل شکایت کوي.

د ایراني پولیسو له‌خوا د یوه ځوان افغان کډوال د شکنجې او وهلو د ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې چې په‌کې یو تنکى ځوان د سړک پر سر د ایراني پولیسو له‌خوا وهل کېږي او شکنجه کېږي.

په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، دغه ۱۵ کلن افغان تنکی ځوان سید مهدي نومېږي چې د ایران د دماوند په ابسرد سیمه کې اوسېږي.

دغه ویډیو چې د ثبت دقيقه نېټه یې نه ده معلومه په کې لیدل کېږي چې په شخصي جامو کې دوه ایراني پولیس چې يوه يې خپل زنګون د هغه افغان ځوان پر سر او ورمېږ ايښى چې د پوليسو د رېنجر څنګ ته پروت دى او بل پوليس هم یاد ځوان کلک نيولی او خپل همکار سره مرسته کوي چې هغه ووهي او شکنجه یې کړي.

دا ایراني پولیس نه یوازې دا چې د سید مهدي چیغو او قریاد ته پام نه کوي، بلکې شاوخوا د څو ښځو په ژړا او زاریوو یې هم ځانونه کاڼه کړي دي.

د شکنجې لاندې د سید مهدي چیغې او فريادونو د ده په ستوني کې ټپ شي، بيا د دې دوو ايراني پوليسو له‌خوا د دوى موټړ ته وړل کېږي.

له دې افغان ځوان سره د ایراني پولیسو دا ډول چلند په ټولنیزو رسنیو او د عامو خلکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ایران کې یو افغان کډوال پویا ازادي راډیو ته وویل: "دغه هلک د ورمېږ په برخه کې سخت ټپي شوی و، ځکه چې دا له تاوتریخوالي ډک چلند و، د یو هېواد د پولیسو له‌خوا، چې د فرهنګ او انسان دوستی خبره کوي، واقعاً د تاسف وړ خبره ده."

هغه دا هم وویل چې سپکاوی، سپکاوی، شکنجه او وهل د ایران د حکومت هغه کړنې دي چې په دې ورځو کې په ایران کې ډېر افغانان ورسره مخ دي.

په تهران کې یوه بله افغان کډواله دینا هم وايي چې په دې وروستیو کې یې دوه خپلوان د قانوني اسنادو لرلو سره سره د ایراني پولیسو له‌خوا وهل شوي او نیول شوي دي.

نوموړې د ایراني پولیسو له‌خوا خپل یوه خپلوان سره د چلند په اړه وویل: "دوی څو ورځې وړاندې زموږ یو خپلوان نیولی و، زما په اند له مټرو یې نیولی و، د یوې شپې لپاره یې ځان سره ساتلی و، ډېر یې ووهلی و بیا وروسته یې خوشې کړ."

د کابل اوسېدونکي مصطفی هم په خپله فېسبوک‌پاڼه د سید مهدي د شکنجې ویډیو خپره کړې او په غبرګون کې یې د ایراني پولیسو پر کړنو نیوکه کړې، هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه د کډوالۍ له نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کوم چې په بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا په ایران کې د کډوالو د کار بهیر له نږدې وڅاري، دوی د کډوالو په وړاندې مسوول وي، ایران هم مسوول دی."

ارشیف: په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي پوله چې هر ورځ پرې ډېری افغانان تګ راتګ کوي.

د دغه افغان ځوانانو نیونې او ربړونې هغه مهال توند غبرګونونه راپارول چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان مجید شجاع د سه شنبې په ورځ د اګست شپږمه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د روان کال له پیله تر اوسه ۱۵زره بې اسناده کډوال نیول شوي او د افغانستان سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې، د ایران د پولیسو مشر په دې وروستیو کې ویلي، هغه کډوال چې د ده په خبره غیرقانوني دي، باید د روان کال تر پایه له ایران څخه ووځي او خپل هیواد ته ستانه شي.

د روان کال په حمل میاشت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې "افغان کډوال باید خپلې خاورې ته ستانه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر کورنۍ د امنيتي ګواښونو او بې‌وزلۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله له افغانستانه وتلي او بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ته کډه شوي دي.